تحقيق
د
پښتو ژبي،
تاريخ، کلتور
او ادب په
حواله موږ تل
له دې ستونځي
سره مخا مخ
پاته سوي يو،
چي موږ په
خپله دې خواته
هغه وخت پام
اړولی دی چي
کوم وخت نورو ژبو
هغه منزلونه
وختي سر کړي
وي، او زموږ د
ژبي لپاره يې
هم په يوه نه
يوه حواله کار
کړی وي لکه
مستشرقين، له
هغه وخته بياتر
ننه پوري په
يوه نه يوه
څانګه کي د
نورو ژبو خلګو
موږ ته کار
کړی دی او موږ
پخپله دې کار
ته ځکه پام نه
دی کړی چي
ادارې مي هم د
نيستۍ باد
وهلي دي. (هغه
ادارې چي علمي
کارونه کوي).
کومو
ادارو چي کار
کړی دی، هغه
ادارې دومره
کمي دي چي شپه و ورځ کار
وکړي نسي
کولائی چي د
پښتو ژبي علمي
کمي دي پوره
کړي. لومړی خو
د دې ادارو
زياتوالي ته
اړتيا لرو. بل
په دې ادارو
کي د علمي کار
کولو اړتياوي
هم په نظر راځي.
په دې کي يوه
څانګه د تحقيق
ده کومي ژبي
چي د تحقيق
لار خپله کړې
ده هغې د علم
وخواته ډېر په
تېزي سره سفر
کړی دی. پښتو ادب
کي تحقيق روان
دی اوس خو
بېخي ښه روان
دی. په علمي
ادارو کي خاص
کر د پوهنتون
په سطح باندي،
د نوو محقيقينو
لپاره د تحقيق
زده کول ډېر
ضروري وي. د دې
اوصولو د
زدکړي لپاره
چي نورو ژبو
کي ليکل سوو کتابوته
اړتيا لري.
د هم دې اړتيا
له کبله پښتو
څانګي د خليل
باور د تحقيق
د اصولو په
اړه ليکل سوی
دې کتاب ته د
چاپولو زمينه
برابره کړه،
ځکه چي پښتو څانګه
دا خپله وظيفه
ګڼي چي هر هغه
کار چي د پښتو
ژبي و ادب،کلتور
او تاريخ په اړه
ګټور وي.
بحيثيت يې د
يو ادارې پام
ورواړوي او
هغه د ژبي
لپاره په کار
راولي.
|
پښتو
څانګي د لړۍ د
تېر کال ۲۰۱۱
څخه دا رنګه کتابونه
چاپول پېل کړي
دي، چي هغه په
تحقيق باندي
اډاڼه لري. دا
تحقيقي کتاب
هم د دې لړۍ
يوه کړۍ ده.
اوميد لرم چي
د پښتو څانګي
دا قدم به د
پښتو ژبي
لپاره د ګټي
باعث وګرځي
.
د
دې لپاره موږ
د هر چا مرستي
ته هر کلی
وايو چي په دې
لړ کي له موږ
سره کوي. هغه
که قلمي وي او
که مالي، مالي
مي ځکه وويل
چي پښتو څانګه
خپل يو محدوده
بوديجه لري چي
د دې علمي کار
لپاره داسي ده
لکه د اوښ په
خله کي زيره.
که څه
هم په پښتو
کښي د تحقيق
پېل د تذکرو
په بڼه په ۱۳مه
صدی عيسوي کښي
شوے دے. خو د
زلمي هېواد مل
او محمد
همايون هما د
تحقيق پر
اصولو باندي
چاپ سوو
کتابونو پوري
د داتي کتاب
اړتيا نه وه
محسوس شوی. که
څه هم دا کار د
مشرانو
محقيقينو د
کولو وو. خو
هغوی ته شايد
د فرصت لمحې
نۀ وې تر لاسه
شوي. چي دا کار
يې کړے
وای. ځکه مو په
دې اوميد دا
کار چاپ ته
وسپارۀ چي د
سبا ځيرک محقق
به دا دوخت له
غوښتنو سره سم
بشپړ کړي.
د
وئيلو تر حده
پښتو ژبه د مخ
د ژبو په صف
کښي راځي .
خو د علم په
مېدان کښي له
ډېرو
اصطلاحاتو
سره شنوائ نه
لري. ما پره وس
کړی دی چي د هري
اصطلاح پره
څرګندونه
وکړم. ټول
مطالب په ساده
او اسانه ژبه
بيان کړم چيري
چي د ابهام يا
تردد شک وو
هلته مي په
قوسينو کښي
وضاحت کړے دے.
انسان مانده دے
که بيا هم
چيري څه
کوتاهي او کمي
وه يقيناًد هغه
زمه واره زه
يم. ډېر به
ممنون يم دا
هغه چا چي زما
کوتاهياني
راپه ګوته
کړي. په په
پراخ تندي بې
ومنم او د بيا
دپاره به د
اصلاح کوښښ
وکړم
