دروېش دراني
دا ځل يو داسې پښتون شاعر درپېژنم، چې افغانستان د هغه اېډيال دى او د خپل كلام په هر بند كې افغانستان او د هغه زخمونه انځوروي:
(
زما دغه هرڅه د افغانستان د دې غميزې په پس منظر كې دي، دا كه توره ده هم
كه په دار ځړېدل دي او كه وينې دي كه زخمونه دي. تاسو پوهېږئ چې په دې پنځه
ويشت دېرش كاله كې څومره زخمونه لګېدلي دي، څومره انسانان شهيدان شوي دي،
څومره توپونه ورېدلي دي، څومره اسلحې استعمال شوې دي. د ټولې دنيا اسلحه
دلته په دې خاوره استعمال شوې ده. د دې په نړولو كې دا ټولنې برخه اخيستې
ده، هيڅ يو داسې ملك به نه وي، چې په ورانولو كې يې بې برخې پاتې شوى وي.
نو دا يوه دومره لويه غميزه ده، چې د دې دغه درد، دغه غم كه د ټولې دنيا په
شاعرانو تقسيم كړې نو د هغوى كار پرې كېږي. د هغوى په شاعري كې په كار ده،
چې د دې اظهار وشي.)
دا
په افغانستان او افغانانو مين شاعر ښاغلى دروېش درانى دى. زموږ د پېر هغه
شاعر، چې په روانه ژبه او خوږه موسيقي كې، مينه او دردونه رانغاړي او هر
بيت يې د يو لوړ انساني پيغام لېږدونكى دى.
دروېش
درانى، چې اصلي نوم يې عبيدالله دى، له نن څخه څه دپاسه پنځوس كاله پخوا د
كندهار په ارغستان كې زېږېدلى او اوس په كوټه كې استوګن دى. پلار يې احمد
شاه نومېږي او په يوې روحاني كورنۍ پورې تړاو لري.
نوموړي
خپلې لومړنۍ زده كړې په كوټه كې تر سره كړې او په كراچۍ كې يې په انګليسي
ادبياتو كې ماسټري اخيستې ده او اوس پخپله د هغه په اصطلاح افيس پروفيسر
دى.
دروېش ډېر ووړ و، چې شعر و شاعرۍ ته يې مخه كړې، لكه چې پخپله په دې اړه وايي:
(
ما چې كله شاعري شروع كړه، يا كوم شي چې زه دې ته تشويق كړى وم، نو هغه دا
و، چې ډېر په وړوكوالي كې به ما سندرې اورېدې. سندرو او مجلسونو به زه ډېر
متاثره كولم، كه په كلي كې كوم يو داسې مجلس و، نو زه به په هماغه
وړوكوالي كې تر سهاره ورته ناست وم او پلار به مې ډېر راته اريان و. نو دا د
سندرو له اورېدو سره زما شوق پيدا شو، چې زه هم سندرې ووايم او سندرې
وليكم خو هغه سندرې به چې سندرغاړو ويلې زما زده نه وې نو پخپله به مې د څه
جوړولو كوشش كاوه. كله كله به مې ملګري هلكان ځان سره كښېنولي وو، ټولو به
ويل، چې سندرې او بدلې به جوړوو. ما چې به څه جوړ كړل هغه به د بدلې په
شكل وو. نو په ډېر وړوكوالي كې دغه د سندرو اورېدو او ويلو د ليونتوب تر
حده زما يو شوق و او دې كار زه دې ته تشويقولم، چې زه هم سندرې ووايم او
وليكم. كله چې به مې په سندرو كې د شاعر نوم اورېده دا به لا نور هڅولم، چې
زه شعر ووايم او شاعر شم.)
تر
اوسه د دروېش دراني څو شعري ټولګې چاپ او خپرې شوې دي. ((اغزنه لار)) د
هغه لومړۍ شعري ټولګه ده، چې په كوټه كې چاپ او خپره شوې ده. هوا او
څراغونه، زخمي لاسونه، كاڼي كې هندارې او ستوري په لمن كې د نوموړي هغه
ټولګې دي، چې په نوي يمه لسيزه كې چاپ شوې دي. ناورين پسې ناورين د دروېش
وروستۍ او تازه ټولګه ده، چې تېر كال چاپ او خپره شوې ده.
په
شاعرۍ كې د جلا سبك، خوند او رنګ له امله دروېش په سيمه كې خپله ځانګړې
پېژندګلوي لري او وخت په وخت د هغه په وياړ غونډې او سيمينارونه جوړېږي. د
۱۳۸۵لمريز كال د ليندۍ په ۲۸ مه د ننګرهار ولايت د ژورنالستانو خپلواكې
ټولنې د هغه په وياړ يو، يو ورځنى سيمينار جوړ كړى و، چې ګڼو ليكوالو او
شاعرانو د هغه د ژوند، شعر او شاعرۍ په اړه خپلې ليكنې او مقالې ولوستلې.
دروېش
دراني د پښتو د اوسمهالې شاعرۍ يو له هغو څېرو څخه دى، چې ځان ته جلا سبك
لري، په شعر كې د پيغام مسالې ته ډېر ارزښت وركوي او په شعر كې يې فكر څپې
وهي. هره خبره يې د يوې تجربې پر بنسټ ولاړه او خپله هره تجربه تر ډېر سيقل
وروسته ټولنې ته وړاندې كوي او همدا لامل دى، چې هره خبره يې منلې، پخه او
ژر زړونو ته لاره كوي. دا هغه خصوصيت دى، چې د ډېرو كمو شاعرانو په برخه
كېږي. اسدالله غضنفر د همدغو ځانګړنو په بنسټ دروېش تر بل هر شاعر منلى
شاعر ګڼي او وايي:
(
كه زه ووايم چې دروېش درانى په اوسنيو شاعرانو كې تر بل هر شاعر منلى شاعر
دى او ډېر زيات تقليد يې كېږي، نو شايد اشتباه به مې نه وي كړې. )
دا چې ولې ځينې شاعران د دروېش تقليد كوي، غضنفر يې لامل دا هم په ګوته كوي، چې هغه په شعر كې له ځينو مهمو تخنيكونو څخه كار اخلي:
(په
څو پنځوس كلنى كې يو شاعر داسې مقام ته رسيدل، چې په يوه ډېره پراخه حوزه
كې يې ګڼ كسان په مختلفو سيمو كې تقليد وكړي او د ده بيتونو ته ورته بيتونه
وليكي، دا ډېره لويه كاميابي ده، چې د دورېش دراني په نصيب شوې ده. خو
متاسفانه اكثر وخت داسې كېږي، چې مقلد شاعران د دروېش خيال راواخلي، د ده
مضمون راواخلي، د ده فكر راواخلي، د ده طرز او د جملې سبك راواخلي او لږ
بدل رابدل يې كړي او پخپل نامه يې چاپ كړي. خو كه زما په خيال د دروېش
دراني په سټايل باندې، په طرز باندې او په سبك باندې تحقيق وشي او د هغه
تخنيكونو ته پام وشي نو تخنيكونه د ټولو شاعرانو او اديبانو ترمنځ مشترك
وي، نو شاعران كولى شي، چې خپلو مطالبو ته په پام سره له هغو تخنيكونو
استفاده وكړي، خو په دې برخه كې ډېر كار نه دى شوى )
غضنفر د دروېش په شعرونو كې د تخنيكونو په اړه وايي:
(
دى د غزل په بيتونو كې معمولا يوه حادثه جوړوي، ظاهرا يو بيت وي خو په كې
يوه حادثه، يو داستان او يو حكايت بيانيږي، چې غالبا ډېر اثرناك وي. مثلا
دى وايي:
غاصب زما وطن ته راغى و تر ډېره دلې
خو ككرۍ يې كړه د تلو په وخت كې هېره دلې
وګورئ،
يو څوك راغلى دى، دلته يې وخت تېر كړى دى او بيا چې يې ماته كوله نو د تلو
او ماتې په وخت كې يې ككرۍ پاتې ده، دا يوه كامله حادثه ده. په يوه بيت كې
حادثه جوړول او حكايت جوړول دا د دروېش دراني د طرز يوه مهمه برخه ده.)
د
ښاغلي غضنفر په اند د دروېش د شاعرۍ بله غوره ځانګړنه د داسې تصويرونو
جوړول دي، چې يوه فضا په كې محسوسېږي:( دروېش داسې تصويرونه جوړوي، چې موږ
په كې يوه فضا احساسوو. ځينې تصويرونه د رنګونو وي، شين رنګ ته اشاره وي،
ژېړ رنګ ته اشاره وي، سره رنګ ته اشاره وي، ځينې تصويرونه بيا داسې وي، چې
رنګ نه وي په كې خو په سترګو باندې يو شى ليدل كېږي، هندسي اشكال يې ليدل
كېږي. د ده تصويرونه، چې دي يوه لويه فضا او يو هندسي شكل زموږ سترګو ته
دروي، چې دا هم ډېر اثرناك وي. مثلا دروېش وايي:
له ډېره وخته غريب ستا په انتظار ولاړ دى
د حق د لارې لارويه مخته دار ولاړ دى
وګورئ!
يوه منطقه ده، په منځ كې دار دى او دار هم ولاړ دى، دا يوه فضا يوه وهم
ناكه فضا ده او زموږ سترګو ته يو شى دروي. دروېش هندسي تصويرونه ډېر زيات
لري او دا ډېر اغېزناك وي)
د دروېش د شعرونو يوه خوږلني دا هم ده، چې فضا يې اساطېري ده او په دې ډول بيان كې موږ د يو هېر شوي حالت ژورو ته وركاږي.
دا هم د ښاغلي دروېش هغه غزل، چې په همدې ښكلاوو پسولل شوى دى:
خواږه عمرونه يې له ځان سره په جنګ وخوړل
دلته څه خلک لکه اوسپنه خپل زنګ وخوړل
زړه ته مې هله د زاهد خبره ولوېدله
چې قسمونه يې د سرو بنګړو په شرنګ وخوړل
ستاسې اولاد د دې وطن خوشبويي ولوټله
ستاسې هوسيو د دې ځای لاچي لونګ وخوړل
څنګه ګزار و او هډونه يې څه ډول مات کړل!
څنګه بلا وه او سرونه يې څه رنګ وخوړل
د غزل ژبه دې پسته کړه د ګلاب تر پاڼو
دروېشه ډېر شاعران خپل کرخت اهنګ وخوړل
دروېش
دراني د غزل شاعر دى، خو نظمونه هم ليكي. د نظمونو مضمون يې كيسه ييز رنګ
لري او لنډو منظومو ته ورته وي. د نظمونو كمال يې په دې كې دى، چې مقصديت
په كې نغښتى وي او د يوې پېښې په بيانولو سره موږ د خپل تېر خو وياړلي ژوند
ژورو ته وربولي. په غزل كې د دروېش كمال دا دى، چې خپل
مقصد او پيغام په لنډو خو شاعرانه الفاظو كې رانغاړي. د ده كابو ټول
غزلونه ۵ بيته دي، دا چې د دې لامل څه دى پخپله يې په اړه وايي:
(
په غزل كې ځينې بيتونه داسې وي، چې ډېر عادي وي، نو د دې لپاره، چې د خلكو
وخت، چې ډېر قيمتي شى دى بايد د عادي بيتونو په لوستلو ضايع نه شي. زه په
دې فكر يم كه يو غزل پنځه بيته وي او شه هم نه وي، نو ژر به تمامېږي او
لوستونكي به بله غزله لولي)
كه
څه هم درويش ډېر ځله فكر او محتوا ته ارزښت وركوي، خو د شعرونو يوه
ځانګړنه يې د فكر او ښكلا تر منځ د تناسب ساتل دي. پوهنمل محمد اسمعيل يون
په همدې نظر دى:
(
سره له دې، چې دروېش په خپلو شعرونو كې ښكلاييز اړخ ته ډېره توجه كړې، خو
بيا هم د ده په شعر كې د فكر او ښكلا ترمنځ تناسب شته، مګر توازن نشته،
يعني فكري اړخ يې تر ښكلاييز هغه ډېر اوچت دى. دا چې په خلكو كې د ده شاعري
خوږه لګي علت يې دا دى، چې د خلكو درد او ضرورتونه په كې منعكس شوي دي.)
يون دروېش مفكر شاعر ګڼي او وړاندې وايي، چې د دروېش د شعر ايډيال افغانستان دى او د افغانستان انځور په كې ځلېږي:
(
د دروېش ټوله شاعري، چې ده خپل تاريخي مملكت ته وقف ده او افغانستان د ده
لپاره يو ايډيال دى، د ده په شعرونو كې، چې كوم تصويرونه راغلي او كارول
شوي د افغانستان له پېښو او حالاتو سره يو ډول تړاو لري. )
د دروېش په شعر كې د فكر او ښكلا ترمنځ د تناسب په اړه استاد يون وايي:(
ځينې خلك په دې باور دي، چې د شعر محتوا د هغه پر ښكلا هم مثبت تاثير لري،
يعنې فكر د ښكلا يوه برخه ګڼي، خو ځينې نور بيا د الفاظو رنګارنګي، د
افادې طرز، تخيل او اهنګ د ښكلا جوړوونكي عناصر ګڼي. زه فكر كوم، دروېش
پخپل شعر كې، سره له دې، چې محتوايي اړخ ته ډېره توجه كړې، د فكر او ښكلا
ترمنځ يې د تناسب خيال ساتلى دى.)
هوا او څراغونه د دروېش هغه شعر دى، چې د فكر او ښكلا د تناسب ځانګړنه په كې نغښتې، خو فكر پر ښكلا يو څه غالب ښكلا ښكاري:
بيا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه
خدايه بچ ساتې رڼا او څراغونه
يه مرګيه ماشومان مې راته خاندي
سره پريږده څو شپې ما او څراغونه
خپل مخونه ستا د مخ په رڼا وينځي
لمر، سپوږمئ، ستوري، بريښنا او څراغونه
په دې نور پسې سپيڅلو خلکو مه ځئ
يو ځاى شوي دي بلا او څراغونه
د وطن په هديرو کې وي درويشه
هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه
د
دروېش ټوله هڅه دا ده، چې خپل پيغام په لنډو خو ښكلو كلمو كې بيان كړي، كه
چېرې د دروېش شاعري ولولو نو دا به راته څرګنده شي، چې هغه هره كلمه د
ضرورت له مخې كارولې او بې ځايه لفظي يې نه ده، كړې.
لعل پاچا ازمون همدا خبره كوي:
(
يوه ځانګړنه، چې ما د دروېش په غزلو كې لېدلې، هغه دا ده، چې دى بې لفاظي
نه كوي او بې ضرورته خپل غزل نه اوږدوي، له ده سره، چې په ذهن كې څه موجود
دي، هغه په ډېره خوږه ژبه بيانوي.)
د ازمون په فكر دروېش د لفظونو په اوډون كې برلاسى دى او د خلكو د زړه خبره كوي:
( دروېش
په خپل شعر كې ډېر داسې ښكلي تركيبونه او انځورونه راوړي، چې هغه د دې
ټولنې عكاسي او انځورنه كوي. ده پخپلو شعرونو كې هغه څه رانغښتي، چې د خلكو
د زړونو، ذهنونو او فكرونو غوښتنې دي او كه په لنډه يې ووايم دروېش د خلكو
د زړه خبره كوي.)
د
لفظونو په ځاى اوډون د دروېش شعر ته يو ډول ساده ګي وربښلې ده او د ده شعر
ډېر ساده په نظر راځي، خو خبره دا ده، چې شعر يې له حاكميت نه ساده دى، نه
د ساده ګۍ له امله. استاد يون په دې اړه همداسې يوه انګېرنه لري:
(دروېش
پر اوزانو او شعري قالبونو ډېر حاكم دى، ده هغه شعري قالبونه انتخاب كړي،
چې ډېر دود دي او له دې امله دى د مفهوم په افاده كولو كې له ستونزې سره نه
دى مخامخ شوى. له بل لوري دى ډېره ژوره مطالعه لري او هر فكر، چې په نظم
كې راوړي په ډېر قوت يې راوړي، يعنې د ده شعر له ساده ګۍ نه ساده نه ده
بلكې د ډېر ژوروالي له امله ساده دى.)
دا هم د دروېش يو ساده خو له ژورې معنى ډك شعر، چې اوچته موسيقي او عاطفه ورسره مله ده:
شينكي اسمان دى خپل حساب او كتاب سم ساتلى
د ستورېو شمېر يــې دى زما تر زخمو كم ساتلى
د شيش محل خلاف يې اخلى لږ په پام ملګرو
باچـا د هــر كاڼـــي بغــــل تــه دى لړم ساتلى
په پستو شونډو كړه زما له بڼو اوښكه پورته
مــــا د ګل پاڼــــــو لره دى دغه شبنم ساتلى
هغه خو سر پر اوږو باندې راونه رساوه
د چا دپــــاره مو چې تاج و د عالم ساتلى
لكه دروېش منګولې تشې وي له سرو او سپينو
چا چې وې ټول عمر په ګوتو كې قلم ساتلى
دروېش په شعر ليكلو كې له ساده او دوديزو اوزانو څخه كار اخلي او خپل مفهوم په ساده ډول بيانوي، استاد يون په دې اړه وايي:
(
دروېش پر دوديزو اوزانو ډېر حاكم دى او خپل مفهوم يې په ډېر ساده ډول
انتقال كړى دى. دا يوه ځانګړنه ده، چې دى د خپل مفهوم د ښې افادې لپاره
دوديز اوزان كاروي.)
لعل پاچا ازمون وايي، چې د دروېش شعر له ځانګړي موسقيت څخه برخمن دى:
( كه د دروېش هستونو نه ځير شو، نو اضافي لفظونه په كې نه تر سترګو كېږي،
دى ډېر كوښښ كوي، چې پخپل كلام كې بې ځايه لفظونه و نه كاروي، ټوله هڅه يې
دا ده، چې خپل پيغام په رنګينو او سندريزو كلماتو كې ونغاړي.)
ښايي
د زيات موسقيت، ساده والي، عاطفي والي، ډېر صميميت او ژورې معنى له كبله
وي، چې د دروېش ډېر شعرونه د ډېرو خلكو په يادو زده دي او ډېر ځله يې د
خپلو خبرو د اثبات لپاره يې كاروي. په تېره د هغه دا بيتونه:
ځغلوې كه مي هر څومره ته به هم راسره ګرځې
قدم ونيسه اسمانه ته زه هم ستړى ته هم ستړى
دا خلك ولي انتظار كوي د هغي ورځي
چي باچا مړ وي او وزير په زولنو تړلى
زړونه يې وګوره چي تور نه وي د كفر په شان
مخ ته يې مه ګوره چي سپين لكه ايمان دي خلك
تر څو چي وږي وي دروېشه نو دوستي يې ښه ده
پر خزانه باندي چي كښيني تور ماران دي خلك
ستا له اوربله مي نظر د زني خال ته راغى
زه د بلا نه تر بلا پوري راورسېدم
دا چي رقيب ته مخامخ شومه نو دا هم ښه شوه
دروېشه پاى خو تر يو چا پوري راورسېدم
نه په زاړه باور لرو او نه په نوي څراغ
موږ هغه څوك يو چي كورونه مو دي سوي څراغ
كه يې له مخه يو طرف ته شوې نه هېر به دي كړي
زما جانان كله هنداره حافظه نه لري
ته په لستوڼي كي خپل لاس له خلكو لري ساته
ما اورېدلي دي چي دغه مار هوده نه لري
زموږ توريالي بوخت دي په داسې يوه جنګ
چې چاته سکه ورور او چاته پلار دی مخامخ
دا هم د دروېش هغه غزله، چې ښكلى موسقيت په كې نغښتى او له وزني پلوه پوره انسجام لري:
سترګې راواړوي په مينه او خندا هم كوي
زما بې نيازه اشنا كله كله دا هم كوي
د يار كلك زړه راباندې وسو او نن زه خبر شوم
چې دغه كاڼى د غمي په شان رڼا هم كوي
يوازې زه نه يم چې شونډې ښكلوم د ښكلو
د ګل له پاڼو سره دغه كار هوا هم كوي
جانان دې لاړ صبر دې لاړ قرار دې لاړ د زړګي
دروېشه پاى به دغه چل درسره ساه هم كوي
د ادب په بنيادي اجزاوو کې يو هم د سبک او شخصيت په تړاو بحث
دى چې دلته يې د درويش دراني په شعر او شخصيت کې ځيرو، سبک چې د پنځونکي د
شخصيت هنداره بللى شي او د انفراديت په حواله يې له يو او بل څخه په توپير
ځانګړتياوې هم بيلې وي، تر هغې چې په پنځونه کې د شخصيت مطالعه په جريان کې
ونه لرو، ممکن په اصليت يې سم ونه پوهيږو خو دلته بايد ووايو چې له شخصيت
څخه دوه مفاهيمه اخلو چې يو شخصيت يې د ذات او بل شخصيت يې مطالعه او فکر
دى، په ذات کې يې د شخصي کړه، وړه، خوي خصلت خبرې يا په مجموع کې هغه خپل
عواطف يې چې د ذات په اندرون پورې يې اړه لري او په مطالعه کې يې بيا
پوهه،علم،هنر او فکر د نقش وړ دي، د درويش صاحب هغه هنري مطالعه چې د څو
لسيزو شاعرانه محصول يې بللى شو، د ده د ذات له شخصيت سره بيخي يوشان دى،
يعنې د شعر سبک يې په خارجي حواله د ژابې او القظو او د هغې مناسب اوډون يې
هغه څه دي چې د درويش صاحب د ذات، ذهن او شاعرانه مفکوره، جذبات او کيفيات
يې سره په امتزاجي ډول يو کړي دي، د درويش د همدې امتزاجي سبک په پنياد
ډيرې هغه توندې او تيزې خبرې يې هم په سوړ او نرم اندازلولو چې کيدى شي په
نورو سبکونو کې يې دا ډول ونه لولو، دى وايي،
د وطن په هديرو کې وي درويشه،
هره شپه نرى ژړا او څراغونه،
پدې بيت کې وينو چې د وطن د خورا خونړى الميې بوږنونکى انځور
کښل شويدى خو درويش صاحب معمولآ د خپل ګډ سبک له مخې په همغه نرم انداز بې
له کوم عصبنيته دا تصوير زمونږ مخ ته ګدي، د دې سوړ سبک افاده د درويش
صاحب د خپل سبک د حصوصياتو عمده ځانګړنه ده چې زما په فکر عمومآ په ادبياتو
کې د هر چا لپاره له موضوعي پلوه دا سبک د اغيزپه مانا ډير جالب سبک دى،
پدې اړه مونږ د قيصراپريدي نوم هم يادولى شو چې په ځينو بيتونو کې يې همدا
رويه خپله کړې د قيصر يو بيت دى چې،
بريالی باجوړی
د
پښتو شعر لكه څنګه، چې معلومه ده په حماسه پيل شوى دى او په پښتو شعر كې د
ستاينې دغه دود تر ډېره وخته رواج درلود. دا هغه وخت و، چې په ځينو سيمو
كې د پښتنو واكمني خپله وه او د سوبو لپاره به يې هره خوا تورې وهلې او هم
په ځينو سيمو كې يې د پرديو تاړاكونو په وړاندې د خپل ټاټوبي او اّزادۍ د
ساتلو لپاره تورې راوېستلې وې. بيا يو وخت داسې هم راغى، چې دوى پخپلو منځو
كې په تربګنيو اخته شول او د نورو د خوښۍ لپاره يې په يو بل پسې تورې
راوېستلې او يو بل يې سره ووهل. لوى هېوادنى مقصد ځنې هېر شو او د وړو وړو
جاګيرونو د لاسته راوړلو په سيالۍ كې شول. هغه د خوشال خبره په ځاى وه، چې
ويل يې:
پښتانه په عقل پوهه څه ناكس دي
كوټه سپي د قصابانو د جوس دي
اوښ له باره پخپل كور كې دى ورغلى
په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي
كوټه سپي د قصابانو د جوس دي
اوښ له باره پخپل كور كې دى ورغلى
په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي
دغه وخت د پښتنو د ماتې او شكست وخت و او پخپلو منځو كې يو له بل سره د جاګيرونو د لاسته راوړلو په سيالۍ كې وو. د
سياسي بصيرت خاوند خوشال خان د دوى عيبونه ورته په مخكې اېښودل. د پښتنو د
نيمګړتياوو او عيبونو په ښودلو كې د خوشال لهجه ډېره تونده، بې ډاره او
بېباكه وه. څه يې چې ليدل هغه يې ويل او د پښتنو ټولو عيبونو ته يې په نېغه
ګوته نيوله. په سياسي لحاظ د پښتنو د اصلاح لپاره دا په پښتنو كې لومړنى
شاعر و، چې د دوى ذهنونه يې روښانه كول. په دغه دوره كې د پښتو شعر د كمال
پوړيو ته رسېدلى و؛ خو بل كوم داسې شاعر نه و، چې د پښتنو سياسي روزنه وكړي
او دوى پوهه او باخبره كړي.
په
را وروسته وختونو او په تېره بيا په معاصر شعر كې لويه عنعنه دا وه، چې د
بابا توره او د باباګانو سوبې او خپل لرغونى غيرت وستايي او د هماغه لرغوني
غيرت پر بنسټ د خپل غيرت اظهار وكړي، چې:
نر يمه پښتون يم تاته يادې زمانې زما
خو
كله، چې په دغه دوره كې ځوان نسل دې ته متوجه شو، چې زموږ شاعري د تورې،
غيرت، اخطارونو او جنګونو يوه جنګنامه ده؛ نو د شعر ښكلاييز اړخ د سمبالښت
لپاره يې د غزل لمنه ونيوه. د يار د خط و خال په ستالو كې يې ښكلي شعري
مفاهيم او نوي خيالونه راپيدا كړل.
ارواښاد
امير حمزه شينواري د غزل په لمنه كې هماغه پورتني موضوعات دننه كړل او يا د
غزل غزليز مفاهيم يې د پښتو او پښتونولۍ لپاره په ډېره ماهرانه ډول
وكارول. هماغه پخوانۍ موضوع وه؛ خو په نوې بڼه او انداز يې بدل و. شعري
مفاهيم يې بدل وو.
د
ډېرو څېړونكيو په وينا حمزه شنواري غزل پښتون كړ. د حمزه شينواري په څنګ
كې ځنې داسې شاعران هم وو، چې د غزل په تنګه لمن كې د ورځني ژوند عمده
مسايل ځاى كړل او د ژوند له مسايلو سره دغه غزليز پيوند يو بل خوند او رنګ
پيدا كړ؛ خو كومه خبره، چې د پښتنو د اصلاح خبره وه هغه اجمل خټك، سيف
الرحمن سليم او ارواښاد قلندر په يو نوي ډلو پيل كړه. يعنې د نوې زمانې نوې
غوښتنې او ضرورتونه يې هم ورسره يو ځاى كړل. د دوى شعرونو لكه د يو بغاوت
په توګه د پښتنو شعر ډېرې زړې عنعنې ماتې كړې. په انتقادي ډول يې يو ځل بيا
د پښتنو د سياسي روزنې مشالونه بل كړل. د سرمايې په نظام كې د جمهوريت او
برابرۍ غوښتونكي وو. د زبېښاك پر ضد يې پخپلو شعرونو كې د ولسونو د ذهنونو
ويښولو ته خپلې هڅې جاري وساتلې. د ليډرانو ناودودو ته يې هم ګوتې ونيولې
او په ډېره مېړانه يې وغندل.
دا
عنعنه د هند د مصنفينو د مترقي انجمن په جوړېدو سره پيل شوه. تر يو وخته
يې دوام وكړ، چې په كوزه پښتونخوا كې يې لويه سرچينه ولسي ادبي جرګه وه، چې
په سر كې يې كاكاجي صنوبر حسين ولاړ و.
دې لړۍ تر ډېره دوام وكړ؛ خو بيا يو وخت داسې راغى، چې د پښتو شعر له ژونده ورو ورو لرې شو.
كه
په اوسني وخت كې خبره كوو نو پښتو شعر د اوسني وخت غوښتنو ته ځواب نه لري.
له نېكه مرغه په اوسني وخت كې دوه تنه داسې شاعران شته، چې په دغه پل روان
دي، يعنې د خوشال خان عنعنه پالي، چې يو يې دروېش درانى او بل يې رحمت شاه
سايل دى؛ خو دا هم بايد ووايو، چې دروېش خپله ټوله شاعري دغه مقصد ته وقف
كړې ده. د دروېش په شاعرۍ كې هغه څه په نظر راځي، چې د خوشال په شاعرۍ كې
وو؛ خو په دومره توپير، چې خوشال د خپل وخت او خپل اجتماعي موقف له مخې
پخپلو ويلو توند، ډاډه او بې پروا و او د دروېش په وينا كې د شاعر عاطفه،
صداقت او خواخوږي ډېره غالبه ده.
دروېش
هغه شاعر دى، چې موږ ته زموږ نيمګړتياوې او خطاوې په داسې هنرمندانه ډول
يادوي، چې موږ نه غوسه كوي او نه مو راپاروي؛ بلكې پخپلو غلطيو مو ژړوي. يا
په بله وينا د پښتنو غوندې سركشه قو ته د ويلو په هنر ډېر ښه پوهېږي او په
دې توګه زموږ ټولنيزه روزنه كوي.
تا دښمن هم په امان رساوه كور ته
موږ ملګري خپل په لار كړل زخم زخم
پر تا باندې د غليم او لاد هم ګران و
موږ بچي د مور او پلار كړل زخم زخم
موږ ملګري خپل په لار كړل زخم زخم
پر تا باندې د غليم او لاد هم ګران و
موږ بچي د مور او پلار كړل زخم زخم
دروېش
د خپلې شاعرۍ د پيل په وخت كې د اجمل خټك تر تاثير لاندې و؛ خو د وخت په
تېرېدو يې بيا خپله لاره بېله كړله. دروېش په يو بل شعر كې همدغه موضوع
داسې يادوي:
لا تر اوسه وهي يو د بل سرونه
لا تر اوسه يو د بل په وينو پايي
بلل كېږي پښتانه دا يې معمول دى
ورور د ورور او خپل د خپل په وينو پايي
لا تر اوسه يو د بل په وينو پايي
بلل كېږي پښتانه دا يې معمول دى
ورور د ورور او خپل د خپل په وينو پايي
د
پښتنو د تربګنيو او ورور وژنې دغه غميزه خوشال خان هم ډېره ژړلې ده او
دروېش هم دغه غميزه په داسې هنرمندانه ډول وړاندې كوي، چې په زړه او ذهن كې
ځاى نيسي او هر يو پخپلو كړو پښېمانه كوي:
ما خپله توره كړه د ورور په زړه كې ماته خدايه
چــې دښمن راغى زه په دوه لاسه وم پاتې خدايه
پښتانه
په سياسي لوبو كې همېشه بايلونكي دي. په توره وهلو كې تكړه وي؛ خو د وېش
په وخت كې بيا په دروازه كې ولاړ وي. خوشال هم پخپلو شعرونو كې څو ځايه دې
خبرې ته اشاره كړې ده:
پښتانه په توره ښــــــــه دي تر مغولو
كه په پوهه پښتانه واى څه هوښيار
دروېش وايي:
دروېش مــدام وړي هر تاوان له خپله قامه سره
چې كله ځاى د ګټې راشي نو حصه نه غواړي
يوه
بله موضوع، چې د پښتنو د تېر اېستلو موضوع ده؛ نو څرګنده خبره ده، چې
پښتانه همېشه په اشخاصو غولېدلي دي يا په بله وينا اشخاصو تېر اېستلي دي.
په سياسي لوبو كې يې په نيمه لاره كې پرې ايښي دي. چا په نورو پلورلي دي او
څوك ورته د دوست په جامه كې دښمن جوړ شوى دى.
دروېش وايي:
نـــــــــــــه په زاړه باور لرو او نه په نوي څــــــــــــــراغ
موږ هغه څوك يو چې كورونه مو دي سوي څراغ
دروېش د ژوند په معركو كې د پښتنو بېځايه زړورتوب او سرښندنو ته هم ګوته نيسي او د مبارزې د هنر زده كولو ته يې ويښوي:
د شيش محل خلاف يې اخلئ لږ په پام ملګرو
باچـــــــــــا د هر كاڼي بغل ته دى لــــــړم ساتلى
دروېش د امن او سولې شاعر دى. جنګ نه غواړي. خپل قام ته د تورې ماتولو بلنه وركوي. د مينې، ورورۍ او محبت پيغام ورسوي:
رنګ به وي تر څو پورې په وينه توره ماته كړه
زړه د خلكو وګټه په مينه توره ماته كړه
نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شا ليلا سينه
پورته كړه دروېشه دا بې دينه توره ماته كړه
زړه د خلكو وګټه په مينه توره ماته كړه
نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شا ليلا سينه
پورته كړه دروېشه دا بې دينه توره ماته كړه
دروېش د انساني مينې سبق په دې ډول وړاندې كوي:
لمن مې ډكه ده په كاڼو خو څوك نه پرې ولم
په عـــــــــادتونو كې دا يو عادت د غره لرم زه
په
پاى كې بايد ووايم، چې كه زموږ يو څو نور شاعران هم لكه د دروېش دراني
غوندې زموږ په زړونو ګوتې كېږدي او عيبونه راوسپړي؛ نو روان معاصر شعر به
زموږ په اصلاح او پوهونه كې څه برخه اخيستې وي. كه زما دې خبرې ته څوك ګوته
ونيسي، چې په شعر كې نصيحت څنګه خبره ده؟ نصيحت خو ملا كوي او لارښوونه
سياسي ليډر؛ نو زه به ووايم، چې سمه ده؛ خو ژبه او هنر د دروېش غواړي. خپلې
خبرې د دروېش په يو څو بيتونو پاى ته رسوم او د ته په دغه كار كې د نور
برياليتوب هيله لرم:
خداى خبر چې څه بلا وه په هر كور كېتر سهاره به ژړا وه په هر كور كې
دومره زيات غربت هم نه و په وطن كې
سا مو اخيسته هوا وه په هر كور كې
د اولاد په رويه كې بغاوت و
د يو لوى جنګ ابتدا وه په هر كور كې
د بدل خبره نه كېده دروېشه
بس دعوه د خون بها وه په هر كور كې.
