ليکوال ا رواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل
دپښتو نخوا ستر مؤرخ او د (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ) د کتاب ليکوال ا رواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل
ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل د پښتو نخوا هغه ستر او نا متو مؤرخ دى چې نه يوازې دپښتو نخوا پښتانه دده به وياړلي
نا مه وياړي ،بلکې داقغا نستان پښتا نه هم د ددې ستر مؤرخ دنا مه سره پوره اشنا يې لري او پر ې وياړي.خو د خواشينۍ خبره داده چې ولې بښتنو ديوه داسې ستر مؤرخ نوم له ياده ايستلى دى .؟
پښتنو ته پکار دي چې ددغه ستر انسان په نامه غونډې او علمي سيمينارونه جوړ کړي او دده پر اثارو تاوده علمي بحثونه وکړي.
ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل په ١٩١٠ زيږديز کال کې د پښتو نخوادنوښار په کا کا صاحب کې په يوې علمي کورنۍ کۍ زيږيدلى دى .پلار يې ميا خالق شاه نو ميده .ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل خپلې لو مړنۍ زده کړې په مورني ټا ټوبي اکوړه خټک کې سرته ورسولې..پر دې برسيره يې ديني لومړني تعليمات او د فقهې کتا بونه د حا جي عبدالقيوم نه تر لا سه کړل .
که څه هم کآ کا خيل صاحب دا هيله ا و تمه نه درلو دله چې کوم سرکاري ملا زمت يا دنده تر لا سه کړي ، خو په ١٩٢٨ زيږديز کال کې د پوهنې(ا يجو کيشن) ديپا ر ټمينټ ورته وړانديز وکړ چې هلته کار وکړي .ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل د زده کړې سره ډيره مينه درلودله او په ١٩٤٠ زيږديز کال کې يې د پنجاب د پوهنتون نه په پښتو،قارسي ا و اردو کې يې د بي .اى آنرز ډګري واخيستله.
وروسته بيا په ١٩٣٦ زيږديز کال کې يې دکرک په ډيسټريکټ بورډ کې يې دنده تر لاسه کړه او د َصوابۍ او مردان چارې يې هم پر مخ بيولې .
په ١٩٤٥ زيږديز کال کې دبو هنې ډيپا ر ټمينټ٢٤ کسان په پو هنتون کې د روزنې(ټريينګ) لپاره وټاکل چې دارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کا کا خيل نوم دفهرست په سر کې و .
وروسته ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل د لو مړني تعليماتو په اداره کې په رستم کې دنده سرته رسوله چې تر يوه کال وروسته بيا ملکنډ ته په دندې و ګو مارل شو . ده په ١٩٥٧ زيږديز کال کې په نوشهره(نوښار) کې د ښوونکي په تو ګه دنده سرته رسوله اوبيا چې کله کا کا صاحب ته ټرانسفر(تبديل) شو نوتر ١٩٧٠ زيږديز کاله پورې چې دده ريټايرډ مينټ (تقاعد) وخت و دغه دنده يې په ښه وجه سرته ورسوله .
په پا کستان کې د صدرايوب خان د صدارت په وخت کې سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل دپښتو کتابونه وليکل چې د پښتو نخوا په زياترو ښوونځيو(سکولونو) کې تدريس کيدل.
کاکا خيل صاحب د ګرامر يو کتاب هم تصنيف کړ چې رهنماى پښتو يا د پښتو لار ښود نو ميد او نو موړى ګرامر يې په په اردو ژبې هم و ژباړه څواردوژبي هم ترې ګټه واخلي .
د کاکا خيل صاحب د مهمو کتابونو نه يو هم د( ظفراللغات ډيکشينري يا قاموس) دى او بل دده مښهور تاريخ (پښتانه د تا ريخ په ر ڼا کې ) کتاب دى .
د ظفر اللغات قا موس په څه دپاسه ١٤٠٠ مخونو يا صفحو کې ليکل شوى دى او ٤٥٠٠٠ زره لغات او محاورې لري چې د هر لغات تر څنګ يې معنى ګانې يې په پښتو او اردو کې ورته شرحه کړي دي . ظفراللغات لو مړى ځل په١٩٥٩ اوبيا په١٩٦٠ زيږديز کال کې چا پ شو.کاکا خيل صاحب پخپله ليکلي دي چې د ظفر اللغات قا موس يې دومره په غور سره وليکه چې ان د سترګو ليد يې ورسره کمزورى شو.
همداراز د سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل بل کتاب چې( پښتانه د تاريخ په رڼا کې) نو ميږي چې د پښتنو تاريخ دى چې د عيسى مسيح عليه السلام د زيږيدو نه ٥٥٠ کلونه وړاندې تر ١٩٦٩ زيږديز کلونو پورې حالات پکې راغلي دي او په ١٤٠٠ مخونو کې په ١٩٦٢زيږديز کال کې د پيښور يو نيورسټۍ د بک ايجنسۍ له خوا چاپ شوى دى.
همداراز کا کا خيل صاحب ددې خبرې ادعا هم کوي چې د پښتولومړنۍ ډرامه ده ليکلې ده چې دغه ډرامه (دکلي ښايست) نو ميداو په ١٩٣٥ زيږديز کال د پيښورراډيو د پښتو څانګې له خوا خپره شوې ده .کاکا خيل صاحب وايې چې دهغې ډرامې خواږه يا دونه يې لا تې اوسه په ذهن کې پاتې دي چې ددغې ډرامې تمرين او ريهرسل په پيښور کې دارباب جهانګير خان په کور کې کيده او ځينو هندوانو هم په دې ډرامې کې رول لو بولى و.کا کا خيل صاحب هيڅکله هم دا خبره نه مني چې ګنې اسلم خټک دې دپښتو د لو مړنۍ ډرامې ليکوال وي .
د ظفر کا کا خيل بل ستر کار داو چې په ١٩٩٦ زيږديزکال کې يې دشيخ رحمکار(کاکا صاحب) په ژوندانه او ښوونو يې يو کتاب وليکه اوددې کتاب په ليکلو کې يې د هغې خطي نسخې نه گټه وا خيستله چې ميا محمد بادشاه کاکا خيل دشيخ رحمکار په ژوند او کارونو باندې ليکلى و.ويل کيږي چې ميا محمد بادشاه کاکا خيل دافغانستان او هندوستان ډيرو برخو ته سفرونه وکړل څو دشيخ رحمکار(کاکا صاحب) په اړوند علمي مواد تر لا سه کړي .ددې کتاب پر ليکلوظفر کا کا خيل صاحب دميا جمال شاه دورور ميا اجمل شاه نه ١٠٠٠٠ روپۍ د انعام او جايزې په تو ګه تر لاسه کړې .
کاکا خيل صاحب يو پوخ مسلمان و چې د مولانا مودودي دنظريا تو سره يې مينه درلودله .له همدې کبله و چې نو موړي د مو لا نا مو دودي ځينې کتابونه پښتو ته وژباړل لکه پرده ،دين حق ،سيرةالنور،دين کې تفسير ،احساس او راه عمل يې وژبا ړل .
کاکا خيل صاحب د سر کار نه په دې خبرې سر ټکولى دى چې د پو هانو او دادب د مينانو په اړوند دبې غورۍ نه کار اخلي او قدر يې نه کوي . ظفر کا کا خيل صاحب دپيښور د پښتو اکيډيمۍ نه هم خپل خپګان څرګندوي چې ده ته يې کو مه ځانګړې پا ملرنه ونکړه،خو يوازيني سړي چې ده ته يې پاملرنه وکړه هغه د پا کستان د ادبياتو داکيډيمۍ چير مين يا مشر پريشان خټک وچې ده ته يې ميا شتينى مدد معاش وټاکه .همداراز ده په ١٩٨٨ زيږديزکال کې ستاره امتياز نښان هم تر لا سه کړ.
دغه ستر مورخ دخپل ژوندانه په وروستيو شپو او ورځو کې داسې سخت ناروغه او کمزورى شو چې دسترګو رو ښنا يې لږه او هم يې غوږونه درانه شول چې خبرې به يې په اسا نۍ سره پرې نه اوريدلې .
سيد بهادرشاه کاکا خيل په پاى کې د ٢٠٠٢ زيږديز کال د جون د ميا شتې په ٢٤ نيته له دې فاني نړۍ نه د تل لپاره ستر ګې پټې کړې او دکا کا صاحب په اديره کې خاورو ته وسپارل شو . اروا دې ښاده وي .
بايد زياته کړم چې ما لطيف ياد خپل چاپ شوى کتاب (پښتنې قبيلې ) ښاغلي ارواښاد سيد بهادر شاه ظفر کا کا خيل ته ډالۍ کړى دى .
------------------------------------------------------
يا دونه . دپښتونخوا دليکوال او شاعر ښاغلي ميا وکيل شاه فقير خيل صاحب نه ډيره مننه کوم چې دښاغلي ارواښاد سيد بهادرشاه ظفر کاکا خيل دمړينې د نيټې په پيداکولو او دده د مزار د ځاى په اړوند يې زما سره معلومات شريک کړل .
د عبدالقادر خان خټک د ژوندانه پر مهال
د لرې او برې پښتو نخوا سياسى بڼه
په دى مقاله کې به د عبدالقادر خان خټک د ژوندانه
په مهال کې د پيښور ، کابل کندهار او د افغانستان د ځينو نورو مهمو ځايونو
د سياسى او تاريخى وضعى په اړه به يو څه معلومات وړاندى شى .
(( عبدالقادر خان خټک په ١١٢٤ هـ ق _ ١٩١٤ م کال کې
د گلستان په ترجمه باندى بوخت وه د پښتو ژبى د نوميالى شاعر خوشحال خان
خټک زوى دى ، دى په ١٠٦٣ هـ _ ١٦٥٢ م کال کې زيږيدلى دى ، په ١١٢٤ هـ کال
کې په نو ښار کې گوشه نشين شو او په همدى کال کې د سعدى د گلستان په ترجمى
باندى بوخت وو )) ( ١ )
په دغو کلونو کې افغانستان د دريو مقتدرو پاچاهيو
په مينځ کې پروت و ، يوې خواته په هندوستان کې د مغولو پاچاهى وه ، چې د
هغوى حاکميت په ټول هندوستان کې ، په پيښور او د هغه په شاو خوا او په کابل
او د هغه په شاو خوا و ، بل لورى ته د صفويانو حکمرانى وو چې هرات او
کندهار د هغوى تر تسلط لاندى وو ، او د افغانستان شمالى ولايتونه دميمنى
څخه تر بلغ او تخارستان پورى د منځنۍ آسيا د ماوراء النهر تورانى د
پاچاهانو تر لاس لاندى و ، چې زياتره وختونه ددى سيمى د نيولو او لاندى
کولو په سر ددى دريو قدرتونو تر منځ دير خونړى جنگونه هم کيدل په دى مقاله
کې ددى دريو قدرتونو د جگړو په اړه ، چې ددى سيمى د نيولو او لاندى کولو
په سر شوي دي د مستند و تاريخى منابعو په بنا به معلومات وړاندى شى
.
(( د صفوى پاچا شاه عباس د مرگ نه وروسته د هغه
لمسى په ١٦٣٧ م کال کې په تخت کښيناست . دا وخت په هندوستان کې د جهانگير د
مرگ نه وروسته د اکتوبر په ٢٨ مه نيټه د هغه زوى شاه جهان د ډيلى پر تخت
باندى کښيناست . شاه جهان کله چې د صفوى پاچا د بى عدالتيواو ناوړو خو يو
نو نه خبر شو ، نو يو لوى پوځ پې د کندهار د نيولو له پاره وليږه ، په هغو
ورځو کې على مردان خان يو ډير قابل او دانشمند ايرانى د کندهار والى و .
همدغه على مردان خان د صفوى پاچا د ناوړه کارونو په وجه کندهار د هندوستان
شاهنشاه ته وسپاره او پخپله ډهلى ته روان شو .
په ١٦٤١ م کال کې صفوى پاچا مړ شو او د هغه زوى شاه
عباس ثانى پاچا شو . په ١٦٤٨م کال د دسمبر په مياشت کې شاه عباس ثانى
کندهار ته را ورسيد . د کندهار ښار يې محاصره کړه . او رنگ زيب د شاه جهان
زوى په دى ورځو کې په لاهور کې اوسيده د پلار په حکم فوراً د يو لوى پوځ
سره کندهار ته روان شو . په دى جنگ کې او رنگ زيب ناکام شو او د ژمى تيرولو
دپاره کابل ته راغى .
بل کال او رنگ زيب د يو غښتلى پوځ سره د کندهار د
نيولو په نيت له کابل نه روان شو او د کندهار ښار يې محاصره کړه ، په دى
دوهمه جگړه کې بيا او رنگ زيب ناکام شو .
( ١ ) _ خټک _ عبدالقادر خان _ گلدسته _ د گلستان سعدى پشتو ترجمه _ پښتو اکډمى پښوريو ينورسټى _ ٦١ مخ .
شاه جهان ددى نه پس او رنگ زيب د کن ته واستاوه ، د
شاه جهان بل زوى دارا شکوه د هغه په غوښتنه دريم ځل د کندهار د نيولو
دپاره وليږه ، له سختو جگړو څخه وروسته د هغه پوځ هم ناکام شو )) .
( ٢٠ )
په دى ترتيب مغولى فوځونه په کندهار کې ناکام شول
او بيرته د کابل خوا ته راغلل او کندهار د صفويانو په لاس کې پاتى شو ،
کابل او د هغه شاو خوا سيمى د مغلو په لاس کې وې ، همدارنگه هرات او شمالى
سيمى ځينې برخى د صفويانو تر ادارى لاندى وې ، او د غزنى سيمى د محلى
حکمرانانو له خوا اداره کيدل . د ١٦٦٦ م کال نه تر ١٦٩٤ م کال پورى په
ايران کې د شاه عباس ثانى زوى د شاه سليمان پاچاهى وه او کندهار او د
افغانستان نورى سيمى ددوى تر ادارى لاندى وې . او د شاه سليمان څخه وروسته
سلطان حسين د ايران پاچا شو .
(( شاه حسين د خپلى پاچاهئ په وخت په ١٧٠٢ م کال
کې گورکين خان چې د شاه حسين په فوځ کې يې خدمت کاوه ، د کندهار د نيولو
دپاره وليږه . گورگين خان ډير ظالم واکدار و ، دده د ظلمونو او کارونو په
باره کې ، چې په کندهار او د هغه په شاوخوا سيمو کې يې تر سره کړى دى (( د
پښتنو تاريخ )) کې داسى راغلى دى :
(( گورگين خان په ١٧٠٢ م کې کندهار ته راورسيد ، او
د راتلو سره يې د پښتنو سره دا قسم سختى شروع کړه چې په تيرو سلو کالو کې
نه هغوى د مغولو د لاسته ليدلى وه او نه هم د ايرانيانو د لاسه . گورگين
خان په ډيرې بې رحمۍ او ظلم او زياتى سره د پښتنو په ځان ، مال او عزت
باندې حملې شروع کړې . د هغه د پوځ دلاسه نه سپين ږيرى خلاص وو، او نه ځوان
، نه ښځه او نه نارينه ، نه ماشوم او نه بالغ غرض دا چې هر طرف ته ددى
ظالم او سفاک گورنر پوځونه په ملک کې خواره شول . د خلکو مالونه يې تالا
کړل ، کور ونه يې ورله وسيزل . . . )) ( ٣ ) .
گورگين خان په کندهار کې د ١٧٠٢ کال نه تر ١٧٠٨ م
کال پورى واکدارى وکړه ، په دى موده کې ده ډير ظلمونه وکړل او ددى ظلمونو
په نتيجه کې د کندهار خلکو را پاڅيدل او ددې پاڅون په سر کې د غلجو د قبيلى
مشر ميرويس خان و ، گرگين خان او د هغه پوځ تباه شو . په ١٧٠٩ م کال کې
کندهار آزاد شو او ميرويس خان د خلکو له خوا د افغانستان د مشر په حيث
اعلان شو .
پورتنى موضوعات په افغانستان کې ددى زمانى د مهمو
سياسى او تاريخى پيښو څخه دى ، چې په لنډ توگه وړاندى شوو ، د پيښور سياسى
او تاريخى حالالت د عبدالقادر خان خټک د ژوندانه په دوران کې داسى وو چې
هلته د او رنگ زيب واکمنى وه او دغه وخت د مغولو په حکومت کې سياسى او
اقتصادى بحران پيل شوى وو ، د مغولو حکومت په ښارونو او هوارو ځايونو کې
حاکميت درلود او په غرونو او د ښارونو څخه يو لريو ځايونو کې ملوک الطوايفى
مسلطه وه او د پښتنو په مينځ کې هم بى اتفاقى زياته شوى وه .
(( د شاه جهان د حکومت په وروستيو کلونو کې د کابل
والى مهابت خان و ، او د پيښور والى مير يعقوب نوميده ، ددى دواړو واليانو
روابط د خوشحال خان خټک سره دوستانه وو ، مگر په ١٦٦١ م کال کې د مهابت خان
په ځاى سيد امير د کابل والى شو .
( ٢ ) _ قاضى عطاء الله خان _د پښتنو تاريخ _ کابل _ ١٣٥٦ ( ٥٢ _ ٥٣ مخونه )
( ٣ ) _ پورتنى اثر _ ( ٥٦ مخ )
او رنگ زيب په ١٦٥٨ م کال کې د هندوستان پاچا شو .
پر تخت باندى د او رنگ زيب د کښيناستلو په وخت کې خوشحال خان په خپل زاړه
دستورد مغولو د حکومت جاگيردار او د خټکو د قبيلى سردار وو . لکه چې معلومه
ده د خوشحال خان کورنى د جلال الدين اکبر د زمانى نه د مغولو د حکومت په
مرسته ولاړه وه _ او دا حالت د او رنگ زيب د حکومت په ابتدائى کلونو کې هم
قايم وو . خوشحال خان د نوى حکومت د پاليسى د کاميابولو په لړ کې د مخالفو
قبايلو ( يوسف زو ، افريدو ) سره څو جنگونه هم کړى وو ، او په دى جنگونو کې
بريالى شوى و )) ( ٤ ) .
د او رنگ زيب د پاچاهى په اوايلو کې خوشحال خان خټک
بندى شو او تقريباً څلور کاله په پيښور ، دهلى او رنتهمبور کې بندى او
بياد محمد نبى خان مير بخشى په سفارش آزاد شو ، مگر په آگره کې نظر بندو ،
بياد مهابت خان په خصوصى سپار ښتنه خوشحال خان ته هم دوطن دورتلو اجازت
ورکړى شو ، او هفته پنځه کاله وروسته په ١٦٦٨ م کال کې بيا وطن ته راغلو .
ظفر کاکا خيل د خوشحال خان د قيد او بندى کيدو په باره کې ليکلي :
(( د قيد په دوران کې د خوشحال خان په زړه کې د
مغولو نه د سر کشى جذبات را لړ زيدلى وو او دا يوه فطرى خبره وه ، ولى هغه
لا په جذباتى کشمکش کې و . که يو طرف ته هغه او د هغه کورنئ د مغولو پرورده
وو ، نو په بل لور هغه اعتماد چې دى خاندان په مغولو درلود په ډير بد رنگ
زائل شوى و . مهابت خان چې پيښور ته راغى نو د شهباز خان په حکم ئى د لنگر
کوټ د تعمير اراده وکړه ، او خوشحال خان ته ئې د هزارى منصب او د يوسف زو د
علاقى د حکومت پيشکش وکړ ، ليکن خوشحال خان ددى ځواب کې مهابت خان ته
وليکل چې : (( زه پلار په نيکه د مغولو طرف دار وم ، يوسف زى د حکومت نه رو
گردان و ، ما د هغوى په وژلو او تباه کولو څه صرفه نه وه کړى ، ولى ددى
برا در کشى او دولت خواهى په بدل کې زه بى گناه قيد شوم ، ټولو خيل خانه مى
تار په تار شوه ، او ددى لوى مصيبت په وخت کې ددښمنۍ با وجود يوازى يوسف
زى زما پکار شول ، زما مال آل و عيال ته ئې پناه ورکړه او هغوى يي د بادشاه
د قيدو بندنه بچ کړل ، که چيرى زه اوس هم د يوسف زو مخالفت وکړم ، نو دا
به زما له پاره د انسانيت او پښتون ولى په قانون کې يوه داسى بدنامى وى چې د
هغى داغ به په يوى نيک نامى هم لرى نه شى )) (٥ ) .
لنډه دا چې خوشحال خان خټک د ژوند تر اخره پورى د
مغولو مخالفت وو او مغولو که هر څومره کوښښونه وکړل چې دى پخلا کړى او د
ځان سره يې ملگرى کړى مگر خوشحال خان د هغوى هيڅ وړانديزو نه مانه او د
ژوند تر آخره پورى د مغولو په مخالفت کې ولاړ و . په دى باره کې د ١٦٧٦م
کال د پيښوپه لړ کې سيد بهادر شاه ظفر کاکا خيل په خپل کتاب کې يوه پيښه
بيان کړى ده چې دلته وړاندى کيږى : (( په ١٦٧٦ م کال کې شهنشاه او رنگ زيب
خپل مشر زوى شهزاده معظم ته د شاه عالم بهاردر خطاب ورکړ او د پښتنو مهم يي
هغه ته وسپاره د شهزاده په خصوصى در خواست مير خان مير ميران ته د امير
خان خطاب ورکړى شو ، او هغه دولايت افاغته والى مقرر شو ، دا امير خان دهغه
اصالت خان وراره وکوم چې د خوشحال خان خټک پخوانى دوست او محسن وو ، د
امير خان او خوشحال خان تر مينځ هم دوستانه تعلقات وو ، او د قيدو بند په
ورځو کې ده هم د خوشحال خـــــــــان د
( ٤ ) _ ظفر کاکا خيل سيد بهادر شاه_ پښتانه د تاريخ په رڼا کې _ _ پيښور ٧٥٩ _ ٧٦٠ مخونه .
( ٥ ) _ پورتنى اثر . ( ٧٦٦ مخ ) .
د خلاصى دپاره کوښښ کړى وو ، دغه وجه وه چې شهزاده او امير
خان اټک ته راورسيدل ، نو امير خان د هغې زړى دوستى په بنا خوشحال خان د
ملاقات په غرض پيښور ته وبللو په دى ورځو کې د خوشحال خان په خپله کورنى کې
هم ډيره بى اتفاقى وه . د خوشحال خان په کورنۍکې ددى اختلاف نه علاوه نور
پښتانه هم په مجموعى حيثيت سره د مسلسل جنگونو په وجه ستړى شوى وو ، په دغه
کال کې بارانونه هم نه وو شوي او په ټوله علاقه کې قحطى وه ، ددې ناموافقو
حالاتو سره د امير خان سره د ذاتى تعلقاتو معامله هم منځ ته راغله ، په
دى بنا د خوشحال خان له پاره د مغلو سره په مخالفانه سر گرمى جارى ساتلو کې
ډير خړنجونه وو، دغه وجوهات وو چې هغه د حالاتونه د بى وسۍ په وجه په مات
زړه د شهزاده او امير خان د ملاقات په غرض پيښور ته لاړ ، امير خان د پيښور
نه تللى وو ، او د لنډى خانى په مقام د شهزاده د استقبال په غرض مقيم شوى و
، خوشحال خان د شهزاده سره ملاقات وکړو ، او کوم وخت چې شهزاده کابل ته
روان شو نو خوشحال خان هم د امير خان د ملاقات په غرض د هغه سره لاړ ، صوبه
دار امير خان د لنډى خانى په مقام د شهزاده استقبال وکړ ، او د خوشحال خان
سره يې هم دلته ملاقات وشو ، شهنشاه او رنگ زيب چې د شهزاده په خدمت کې د
خوشحال خان د تلونه خبر شو ، نو هغه شهزاده ته وليکل چې په هر دستور چې وى
خوشحال خان رضاکړه ، او د منصب قبلو لوته ئى آماده کړه ، ددى په حقله د
خوشحال خان سره خبرى اترى وشوى ، ولى خوشحال خان دى ته تيار نشو ، او
شهزاده ته يې ووې چې د شهنشاه د لورى نه په ماظلم شوى دى . حقيق دادى چې
مغول حاکمان د پښتون قام د ذهنيت او نفسياتونه نا خبره وو ، پښتانه خپله بى
عزتى په هيڅ دستور نه هيروى او خپل هوډ په هيڅ دستور نه پريږدى ، د خوشحال
خان د ذاتى او خاندانى خدماتو په بدل کې چې د هغه کومه بى عزتى شوى و ،
هغى د هغه زړه ته دومره صدمه رسولى وه او د هغه زړه داسې ټوټى شوى وو ، چې
دا ټوټى د انعام او اکرام يا منصب په په سيليښ بيا نشوى پيونديدلى . . . .
په هر حال دا حقيقت دى چې د شهنشاه د لورى نه په
څومو قعو د خوشحال خان د خفگان د لرى کولو کوښښ شوى و ، په دى موقعه هم
شهزاده ، صوبه دار امير خان او نورو اميرانو د خوشحال خان ډيره د لجويى او
عزت افزائى وکړه ، او اګر چې د صوبه دار امير خان دا خواهش و چې خوشحال خان
دى د هغه سره کابل ته لاړ شى ، ولى هغه ددى نه معذورى ظاهره کړه او بيرته
خپلى علاقى ته راغى )) ( ٦ ) .
(( او رنگ زيب په ١١١٨ هـ ق _ ١٧٠٧ م کې مړ شو .
مگر دده د پاچاهى په اخرو کلونو کې دده په حکومت کې سياسى بحران پيل شوى و ،
د مغولو تر منځ خپل منځى مخالفتونه زيات شوى وو او د پښتنو سره هم ددوى
اختلافونه ورځ په ورځ زياتيدله چې دلته د بيلگې په ډول د يوسف زو د قوم د
بغاوت ځينى پيښى بيا نوو : د يوسف زيو قوم د اباسيند د غاړې په علاقو کې را
پاڅيدله ، بادشاه د اټک فوجدار کامل خان ته وليکل چې د پښتنو ځپلو لارې
چارې وسنجوې امير خان د کابل صوبه دار ته يې هم حکم وکړ ، چې پنځه زره پوځ د
شمير خان به سر کردگى د اټک د فوجدار مرستى ته راوليږه ، کامل خان د شمير
خان انتظا رونکړ او د خوشحال خان خټک او نورو خانانو په ملگرتيا يې په يوسف
زو حمله وکړه ، ډيره زور وره جگړه وشوه )) ( ٧ )
(( د ايمل خان او نورو خانانو په سر کې پښتنو بيا پاڅون وکړ ، د کابل صوبه دار محمد اميــــــــــن
( ٦) _ پورتنى اثر ( ٤٨٧ _ ٤٨٨ ) مخونه .
( ٧ ) _ زيب سر _ تاريخ هندوستان _ لومړى ټوک ٧٣٧ مخ .
خان سره ددوى جنگونه وشوو ، مغول او پښتانه ډير مړه شول ،
محمد امين خان له پښتنو ماتى ورکړه ، ټول مال اسباب يې تالا شو ، دى پخپله
هم گرفتار شو ، دى پښتنو بيا په رو پوپر يښوده )) ( ٨ ) .
په لنډه توگه بايد وويل شى چې د عبدالقادر خان خټک د ژوند په
دوران کې يعنى د ١٦٥٣م کال نه تر ١٧١٦ م کال پورى افغانستان او د هغه شاو
خوا سيمى د دريو لويو امپراتوريو يعنى په هند کې د مغولى پاچاهانو ، په
ايران کې د صفوى پاچاهانو او ماوراء النهر کې د تورانى پاچاهانو د تقاطع
نقطه و او ددى دريو امپراتور يو په مينځ کې هميشه جنگونه روان وو او دغه
سيمه کله د يوپه لاس او کله د بل په لاس کې لويدله لکه چې مخکې وويل شو په
دى جنگونو کې د عبدالقادر خان خټک کورنۍ هم راگير وه او عبدالقادر خان خټک
چى يو صوفى مشر به شاعر اوليکوال و او د خوشحال خټک د ژوند په مهال يې په
ډيرو جنگونو کې د مغولو پر ضد برخه واخستله او د ژوند په وروستيو وختونو کې
کله چې د گلستان په ترجمى باندى بخت و نو د جنگونو څخه يې لاس واخيست او
ددى څخه وروسته يې سياسى چارو کې هم ډيره څرگنده برخه نه ده اخيستى او خپل
پاتى ژوند يې په رياضت ، عبادت ، مطالعه ترجمو او منظومو او منشورو ليکلنو
تير کړى دى . چې دده په ترجمو کې د سعدى د گلستان ترجمه (( گلدسته )) ډير
اازښت لرى . او د هغى په باره کې د دانشمندانو له خوا څيړنى هم شوى دى .
