د عبدالرحمان بابا پر شاعرۍ، چې تر دې دمه کره کتونکيو
سر لوړى
عبدالرحمان بابا
|
د عبدالرحمان بابا پر شاعرۍ، چې تر دې دمه کره کتونکيو ليکل
کړي؛ پايله يې دا ده، چې رحمان بابا د انسانيت شاعر دى او په
خپلو شعرونو کې يې د انساني ژوند د بقاء او فلاح اړخونه څرگند
کړي دي.
که د عبدالرحمان بابا د ديوان ژوره مطالعه و شي؛ نو دا
نتيجه به پخپله زمونږ مخې ته راشي، چې رحمان بابا نه يوازې د
انسانيت د فلسفې نوښتگر دى ، بلکې هغه د ژوند داسې يو ژباړن
شاعر و، چې د کايناتو د ذرې، ذرې په روح کې يې د ژوند د ښکلا
او ځلا ولولې لټولي او په دغه خوږ او زړه راکښونکي احساس يې د
شعر و ادب د مينانو ذهنونه هم راڼه کړي دي.
د هغه په کلام کې په يوه وخت د تصوف رنگونه ، د مينې خوندونه،
د ژوند رازونه او شاعرانه فنونه په غورځنگونو راغلي او دغو
ارزښتونو د رحمان بابا کلام ته يو داسې افاقيت بخښلى ، چې پر
اغېز يې د ځمکې پر مخ د شعر او ادب تخم رازرغونيږي. تر هغې به
دعبدالرحمان بابا کلام د پښتنو په زړونو او ذهنونو کې لکه د
يوې گورې او مېوادارې ونې قايم او دايم ولاړ وي، چې بشر او
انسانيت شتون ولري . کېداى شي، چې رحمان بابا ته هم په خپل
ژوند کې د دې حقيقت احساس شوى و؛ ځکه ، خو هغه خپل خپلواک
احساس ته هم د دې اټکل په هېنداره کې گوري.
لکه ونه مستقل په خپل مقام يم
که خزان راباندې راشي که بهار
هو! ما مخکې هم وويل، چې ستر عبدالرحمان بابا مومند د ژوند
ستر صوفي شاعر دى او په ژوند کې، چې له کومو پېښو سره مخ شوى
هغه يې د لفظ او معنا په تله تلل شوي دخپلې درنې پښتني
ټولنې راتلونکيو نسلونو ته د يوه مسوول کړکېښليکونکي په توگه
وړاندې کړي دي. هغه که د اورنگزيب د تخت او تاج خبره کړې او
که د گل خان يا جمال خان ؛ موخه يې يوازې او يوازې خپل
راتلونکي کول ته د اوڅارۍ د دندې سپارنه وه.
د فن له مخې يې که د شعر تجزيه وشي ؛ نو هم بنده ډېر په
اطمينان او له هر راز شکه پرته دا رايه قايمولى شي، چې فني
باريکي يې د کلام ځانگړتيا ده . د هغه په کلام کې موجودې
صنايعې او بدايې رحمان بابا ته د خپل پېر پر معلومو او لويو
شاعرانو يو ښکاره فنکارانه سرلوړي ور بخښي.
د انسانيت دغه ستر سر لښکرى او د ژوند د رنگونو انځورگر مونږ
ته د اسلام د يو سپېڅلي مبلغ په توگه په خپل کلا کې داسې
لارښوونه کړې، چې:
دا چې زه يې درته وايمه که خداى (ج) کا
د قرآن او د حــــديث نـــــه بــــه څرگند وي
له بلې خوا عبدالرحمان بابا د يو رومانټيک او مينه ناک شاعر
په توگه د حسن او ښکلا پر اور د خپلو لمبه شويو احساساتو
څرگندونه داسې کوي:
ښه مې وينې ، چې په تش کاته دې مرمه
لا خنجــــــر پـــــــه کاڼي مږې دل سنگينې
يا دا څو شعرونه ، چې:
ما ويل غرض لـرم محبوبې په زړه باندې
کــــه پـــلو د مخـــــه لــــيــرې کـړې وخاندې
دې ويل هلـــــــه بــــــه پلــــو د مخـــه لر کړم
چې ستي شــي پــه لمبو کې لاندې باندې
دې ويل دلتــه شهـــزاده دې تا به مړ کړي
ما ويل دا دې شينکى حال په زنه باندې
دې ويل دلتـــــه لاجبـــري غشي وريـــږي
ما ويل دا دې کج باڼه د وروځـــو لاندې
دغه راز يې ډېر شعرونه د بېلگې په توگه وړاندې کولى شو، چې
دى پرې د نازک خياله شاعرانو د کاروان څاروان ثابتېداى شي؛
ځکه ښکلي ښکلي تشبيهات، استعارات او کنعات يې د شعر د
پېژندگلوي . د هغه شعري مبالغه هم دومره خوږه او پسته ده، چې
لوستونکي ترې د لټون او پلټنې خپله هڅه را پارولى شي.
ما چې ستا ښايست د نمر سپوږمۍ سره په تول کړو
تلــــــې لـــــــه ميزانــــــــه تر آسمانــــــه سپوږمۍ
نمر دى
د رحمان بابا شعري مبالغه تصوراتي او خيالي اډاڼه نه لري،
بلکې د شعري مبالغه يې پخپل ذات کې يوه داسې هېنداره ده، چې د
حقيقت ادراک يې يوازې د رحمان بابا په څېر نازک خياله شاعر ته
پېښېداى شي.
رحمان بابا د عشق د ميخانې يو داسې ساقي دى، چې د عقل تږو ته
هم د عشق په پېمانه کې د عشق شراب ورکوي او ورته وايي، چې : د
عشق په مکتب کې د عقل د کتابونو دلوستو معنا د ړوندو په ښار کې
د ډيوو له خرڅولو پرته نوره هيڅ هم نه ده. هغه د دنيا دم او
قدم يوازې د عشق له برکته بولي.
و آسمـــــان تـــــــه لاس د عـــــقـــــل نـــــه
رسيــــــــږي
دا خو عشق دى، چې په عرش کرسۍ قدم ږدي
يا لکه دا شعر، چې:
دا دنيا ده خداى (ج) له عشقه پيدا کړې
د همه وو مخلـــــوقـــــــاتـــــــو پـــلار دى دا
لنډه دا، چې دعبدالرحمان بابا نرى ديوان په معنوي اعتبار
دومره پرېړ دى لکه پخپله بابا او د رحمان بابا د لويې لپاره به
د هيڅ دليل او برهان راوړلو اړتيا هيڅ کله نه وي؛ ځکه، چې
هغه د رسول (ص) رښتونى عاشق ، ټولنپوه او يو ستر صوفي و . په
مونږ مسلمانانو کې د مسلمان کلکه عقيده دا ده، چې:
په انسانانو کې عظيم انسان هم هغه دى، چا چې خپل ذات د الله
تعالى او د هغه د محبوب پېغمبر (ص) په ذات کې ورک کړي.
کله، چې له عبدالرحمان بابا څخه خپل ځان په دغه عظيم مقصد کې
ورک شو؛ نو دى بيا پيدا ، رڼا او د هر چا شو.
د رحمان بابا کلام به ولې رنگين، شيرين او خوږ نه وي. په داسې
حال کې، چې د خپل کلام د لطافت لپاره هم د خداى (ج) او رسول
(ص) مينه غواړي او وايي، چې:
الهـــــي د خپـــــــل حبيــــــب د بــــــرکته
دا ساده انشاء رنگينه د رحمان کړې
دا، چې د ده په کلام کې د خداى (ج) برکت او د هغه د رسول
(ص) حرکت پروت دى؛ نو مونږ ته يې هم پر الهي احکامو د حکم
کولو بلنه راکړې ، چې همدې بلنې عبدالرحمان بابا سرلوړى کړې
او شعر يې د شعر ي نړۍ سرلوړي ده.
