پروفيسر سیال کاکړ صاحب ژوند او ادبي خدمات
د کويټې سيمې يو له لومړنيو ليکوالانو دى چې د پښتو شفاهي ادبياتو پټه خزانه يې رابرسېره کړې ده. پوهاند ولي محمد خان چې د سيال کاکړ په نامه پېژنگلوي لري په ۱۹۳۵ م کال د پښين په سرانانو کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زدکړې يې په خپل کلي او پښين کې ترسره کړې او وروسته د لوړو زدکړو لپاره د کوټې پېښور او د لاهور پنجاب پوهنتون ته تللى دى. پوهاند سيال كاكړ په پارسي، پښتو او اردو ژبو كې د ماسټرۍ ډګرۍ تر لاسه كړې دي، همدارنګه يې د (بي اې) بريليک هم د پنجاب له لايلپور (فيصل اباد) ښاره تر لاسه كړی دی. نوموړى د پښتو تر څنګ په پارسي، اردو، براهوي، انګرېزي او پنجابي ژبو هم ښه پوهېږي او روانې خبرې په كولاى شي.
ښاغلي
کاکړ د پښتو پر فولکلوري ادب او دغه ډول نورو ادبي برخو کې تر ۳۶ ډېر
کتابونه ليکلي دي.دى د کوټې سيمې يو له لومړنيو ليکوالانو دى چې د پښتو شفاهي ادبياتو
پټه خزانه يې رابرسېره کړېده .هغه له ژوبه تر بورى او دغه ډول له سيوۍ تر کندهار په
لر او بر کې د ولسي ادبياتو ورکه شاعري په خپلو ليکونو کې د تل لپاره ژوندۍ وساتله.
هغه تر خپله وسه د پښتنو په لر اوبر کې خوله په خوله ويل شوې لنډۍ، کاکړى غاړې ، ،انگۍ
،متلونه، ساندې ، برغازۍ ،چيغيان راټول کړي او د تاريخ پاڼو کې يې ژوندۍ ساتلي دي. سیال کاکړ چي دپښتوادب اولیکوالۍ ځلاند ستوری بلل شوی ،دلسګونو
کتابونولیکوال اوپه ځانګړي دول دپښتویون مخور کس هم دی،چي دهیواد په شمول ډیرو ادبي
غونډو ،سیمناروکې یې مقالې لوستلې شوي اودپښتنولیکوالانوپه منځ کې پيژندل شوی شخصیت
دی.
د
نوميالي ليکوال او فوکلوريسټ پروفيسر سيال کاکړ ځوان زوى ايمل خان کاکړ د پنجشنبې په
ماسپښين (٦ جولاى) په کوټه کې ناڅرګندو کسانو د خپل باغ له څوکيدار سره يو ځاى په ډزو
و واژه، او وسله وال په تېښته بریا مړى
يې په سرانانو سيمه کې د هغه په خپله پلارنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. په جنازه
کې يې له سلګونو
په شمېر ليکوالو او سياستوالو پرته د ده سلګونو خپلو
خپلوانو ګډون کړى وو، خو د هغه قام نور خواخوږي پکې نه وو، چې محترم سيال کاکړ يې د
عمر شاوخوا شپېته کلونه د ژبې په چوپړ کې تېر کړي دي.دپښتانه لیکوال کهول په هدیره
کې هم ځان حاضرول یوقسم خطراحساسونکی و،خوپه طبعي ډول ځايي پښتنوکې دډار احساس دځایی
واکدارانو لخوارامنځ ته شوي دی. لي شوي دي. سیال کاکړدخپل ځوانیمرګ زوی دجنازي اودفن په مراسیموکې
خپله لنډه وینا کوي. د شاوخوا پينځوسو کتابونو ليکوال پروفيسر سيال کاکړ د خپل زوى
د ښخېدو په مراسمو کې په څومره بېوسۍ د خپل زوى د ځوانيمرګۍ کيسه کوي اوداسي وايي چي د کورنۍ يې له هيچا سره څه شخصي دوښمني نه وه، نو
زوى يې چا و واژه؟ په څه ګناه يې و واژه؟ د پښتو دا دوه اتيا کلن اديب يې ولې په زړه
زخمي کړ؟ د ايمل خان د وژنې پوښتنه به څوک کوي؟ هغه وايي چي دهغه په ځای باید زه وژل
شوی وای ،خودتاندزوی مرګ مې نه وای لیدلای ،دا هغه پوښتنې چې د يوه بېوسه قام سپين
ږيرى اديب يې کول غواړي.
د ځوانيمرګه ايمل خان د مرګ پس پروفيسر سيال کاکړ صاحب
خپل کتابونه ژغورل دپاره پريشان وه ځکه يې خپل ټول کتابونه ډالي کړل . پښتنو د ملي ليکوالو له هغو ادبي هڅو او پلټنو څخه
داسي برېښي، چي زموږ د ځوانانو په همت به ډېري پټي خزانې، له بده مرغه دا وخت له موږ
څخه ورکي دي، ډېر ژر زموږ لاس ته راسي . د سهلي پښتونخوا تکړه ليکوال او څېړونکي پوهاند
سيال کاکړ د خپل کتابتون ۱۱۳ قلمي
نخسې او ۴۶۰۰ کتابونه
د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته وسپارل. او اکاډمۍ به د پروفیسر سیال کاکړ د قلمي نسخو په ګډون ټولې قلمي
نسخې دې و رغوي او سکين دې یې کړي او د هغو یوه یوه کاپي دې د کندهار، ننګرهار، بلخ،
هرات او بامیانو پوهنتونونو ته ورکړي چي په اساسي توګه ورباندې کار او څېړنې وسي.
چاپ
شوي آثار
(غاړې) كاكړۍ غاړې او
څېړنه
پښتني
افكار (پښتو كيسۍ)
سپېڅلي
ګايونه (متلونه)
چيغيان
(د پښتني فولكلور يو ډول)
ګراني
ملغلري (شعري ټولګه)
پښتني
جام (شعري ټولګه)
پښتني
فولكلور
ملي
دردونه (شعري ټولګه)
غورځنګ
(شعري ټولګه)
كاكړۍ
(كاكړۍ غاړې)
ترينو
(د وڼېڅي لهجې په اړه څېړنه)
ملي
ادب (متلونه)
مزارات
(د سهېلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو مزارات)
د
كسې د لمني پښتو ژورناليزم
پښتني
نومونه
پښتو
مترادفات
فولكلوري
طب
ادبي
څېرې (انځوريزه تذكره)
د
کسې د لمنې پښتانه ليکوال (ادبي تذكره، دوه ټوكه)
پښتو
او پښتانه په سهېلي پښتونخوا كې (دوه ټوكه)
فولكلوري
سوغات (د اتڼ نارې)
فولكلوري
سندرې
پښتو
نكلونه
فولكلوري
جواهر (د ښادۍ بدلې)
د
كوشنيانو ادب
د
كوشنيانو ژبه
انګۍ
(د پښتني فولكلور يو لرغونى او په زړه پورې منظوم ډول)
منظومه
تذكره
ادبي
انځور (مقالې)
سنګر
(شعري ټولګه)
كاكړي
(د كاكړۍ لهجې په اړه څېړنه)
نثري
انځور (مقالې)
پخوانۍ
غاړې (ازادې غاړې)
غوره
انځور (شعري ټولګه)
گنجينه
ادب فارسى (فارسي مقالې)

