عبد الصمد خان اڅکزی ژوند ، جدوجهد ، ادبي او سياسي خدمات

 خان عبد الصمد خان اڅکزی چې تر مرګ وروسته د خان شهید په نوم، ونومول شو د ۱۹۰۸ز کال د جولای په اوومه نېټه د اوسني بلوچستان په ګلستان سیمه کې زېږېدلی وو. خان عبدالصمد خان شهيد د نور محمد خان زوی د سلطان محمد خان لمسی د عنایت الله خان کړوسی او د بوستان کوسی دی.په خټه اڅکزی په اڅکزي كې حمیدزی دی. د خان شهيد پلار نور محمد خان او د دويم انګرېز_افغان جنګ په دوران کې په ١٨٨٠ کې د ميوند په تاريخي ميدان کې پيرنګي ته ماتې ورکولو کې له ايوب خان سره ملګري ول او بيا چې د انګرېز په کومک عبدالرحمن د افغانستان حکمران شو او ايوب خان پيرنګيانو د پنجاب په لاهور کې نظربند کړ، نو دى لومړى د کندهار ولايت په ريګ نومي سيمه کې له شمشوزي اڅکزيو سره ننواتى شو او بيا د ګندمک تپلې استعماري لوظنامې لاندې مستعمره شوي پښين کې د خپل نيکه عنايت الله خان مېنه عنايت الله خان کاريز کې آباد شو


د خان شهید زوکړه د جولايي په میاشت په کال ۱۹۰۷م كې د ګلستان په سمي عنایت الله کاریز كې وشوه، لا ماشوم وو چې د پلار سایه یې له سره لري شوه.خو مور بي بي د خان شهید روزنه د عصري زدكړو په څنګ كښې مروجه اسلامي علوم هم له بیلو بیلو استادانو لکه نورمحمدخان، ایوب شاه ،ملا اغامحمد او نورو څخه ولوستل، خان شهید عصري ذده کړې تر اتمه ټولګې پوري په کلي ګلستان کاریز كښې وکړې په ٣٥_١٩٢٤ کې يې اتم ټولګى پاس کړ او پرمخ يې سکول پرېښود، ځکه چې ګوزاره يې تنګه وه، نو يې د مېوې تجارت ته لاس واچاوه او ددې لپاره يې سندهـ او پنجاب ته تګ راتګ پيل شو. انګرېزي يې مخ کې لا زده کول پيل کړي وو، اوس يې ښه ډېره زده کړه. نور يې د وخت د عالمانو کتابونه ولوستل او وايي، چې دلته “ايله د لوستو او پوهنې په خوند پوهـ سوم” نو په نتيجه کې يې د ملايانو او نورو خلکو د اعتقاداتو پرخلاف د پوهې (عقل) او پوهنې (علم) پر بنياد باورونه جوړ شول. د قرآن شريف يې هم ډېره ژوره مطالعه وکړه او په دې حالاتو کې يې په پښتنو کې د پيرانو او پيريانو او د هر ډول توهم پرستۍ او ددې په نتيجه کې شوکې پرخلاف پراخو هلوځلو ته لاس واچاوه، وروسته يې د مټرک.اېف اې پښتو او فارسي امتحانونه يه غیر رسمي توګه په امتیازي نمبرو پاس کړل. له خپل اکا عبدالسلام سره يې تجارت هم کولی.
نوموړي نه یواځې د پښتون ولس د ویښولو او د خپلواکۍ په مبارزې کې خپل ټول ژوند تېر کړ، بلکې دا ژوند یې د همدې سیاسي او ملتپالې مبارزې له لارې له لاسه هم ورکړ. د پاکستان له جوړېدو سره او تر هغې مخکې د خپلې سیاسي نظریې او فکر پر اساس کالونه، کالونه په زندان کې تېر کړل. خان شهيد ان دځوانۍ په مستو شپواو ورځوکښې دپښتون ولس دا نساني او رواحقوقوڅخه ددفاع اوملاتړ په خاطرهرڅه پرځان ومنل اوهميشه یې پردې مسله ټينگارکاوه چې پښتانه بايدسره يواودخپلې خپلواکی لپاره ، په يوه اواز دخپل ولس دارمانوددفاع په سنگرکښي ودرېږياودمبارزې پدې لارکښي هرډول قربانۍ اوفدا کارۍ ته تياروي، خان شهيد دهند دنیمې وچی له ازادي غوښتونکي غورځنګ سره آشناو، هغه هندوستان ته دسفرپه وخت کي چي کله بمبۍ ته په لومړي ځل ولاړی د هند له مختلفو سياسي مشرانو دهغه جملې دهند دآزادی بخښونکي جنبش له رهبر مهتاماگاندي او نورومشرانو سره وليدل اوله هغوي سره ئې نږدې اړېکې پېژندګلوي پيدا کړدغه ليدني اوکتني که څه هم د ډيري لږمودې لپاره وې خودخان شهيد پرسياسي کړونې اونظريات ئې تر اغېزې لاندي راوستل . دبلې خوادهندوستان دخپلواکی دلاري مبارزينوسره دخان شهيدغوندي دپښتون غيرتي مشر ليده کاته اويوله بل څخه ددوي ملاتړ ددې لامل وگرځيد چي دهندپه لويه وچه کښې دخپلواکي نهضت راگړندی شي ، خان شهيد د همدې سفرونو په لړ کې له باچاخان سره هم و پېژندل او دواړه په يوه خونه کې څو ورځې يوځاي ژوند کاوه.
سياسي او علمي خدمات:
خان شهید عبدالصمد خان لاپه تانده ځواني كښې وو چې د خپل وطن او قام سیاسي، ټولينز او معاشي حالات چې د پرنګي سامراج قبضې له ناوړو ستونځو سره مخ کړی وو وپامول، خو د دې پر ځاى چې خپل قام او وطن د دې ناوړو حالاتو پر رحم او كرم پريږيدي د پرنګي سامراج په مقابل كښې د مبارزې پريكړه وكړله، كه څه هم تر دې لمخه په ټوله پښتونخوا كښې د پرنګي سامراج په مقابل كښې د اذادۍ مبارزه روانه وه خو دې مبارزې یوه منظمه او سياسي بڼه نه لرله، ځکه دې سترګور افغان ته د دې كمي اندازه وشوله چې تر څو پښتانه خپلي مبارزې ته منظمه او سیاسي بڼه ور نه کړي تر هغو دې نړيوال ښامار ته ماته ورکول نه يواځي ګران كار دى بلكې په نا ممكناتو كښې راځي، دا هغه پاميدل وو چې خان شهيد په سوهېلي پښتونخوا كښې د (انجمن وطن ) نومي سياسي تحريك بنسټ کښېښودلی، وروسته يې دې سیاسي تحریک ته د (ورورپښتون) نوم ور کړلى، د سیاسي مبارزې په نتیجه كښې خان شهید عبدالصمد خان په کال (۱۹۲۹)م كښې د (دويشتو) کلونو په عمر كښې د پرنګي واكدارانو لخوا په بند محكو م شولو، له دې وروسته خان شهيد عبدالصمد خان بيا تر نيمي هم زيات ژوند لومړى د پرنګي سامراج وروسته د پاكستا ن په بندي خانو كښې تير كړى خو هيڅ كړاو، ناورین او ظلم يې مخه نه ونيوله بلكې د ژوند تر اوسترۍ ساه يې د خپل قام او اولس چوپړه ته ملا تړلې وه.
خان شهید د سیاسي مبارزې تر څنګ، د پښتو ژبې او ژبپوهنې په ډګر کې هم د خپلې پوهې او مطالعې پر اساس ډېر کار کړی دی او د لیکدود یوه نوې بڼه یې هم ایجاد کړې وه د نوموړي د لیکدود پر اساس، د نوموړي خپل نوم (خان اودل سمد خان اڅکزی) لیکل کېږي خان شهید د خبریالۍ په ډګر کې هم ډېر کار کړی وو ، علمي او ادبي خدمات: شهيد عبدالصمد خان د سیاسي مبارزې په څنګ كښې د قلم له لارې هم ډېرادبي او علمي خدمتونه کړي دي، خان شهيد لا ډېرد کم عمر وو چې د مولانا محمد علی جوهر (همدرد) نومي اخبار كښې يې لیکنې کولې، د پښتو د رسم الخط په اړه يې ډېر ګټور او بنيادي كار كړى دى خان شهید د پښتو ليك لوست لپاره خپله املا ايجاد كړله، پښتانه هغه توري چې له عربي ، فاړسي يا نورو ژبو څخه پښتو ته راغلي دي په خپلو ږغونه كښې وايي مثلاً (ص) په (س)، (ع) په (ا)، (ف) په (پ)، (ق) په (ك) او نور، د خان شهيد د رسم الخط لويه ځانګړتیا دا وه چې كوم توري به په كوم ږغ كښې ويل كېدل په هغه ږغ (صوت) كښې به ليكل كيده، که چیري پښتانه په دې رسم الخط سلا شوي وايه نو امكان دا وو چې تر ډېره بريده به د پښتو د املا ستونځې هوارې وايي، له دې پرته دې ستر مبارز او علمي هستۍ د (صمدالغات) په نوم د پښتو قاموس ليكلى دی.د شیخ سعدي (ګلستان ) او د شبلي نعماني (سیرت النبي) لومړۍ ټوک يې ډېرپه عالمانه بڼه پښتو ته ژباړلي دي، د امام غزالي (کیمايې سعادت) او د مولانا عبدالکلام ازاد (ترجمان القران) يې هم د لوړ معيار ژباړلي دي.(زما ژوند او ژوندون) چې درې ټوکه دی یو بل علمي او ادبي شاهکار دی، په دې کتاب كښې خان شهید د خپل ژوند او اوږدې سیاسي مبارزې ټوله كيسه ډېر ه په عالمانه نثر لیکلې ده.
خان شهيد عبدالصمد خان چې ټول عمر يې د خپل قام او ژبې چوپړ ته ملا تړلې وه او د وخت او حالاتو هيڅ ناروا يې مخه نه شوله نيولى د پښتون دوښمن قوتونو لخوا په ۲ دسمبر كال (۱۹۷۳)م كښې د شپې په مهال په خپل كور كښې په شهادت ورسول شو، په هغه سبا د ګلستان په لويه هديره كښې خاورو ته وسپارل شو، د خان شهید د وژنې په اړه په پاکستان کې هیڅ مقدمه، او هیڅ پلټنې هم نه دي شوې او نه هم تر اوسه دا مالومه شوه چې نوموړی آخر چا وواژه ؟ الله دي ارواښاد خان شهيد په جنت الفردوس کې ځای ورکړي. مونږ بايد چې د پښتون قام په حېث له هر قسمه سياسي اختلافاتو څخه بالاتر سو او خپل ملي اتلان او قهرمانان نه کو هير ...
تحقيق او ليک
خير محمد ترين

Share this

0 Comment to "عبد الصمد خان اڅکزی ژوند ، جدوجهد ، ادبي او سياسي خدمات "

Post a Comment