"A fiction prose narrative of considerable length"
ژباړه:
يو مناسب اوږد فرضي نثري بيان. خو ناول بطور اسم صفت د يو نوي قسم په مانا
راځي (of a new kind). د اردو نقاد ښاغلي انورجمال هم دا مفهوم داسې
اداکړى دى:
ناول: نيا)نوى( انوکها- عجيب – نمايان )جوت برسېره(.
ناول
اصل کې د لاطيني )اطالوي( ژبې ټکي Novella نه وتى دى چې لغوي معنا يې ده
"عجيبه څيز، کيسه يا يوه ټوټه خبر". نن سبا انګريزي لغت کېNovella يا
Novelette يو ورکوټي يا لنډشانتې ناولګي ته وايي.کوليئرز انسائکلوپيډيا د
ناول تعريف داسې کوي:
Novel a work of prose fiction of considerable
length in order to distinquish it from the short story and the
novelette, it is generally assumed that the novel should contain at
least fifty thousand words. It has taken so many shapes, particularly in
the last hundred years, that any more precise definition aliminate a
good proportion of the works called by the name.
ژباړه: ناول= مناسب
اوږدوالى لرونکى يو نثري افسانوي اثر، د وړې کيسې يا د ناوليټ نه د فرق
کولو دپاره دا اکثره فرض کېږي چې ناول به خامخا پنځوس زره ټکي لري. تېرکم و
زيات سلو کالونوکې ناول دومره شکلونه خپل کړي دي چې د دې يو جامع او لنډ
تعريف به ګڼ شمېر اثار چې په دې نوم بلل شي، د ناول د قطار نه و باسي.
انکارټا
ورلډ انګلش ډکشنري د ناول تعريف په دې ټکو کوي: يو افسانوي نثري اثر چې
پلاټ يې اوږد او عموماً پېچيده وي. عموماً په بابونو کې ويشلى شي چې کيسه
پکې په روايتي انداز د کردارونو د کار او خيال په ذريعه په مخ ځي. د
بېلوبېلو نقادانو د تعريفونو خلاصه داده چې ناول کې يوه داسې نثري کيسه
پکارده چې د پنځوسو زرو نه زيات توري لري، د ژوند د مسائلو ترجماني په فني
چوکاټ کې وکړي،او کردار، سسپنس، نظريه حيات، پلاټ، ماحول وغېره فني لحاظ
سره په خپل ځاى د توازن سره راشي او ورسره د ليکونکي د نقطۀ نظر وضاحت هم د
واضح پېغام په شکل کې وشي. د ناول لمن لويه ده او په لويه پېمانه د ژوند
عکاسي کوي. ناول د انساني ژوند مکمل تفسير وي چې پکې د انساني ژوند د هر
اړخ عکاسي کېدلى شي.
د ناول تاريخ
اولنۍ
افسانوي کيسۍ چې د ناول نوم ورته ورکړاى شو د ديارلسمې پېړۍ په اخر کې په
اټلى کې سازې کړاى شوې. خو په اولسمه پېړۍ کې يؤ ريښتونى ناول وليکلى شو.
دا ناول د Milne de Cervantes ( زمانه ١٥٤٧-١٦١٦ء ) ليکلى ناول Don Quixote
دى چې نن هم يو شهکار دى، اولنۍ او د هرې زمانې دپاره يو ستر ناول شمېرلى
شي. د دې نه پس فرانس، انګلينډ، جرمني، روس، ناروى او نورو ګڼو ملکونو کې
بې شمېره ښۀ او معياري ناولونه وليکلى شول. دومره حده پورې چې په نولسمه
پېړۍ کې فرانس کې د ادب غوره او اعلى صنف صرف ناول ګڼلى شو او اديب به يې
صرف هغه مصنف ته ويلو چې د ناول ليکونکى به و. او داسې شاعران او ډرامه
نګاران يې روستو پرېښودل. د شلمې پېړۍ منځ کې فرانسوي ناولونو کې د شعور
ازادانه بهير (Stream of Consciousness) او د مکالمه نګارۍ عنصر ګډ شو. او
داسې تر ننه پورې ناول کې د هيئت او د موصوع نوې نوې تجربې لګيا دي چې د
بدلېدونکو حالاتو، پيچيده ژوند، حساس ماحول او د انساني ذهن د تېزۍ او د
تخيل د اوچت پرواز تقاضې دي.
پښتو ته ناول د اردو د لوري د ترجمې په شکل کې د نولسمې پېړۍ په اخر کې راغلى دى.
د ناول فني عناصر
د
ناول د فني لوازماتو، عناصرو او اجزاء په باره کې اروپايي ناول نګار سمرسټ
ماهم ليکي:"پکار ده چې ناول يو زړه خوښوونکى مرکزي خيال ولري. کيسه تلوسه
زياتونکې وي. شروع، مينځ او خاتمه لري او خاتمه دې يې د شروع منطقي نتيجه
وي، واقعه دې امکانيت لري او دا دې صرف مرکزي خيال په وړاندې نۀ بيايي بلکې
د کيسې د مينځه دې سر وباسي".
داسې د ناول بنيادي عناصر دا دي:
١_
کيسه: د ناول بنيادي، زړۀ راښکونکى او اهم جزؤ لکه د ملا د هډوکي وي. کيسه
د بېلو بېلو واقعاتو او حادثاتو د ربط او جوړښت نه وجود کې راځي. خو د نن
سبا ځنې نقادان کيسې ته دومره اهميت نۀ ورکوي او د ناول فضا د کيسې نه
مقدمه ګڼي. د روسي ناول نګار ګوګول (Gogol) په مشهور ناولDead Soul کې
دا هډوکى غايب دى.
٢_ پلاټ: کيسه کې د بېلو بېلو روانو واقعاتو اى
حادثاتو ربط، جوړښت او د تړلو سيکم ته پلاټ ويلاى شي. پلاټ د واقعاتو د خام
مواد نه جوړېږي. زمونږ نقادان د پلاټ سست والي، ټينګ والي او د بدلون د
ګنجائش په باره کې چې څومره حساس دي او دومره ضروري عنصر يې ګڼي. خو د دې
باوجود د والټرسکاټ ( ١٨٣٢-١٧٧١ء ) شهکار ناولونه بېخي پلاټ نۀ لري.
٣_
کردارنګاري : د کردارونو معنى ده اشخاص يا وګړي. دا کردارونه کيسه يا پلاټ
په مخه بوځي. کردارونه يا جامد وي يا متحرک. لوي، واړۀ يا امدادي وي. جوت
يا د مثالي کردار نه ګرده کيسه چورلي راچورلي. ناول نګار په خپل ناول کې
کردار په دوه قسمه وړاندې کوي. تشريحي او ډرامائي. تشريحي کې ناول ليکونکى
خپل جذبات، احساسات او خيالات بيانوي او ډرامائي کې کردار د خپلو خبرو اترو
او حرکات و سکنات په ذريعه خپله پېژندګلو کوي. د ناول نګار دا کمال وي چې د
خپل کردار تخليق په دا رنګ وکړي چې د لوستونکي په ذهن دايمي نقش او ياد
پرېږدي. مثلاً اردو ناول (( توبة النصوح )) کې د ظاهر دار بيګ او کليم او د
فرانسي ناول نګار فلوبرټ ناول "ميډم باورى" کې د ډاکټر کردار.
جديدو ناولونو کې د کردارونو يا د اشخاصو په ځاى انساني جبلتونه، جذبات، نفسيات او د هغۀ د اندرون د دنيا هنګامې متحرکې وي.
٤_
منظر کشي ( فطرت نګاري): ناول کې ناول نګار د خپل قوت مشاهده او متخيله په
زور د خپل چاپېرچل، د قدرت د مناظرو او د سماج نقشه راکاږي.
٥_ مکالمه:
د کردارونو د خولو نه وتلو خبرو ته مکالمې وايي. دا مکالمې د کيسې په مخ
ته تګ کې ډېراهميت لري. کردار د خپل سماجي، سياسي، ذهني او معاشرتي حيثيت
مطابق د مکالمو په ذريعه د خپلو احساساتو او د جذباتو اظهار کوي.
٦_ د
ژوند فلسفه: کردارونه د ژوند د يوې مسئلې يا ډېرو مسئلو ښۀ او بد اړخونه او
د هغې عوامل او نتيجې را وړاندې کوي. دغې ته د ژوند فلسفه وايي.
٧_
سسپنس: ناول کې ځاى په ځاى د حيرت، تلوسې او د نويو نتيجو د اخذکولو مقامات
راځي. کامياب ناول نګار هغه وي چې دا د شک او د حيرت فضا تر اخره قائمه
وساتي.
د ناول نور اهم عناصر بيان ، جذبات نګاري، اخري نتيجه يا نکته عروج، زاويه نظر، ادبي انصاف او تصادم وي.
د ناولو درجه بندي يا قسمونه
ناول
تقريباً د ژوند په هره هغه موضوع باندې ليکلى شوى دى چې د انسان د سوچ،
فکر او ژوند سره تعلق لري. عموماً د ناول درجه بندي په دوه توګه کېږى.
1. هغه ناولونه چې ټولنيز ژوند سره تعلق لري.
2. هغه ناولونه چې ساينسي غورزو پرزو ( مهم جويۍ ) سره تعلق لري.
داسې
د ناول نن ډېر قسمونه دي: ١=اصلاحي ناول، ٢=کرداري ناول، ٣=روماني ناول،
٤=جاسوسي ناول، ٥=ډرامايي ناول، ٦=واقعاتي ناول، ٧=تاريخي ناول، ٨=نفسياتي
ناول، ٩=نظرياتي ناول، ١٠=طبقاتي ناول، ١١=د ښۀ پلاټ ناو ل، ١٢=جنسي ناول،
١٣= ساينسي ناول او ١٤= مهماتي ناول.
د پښتو د ناولونو لنډه پېژندګلو، ارتقا او فني جايزه:
د
نړۍ د ډېرو ژبو په شان پښتو کې هم ناول د کيسې يا د داستان ارتقايي شکل دى
چې د يورپي ژبو نه د اردو په لور پښتو ته راګډ شوى دى. خو پښتو کې د ناول
ابتداء د ترجمې نه شوې ده. او دا اعزاز دوه مياګانو صاحبانو ته حاصل دى چې د
اردو دوه اولني ليکلي ناولونه يې په پښتو کې ترجمه کړل. وړومبۍ ترجمه د
ډپټي نذير احمد د معاشرتي ناول مراة العروس ده چې ميا حسيب ګل په کال ١٨٧٦ء
کې کړې ده او په کال ١٩٥٧ء کې چاپ شوه. داسې ميا محمد يوسف کاکاخېل د ډپټي
نذيراحمد د يو بل ناول توبة النصوح ترجمه په پښتو کې وکړه او په ١٩٠٥ء کې
چاپ شوه. دا ناولونه اګر چې د فن په تله پوره نۀ پرېوځي خو ترجمه يې په
خوږه، روانه او معياري پښتو کې ده. او وروستو ليکلي شوي د پښتو طبع زاد
ناولونو دپاره بنيادي محرک ثابت شو. د نقش نګين (اصل توبة النصوح) د ليک
نه يو کال پس په کال ١٨٧٧ء کې قاضي عبدالرحمان او پادري لي مهر د انګرېزۍ
يو ناول نما ليک د "سير السالکين" په نامه ترجمه کړو.
د پښتو د اولني
طبع زاد ناول د ليکلو وياړ سيد راحت زاخېلي ته نصيب شو. دا په کال ١٩١٢ء کې
وليکلى او خپور شو. نامه يې ده "ماه رخ، نتيجۀ عشق". دا روماني ناول يوه
نيمګړې ريښتونې کيسه ده. د کليوال معاشرت عکاسي او مکالماتي انداز يې د
ستايلو وړ دى. د ٢٧ کلونو د انتظار نه پس افغانستان کې په کال ١٩٣٩ء کې د
نور محمد "تره کي" يو سياسي او نظرياتي ناول په "کابل" مجله کې د "بې
تربيته ځوى" په نوم په ټوکونو کې خپور شو چې د نقادانو په نظر فني او هنري
لحاظ سره نيمګړى دى.
د پښتو تر ډېره حده مکمل او د فن او تيکنيک له مخه
رهنما اولنى ناول صاحبزاده محمد ادريس د "پېغله" په نامه په کال ١٩٥٠ء کې
وليکلو. دا روماني ناول دى او د ناول ليکونکي ذاتي جذبات او احساسات پکې
څرګند دي چې نقادان يې يوه فني خامي ګڼي. دې موده کې عبدالله جان اسير هم
يو ناول "درسِ عبرت" وليکلو چې پکې يې د پښتنو د معاشرې عکاسي په ښۀ شان
کړې ده. د غلام غوث خيبري يو نيم تاريخي ناول "د ابدالي توره" په کال
١٩٥٦ء کې چاپ شو. د دې نه يو کال پس په ١٩٥٧ء کې د اشرف دراني يو روماني
جنسي چاشني لرونکى ناول "زرکې سترګې" چاپ شو. هم دا کال يو ډېر اهم ناول
"نوې چپې" چاپ شو. چې د ستر حمزه بابا د قامي، سياسي، تعليمي، تصوفي او
فلسفيانه انګازو يوه هنداره ده. په خپل وخت کې يې د نقادانو نه ښۀ د تحسين
خراج واخستو. خو نن ځنې لکير کې فقير نقادان يې د ادبي مرتبې او قدروقيمت د
راغورځولو کوشش کوي. رښتيا خبره داده چې زما ځاني علمي او فلسفيانه
موضوعات، کردارونه او مکالمې ډېرې خوښې وي. او دا واحد د پښتو ناول دى چې
ما په ډېر شوق او عقيدت سره لوستى دى. هم په دې کلونو کې د رشيد علي دهقان
ډرامايي ناول "د سرو تعويذ"، د محمد ابراهيم شبنم "خواښې انګور" او "اجړه"
او د روغ لېوني ناول "چرسي" چاپ شو. خو خوند يې ونۀ کړو او د شوقينو
لوستونکو پام يې په خپل لور راونۀ ګرځولو.
د شلمې پېړۍ اوومه لسيزه د
معيار او مقدار لحاظ سره د پښتو ناول زرين دور ؤ. خاص کر څلور نومونه داسې
دي چې دې ميدان کې يې تر ډېره حده کاميابې، نوې او زړۀ راښکونکې تجربې
وکړې. دا څلورکسان دي: (١) ميا سيد رسول رسا، (٢) ډ- شېرزمان طايزى، (٣)
نورمحمد "تره کى" اؤ ( ٤) غلام حبيب افغاني.
د رسا صاحب ناولونه: رسا صاحب پنځه روماني ناولونه ليکلي دي: ١- مفرور، ٢- شمۍ،٣- مامونۍ،٤- خودکشي او ٥- مېخانه.
د رسا ناولونو په باره کې د بېلو بېلو نقادانو رايې دا دي:
ميا تقويم الحق صاحب ليکي: