پښتو او پښتانه
پښتو او پښتانه
پښـتو ژبه دپښـتنو
ژبه ده، هغه څوک چي په دې ژبه خبرې کوي او یو له بل سره پرې پوهول او راپوهول کوي
او له نوموړي قوم سره تړاو
لري، هغه پښــتانه دي.
دا چې پښــتانه
څوک دي؟ ددې پوښتنې د حل لپاره د پښتنو د اصل او نسب په اړه له ډیر پخوا څخه
بېلابېل او ډول ډول نظریات او روایات دومره زیات او له یو او بل نه جلا او متفاوت موجود وو، چې مشهور مستشرق او پښـتو پېژندونکي (راورټي) وایي: (د هېڅ قوم د اصل او نسب په
اړه د نظریاتو اختلاف دومره نه دی لکه د افغانانو د اصل او نسب په باره کې چې دی)
.... نو همدا سبب دی چې چا پښتانه د خپلو عنعنو په روایت بني اسراییل او چا
په مغولو ور ګډ کړي دي او چا د ارمنیانو، تاتاریانو او نورو په کتار کې درولي دي،
خو د پښتنو د اصل او نسب په اړه تر ټولو عام او زوړ روایت هغه دی، چې وایې پښـتانه بني اسراییل دي او
پښـتو ژبه هم د
عربي ژبو څخه منځته راغلې ده، د دا ډول ناسمو
نظرونو وړاندې کوونکي عبارت دي له – ابوالفضل، نعمت الله هیروي، قاضي عطاءالله او
نور .......
دا خلک تر ډېره اکاډمیک تاریخ پوهان نه وو، بلکې ساده
لیکونکي او میرزایان وو، نو پدې اساس که موږ وغواړو چې ديوه قوم او يا ديوې سيمې د
انسانانو تاريخ او د هغه پېژندنه وکړو، نو بايد د هغو خلکو ژبه تر مطالعې لاندې
ونيسو، چې په تاريخي لحاظ هغه پيدا کړو. او د هغه په باب علمي دلايل وړاندې کړو. ځکه
چې ژبه دیوه قوم د هویت ترټولو غوره ځانګړنه ده، نو په همدغه دليل که موږ
غواړو چې دپښـتنو او پښـتو په باب
وپوهيږو، چې پښتانه په
کوم قوم، نژاد يا سيمې
پورې اړه لري، نو مجبوريو چې د سيمې مختلفې ژبې سره وڅيړو او
دمقايسوي ژبپوهنې دعلم په مرسته موږ دا ثابته کړو، چې دپښتو ژبې تاريخي اړيکې
د سانسکريټ، اوستا، فارسي، بلوڅي ـ اورمړي او نورو ژبو سره څنګه دي؟ څو موږ دې نتيجې ته ور سيږو چې پښتو ژبه څومره لرغونې
اوپه مقايسوي او پرتلیز لحاظ د ژبو په کوم ګروپ پوري اړه لري.
نو په دې اساس
موږ د پرتلېزې یا مقایسوي ژبپوهنې له مخې د پښتو ژبې په باب دا ويلای شو، چې
نوموړې ژبه د لغاتونو
دجوړښتونو او ګرامر له مخې يوه غني او په سيمه کې يوه بشپړه لرغونې ژوندۍ ژبه ده. که څه
هم ځینو غیراکاډمیکولیکونکیو
او میرزایانو ویلي، چې پښتو ژبه په عربي ژبه پورې اړه لري او له دې سببه پښــتانه
هم د بني اسراییلو له قوم څخه دي، مګر د ژبپوهنې او نړیوال اکاډمیک تاریخ له نظره دا ټول روایات له یوې افسانې څخه زیات ارزښت نه لري، ځکه عربي يوه جلا ژبه ده، چي د عبراني ژبو سره يې اړيکې شـته او په سامي
نژادو خلکو کې استعماليږي. چې ويونکي یې په جغرافیایي لحاظ یو څه بېل او لـرې د منځني ختيځ خلک دي. ولـې پښـتو ژبه یوه معتبره آریایي ژبه ده، چې
سانسکريټ هم ددغه (آریایي) خاندان څخه ده. دا چي پښتو ـ فارسي ـ سانسکريت ـ اوستا
ـ هندي او داسې نورې هندو
اورپايي ژبې ديوې ونې مختلف ښاخونه دي او پښـتانه هم د
نړیوالو منل شویو تاریخي آثارو له مخې آریایان دي او د یوه نامتو آریایي قوم په
توګه د نړۍ پرمخ په
خپله لرغونې مېنه شتون لري. چې د ادبیاتو او ژبپوهنې دعلم پر اساس
همدا اوس اوس هم په پښتو، فارسي، بلوڅي،
حتا اورمړي ژبو د هغو لرغونو آریایي ژبو تاثيرات جوت دي. نو په دې اساس نوموړې ژبې
اريايې ژبې دي، آريانا ته يې په يو وخت کې اريانا ويجه ويله. آریایان د
تاریخ په اوږدو کې ډیر نومیالي خلک پاتې شوي چې درانه، ښاغلي، اصیل او نجیب خلک هم
ورته وایي، د یادولو وړ ده چې د (آر) کلمه تر اوسه په پښـتو ژبه کې شتون
لري، چې د اصل په معنا سره کارول کیږي لکه د ژورنالېزم آرونه یعنې د ژورنالېزم
اصول، د پښتو په یوه کلاسیک شعر کې راځي ـ
دی له آره لوی ولي ؤ، یعنې له اصله لوی ولي ؤ، او نورداسې ځایونه.....
د ډېرو ثقه دلايلو او لرغونو اسنادو له مخې پښـتانه د همدې سيمې اصلي او دایمي او
سيدونکي وو او موجوديت يې په همدغه ځای کې ثابت دی.لکه څنګه چې په
دې باب يوناني تاریخ پوه هيروډتس په ٤٠٠ق م کې دپکتيان يا پکتويس څخه يادونه کوي. هغه ليکي: هغه خلک چي
په پکتيا يا پکتيکا کې اوسيږي، هغه غښتلي، دلاوره، ميلمه پالونکي، توریالي خلک دي، چې
دڅرمنې لباسونه اغوندي او اوږدې ږیرې پرېږدي. هیروډتس زیاتوي: (داریوش دوه تنه ددې
خبرې دمعلومولو لپاره وګومارل چې اباسیند چېرته په سمندر ور ګډېږی.دغو دوو تنو خپل
کار دکسپتیروس له ښاره او دپکتیکا له هېواده شروع کړ) ـــ همدا شان هیردوتس په خپلو لیکنو کې د (اباروتی)کلمه
راوړې، چې له (اپرېدو)
سره چې په پښتنو کې دیوې قبیلې نوم دی سمون خوري او معروف نارویژن
ژبپوهاند پروفیسورمارګنسټرن هم وایي، چې په صوتی لحاظ دا ممکنه ده چې(اپاروتی) او
(اپریدی) سره یو شی وی. په وروستیو
کې لومړنی غربي پوهاند چې هغه تېر بې بنسټه روایتونه یې رد کړل او د خپلې دقیقې او
اصولي څېړنې په ترڅ کې یې په زغرده اعلان کړه چې پښتانه آریایان او پښتوآریایي ژبه
ده (کلاپورت) نومېده. همداراز له ده څخه وروسته (برنارد ډورن) بل عالم وو چې د خپل هر
اړخیز تحقیق په لړ کې یې ثابته کړه چې پښتو ژبه له هېڅ سامي ژبې سره ارتباط نه لري
بلکې د لرغونیو اریايي ژبو سره بشپړ نږدېوالی لري. خو کوم غربي لیکوال چې پښتو یې
په لومړي ځل د هندو اریاني ژبو له هندي ډلې سره مربوطه وګڼله هغه ( رابرت لیچ )
دی، لیچ په کال ۱۸۳۹ م کې د بنګال د اسیایې ټولنې په مجله کې د پښتو ګرامر په باره
کې یو مضمون چې په حقیقت کې په لویدیځ کې په پښتو ګرامر لومړی طرحه ده خپور کړ، او
د هغه په مقدمه کې یې د پښتو او سانسګریټ د اصواتو له یوې ساده مقایسې نه وروسته
ولیکل چې ددغو دوو ژبو اصوات ښیي چې پښتو په قاطع ډول د سانسګریټ بڼه لري، تردې
وروسته زموږ پښـتنو پوهانو د خپل
ویاړلي قوم په اړه بېلابيل کتابونه ولیکل، د مثال په ډول
پروفیسور ظفر کاکاخیل (پښتانه د تاریخ
په رڼا کې) یو ستر کتاب ولیکه، پوهاند ډاکټر حبیب الله تږي د (پښتانه)
په نوم یو پوهنیز او څېړنیز اثر ولیکه. همداراز سیال مومند، دوکتورعبدالطیف طالبي، سعدالله جان برق، غوث خیبري او نورو د پښـتنو د نن او پرون په اړه غوره او منل شوي کتابونه ولیکل.
کوم مطالب چې تردې
ځایه په ډېر لنډډول یادشول، له هغو نه دا څرګنده شوه چې یو شمېر څېړونکی او معروف
پوهاند هېردوتس دپکتویک او پکتویس الفاظ له پښتونخوا او پښـتون سره یو شی بولي او وایی چې دا دوه نومونه کابو دوه زره کاله پخوا
په لرغونو یونانی آثارو کې یادشوی دی چې د آریانا او آریایانو په اړه څرګندونې
کوي.
د اريانا په دغه
قلمرو کې چې د هندوکش دغرو دسلسلې څخه پيل بيا تر بولان، تر هرات اواباسین پورې
رسيږي دلته پښتنو ژوند کړی دی.په پیړیو پیړیو د هر ډول انقلابونو سره سره په هسکه
غاړه په خپل همدغه اصلي ټاټوبي کې اوسېدلي او پښتو ژبه يې ویلې ده . پښتانه يو
غټ قوم او پښـتو نه یوازې دیوې ژبې په توګه، بلکې ددوی په منځ کې د
پت، عزت، اخلاقو، میړانې، روغې جوړې، مرستې او نورو ملي او اسلامي ارزښتونو هنداره
ده.
پښــتو او
سانسکريت:
د نړیوالو منل شویو علمي څېړنو
په رڼا کې ثابته شوې، چې پښتو او سانسکریت سره نږدې اړیکې لري او د اوستا او
سانسکریت ترمنځ پښتو د اتصال او پیوستون کړۍ بلل کېږي. که د پښتو ژبې ګرامري
قواعد، لغتونه او غږونه د سانسکریت سره پرتله شي، نو دا به هر چاته څرګنده شي، چې
پښتو او سانسکریت سره پخې اړیکې لري او دواړې سره خویندې ګنل کېږي، سانسکریت یوه
ویدي ژبه ده چې د ریګویدا کتاب هم په همدې ژبو لیکل شوی دی. پاڼیـڼي چې د اټک د
سیمې مشهور عالم او د ویدي ژبې پوهاند ؤ، ده ویدي ژبه سره سمه او مهذبه کړه، صرف
او نحوه یې ورته ترتیب کړل او نوم یې پرې سانسکریت یعنې سمه کړل شوې کېښود، چې دا
نوم بیا مشهور شو او د تاریخ حافظې ته وسپارل شو.
د پاڼيڼي آثار اوس هم شته،
پوهانو ژباړلي دي، دده د ژوندانه زمانه دری سوه کاله وړاندې له میلاد څخه شمېرل
کېږي، دده مشهور اثر (نحویات) نومېږي، چې اته برخې لري، او ورته به اشته
ادهیایا یعنې اته ویناوې ویلې.
ویل کېږي چې دا ژبه د هند په
شمالي خواؤ کې ویل کېدله، خو وروسته ددې ژبې نورې څانګې یا پراګرېتونه یا فرعي ژبې
او لهجې ورباندې غالبې شوې او دا ژبه یوازې د علم لپاره ځانګړې شوه او دپوهانو او
مذهبي خلکو به منځ کې ایساره شوه. ځینې پوهان وایي چې ددې ژبې پوهانو د مقدس والي
له مخې نه غوښتل، چې عوام او هرڅوک دا ژبه زده کړي، نو ځکه د کتابونو په منځ کې
ژوندۍ وه، خو نوره نه ویله کیدله.
ویدا چې د اریایي اقوامو زاړه
شعرونه دي، په څلورو برخو کې تنظیم شوي او ورته معلومې ترانې وایي، نو دویدا پدې
څلورو برخو کې د څلورو ډلو نومونه
راغلي دي:
۱-
برهـمن ۲- کشـتري ۳- ویـسا ۴- شـوډر
۱-
برهـمن: دا ډله روحاني او مقدسه ډله ګڼل
کېږي او تر ټولو ډلو لوړه او معتبره ده، چې پوهان یې په دعاویونکي یا نمانځونکي
سره معنا کوي. په اوسنۍ پښتو کې هم کټ مټ همدغه تاریخي اریایي کلمه د (برم) په شکل
چې معنا یې عظمت، جلال، لوړتیا او دبدبه ده استعمالېږي.
۲- کـشتري: د سرتیري او جنګیالي معنا لري، له برهمن نه وروسته
دویمه مقتدره ډله ده، چې پاچاهان او مشران له دوی څخه وو، د اکلمه هم په پښتو کې
ټنګې ریښې لري، چې د (تورکش) له کلمې سره یو شان راوځي، چې د عسکریت او توریالي
توب معنا ورکوي.
۳- ویـسا: دا دریمه ډله خلکوته ویل کېده، چې په کرنه،
سوداګرۍ، او نورو مدني او عمراني کارونو به بوخت وو.
۴- شـوډر: دا ډله تر ټولو ښکته ډله وه او په هند کې د تور
لینګانو په نوم یادېده، دوی غیرآریایان وو، ځکه دوی ذلیل او نانجیب بلل کېدل، دوی
به ډیر ټیټ کارونه کول، لکه دوبي توب، موچي توب، ګډا، کب نیونه، ډمګېرت او
نور.....
په پښتو کې د سانسکریت شوډر په
لږ تغیر سره سوډر راغلی دی، چې د نالایقه، ښکته، بې عقله، بې ادبه، او ناپوه معنا
لري.
لکه چې وایي پلانی خوشي سوډر سړی
دی یعنې ناپوه سړی دی.
ــ همدارزا په پښتو او پارسي ژبو
کې بې شمېره داسې لغتونه شته، چې له لرغونې سانسکرټ څخه یې منشا اخیستې، خو ځینې
توري په پښتوکې شته او پارسي یې نه لري، لکه: ډ، ړ ، ټ ، ڼ او د پښتو په لغاتو کې
لویه برخه لري او په سانسکرټ کې هم شته، په دې اساس ویلی شو، چې د پښتو او سانسکرټ
لغوي قرابت هم نسبت پارسي ته زیات قوي او مکمل دی، د ساري په توګه موږ د ځینو داسې
لغتونو نومونه راوړو چې په ډواړو ژبوکې شته او له سانسکرټ څخه یې سرچینه اخیستې
ده.
پښتو سانسکرټ پارسي
انګار ......................
انګار....................... اخګر
ګرېوان....................ګرېوان......................ګریبان
سالو......................سالو.......................چادرسرخ
زنانه
پتنګ....................پتنګ......................پروانه
سنګار....................سنګار.......................آرایش
تالو......................تالو........................کام
سنګر...................سنګر.......................کمین
کلال.....................کلال........................کلال
رسۍ.....................رسی.......................ریسمان
جنجال.................جنجال....................جنجال
وار ..................... وار ....................... بار (دفعه)
غر
....................ګر........................ کوه
ګڼ....................غن
....................... انبوه
او داسې نور لغتونه.....
پښـتو او اوسـتا:
هغه ژبه چې زردشتي لارښوونې پرې
لیکل شوې اوستا بلل کېږي، اوستا د زردشتېزم د مقدسو کتابونو ژبه ده، د ځینو پوهانو
په قول اوستا د (ستایش او نیایش) په معنا ده، چې موږ یې په پښتو کې یوه ټینګه ریښه
موندلی شو، لکه ستاینه، ستایوال او نور، چې د (ســـتا) ریښه پخپله په (اوســـتا)
کې په ښکاره ډول وینو.
دغه ژبه د لویې آریانا د لرغونو
ژبو له ډلې څخه ده، لرغونې آریایي ژبې هغو ژبو ته ویل کېږي چې له میلاد څخه دری
پېړۍ مخکې د آریایي اقوامو ترمنځ ویل کېدلې .
ویل کېږي چې په بخدي کې د وګړو
شمېر زیات شو، نو د وخت به ترېدو سره له دې ځای څخه ځینې آریایان نور ځایونو ته
وکوچېدل، دا کوچ یا لېږد په دریو برخو ویشلی شو:
۱ــ یو شمېر آریایان د اکسوس او اندوس د سیندونو ترمنځ په ګندهارا،
پکتیکا، اراکوزیا، سیستان اونوروځایونو کې خواره شول.
۲ ــ بله ډله آریایان له اندوس
څخه واوښتل او تر ګنګا پورې چې د هند اوسیند سیمې بلل کېږي، مېشت شول او هلته یې
ځانګړی مدنیت جوړ کړ.
۳ــ دریمه ډله له هریوا یا
اوسني هرات څخه واوښتل او د فارس په سیمه کې یې استوګنه غوره کړه، هلته یې د مادیامیدي
په نامه دولت جوړکړ او د اوستا په نامه یې د زردشتېزم د اصولو کتاب منځته راوړ. ویل
کېږي چې دا کتاب د دوولس زرو غوایو په پوستکو لیکل شوی دی، چې بیا وروسته سکندر
مقدوني دیرغل به ترڅ کې دا کتاب وسوځاوه، دې کتاب ډیرې برخې درلودې چې زیاتره پکې
د هغه وخت د مذهبي احکامو توضیح او تشریح راغلې وه.
ـــ لکه څنګه چې پښتو او پارسي
له سانسکرټ سره نږ دې اړیکې درلودې،همداسې یې له لرغونې اوستايي ژبې سره هم لري،
چې موږ یې څولغتونه په پرتلیزه توګه په لاندې ډول
راوړو:
پښتو
پارسي اوستا
نوی ......................
...نو .......................nava
ونه ....................درخت
..................vana
پینځه.................پنج....................pancha
زوم....................داماد..................zamatar
میاشت.................ماه ....................masti
نیکه ................پدرکلان...............nyaaka
یون .................رفتار، سفر..............yana
ګوته................انګشت.................angshta
نوم ...................نام ...................naman
څېره .................چهره ................. chitra
ستړی ................خسته ...............stareta
پور ..................قرض ..................para
اور ..................آتش .....................ator
سور ................سرخ .....................sokhra
او داسې نور لغتونه.....
پښـتو او
مـيدي ژبـې:
میدیان یا مادیان اریایي خلک وو،
چې له میلاد څخه یې اووه پېړۍ وړاندې په غربي ایران کې سلطنت جوړ کړی ؤ، د میدي
ژبو له نوم پرته نور څه نه دي را پاتې چې هغه له پښتو سره پرتله کړو ، یوازې د
موریخینو پلار هیروډتس له دغې ژبې څخه یوه کلمه ضبط کړې ده، هغه د (سپاکه-paca ) کلمه ده،
چې په پښتو کې د سـپـي او په فارسي کې د سګ معنا ورکوي، تاسې وګورﺉ
چې دا کلمه ددغو دواړو آریایي ژبو له اوسنیو کلمو سره څومره نږدېوالی لري.
له پورتنیو توضیحاتو څخه دا په ډاګه څرګندېږي، چې پښـتو
یوه اصیله اریایي ژبه ده او له لرغونو اریایي ژبو سره د لغوي او ګرامري جوړښت له مخې
نه شلېدونکی تړاو لري.
