د پښتنو د نسلي اساس په لړ کې د بني اسرائيليت نظريه


ژبني روايتونه

د پښتنو د نسلي اساس په لړ کې د بني اسرائيليت نظريه تر ټولو زړه او لومړۍ ژبنۍ نظريه ده. دا په لمړي ځل د مغل پاچا جهانګير (۱۶۱۲ ز.) د يو سپهسالار خان جهان لودهي په لارښوونه د مغل دربار يو منشي نعمت الله هېروي د هيبت خان کاکړ په مرسته په مخزن افغاني نومې کتاب کې وړاندې کړله. د دې نظرېې په ځايي پلويانو کې قاضي عطاالله، حافظ رحمت خان، زرداد خان، افضل خان خټک او روشن خان او په مستشريقينو کې سر ويليم جونز، اليکزينډر برنس او راورټي د يادونې وړ دي. د خوشال خان خټک د يو شعر نه داسې برېښي چې هغه هم له دې نظرېې پلوي و. د بني اسرايئليت د نظرېې تنستې په دې ډول بڼل شوي دي.
  1. ساول (طالوت ) چې د حضرت يعقوب ء په دولسو ځامنو کې د بن يامين د اولاده و ، د پښتنو ور نيکۀ و - روايت کيږي چې د طالوت له اړخه د يو شرط يا ازميښت پوره کولو نه پس طالوت خپله لور ميکل حضرت داؤد ته نکاح کړه - خو داؤد ته ېې زړه ښه نه و ، او سترګې ېې ورته خړې وې - دغه رنګ حضرت داؤد خپل کور کلی پريښود او چيرته بل ځاېې ېې پناه واخسته - خو څه موده پس طالوت د بني اسرائيل سره په خپل کړي ظلم پښيمانه شو او په خپله خوښه او رضا ېې پاچاهي حضرت داؤد ته وسپارله ، خپلې دوه اوميدوارې ښځې ېې د داؤد په پناه کې پريښودی او پخپله د کفارو په ضد غزا له لاړلو او د لسو ځامنو سره اوژل شو.
  2. د طالوت د دواړو اوميدوارو ښځو يو يو هلک ؛ ارميا او برخيا ؛ اوزيږول - داؤد د دواړو ماشومانو ښه پالنه ، روزنه او خصمانه اوکړه ، برخيا ېې خپل مشر وزير او ارمياء ېې د لښکرو سپه سالار اوټاکل - د ارمياء يو يو ځوېې اصف او افغانا پيدا شول چې بيا وروستو يو د حضرت سليمان ء وزير اعظم او بل ېې د فوځ قوماندان شو - د بيت المقد س ودانې د دغه افغانا په څارنه کې جوړه شوه -
  3. د حضرت سليمان ء د مرګ نه پس بني اسرائيل بې لارې او نافرمانه شول - او د عذاب په صورت کې پرې الله پاک بخت نصر مسلط کړو - بخت نصر په بني اسرائيلو ډير ظلم او زياتی اوکړو - او دوۍ ېې بې دريغه اوژل - په نتيجه کې بني اسرائيل په کډه کولو او وطن پريښودلو مجبور او چنګ ونګ شول - له دغه بني اسرائيلو يوې قبيلې د غور غرونو ته کډه يوړله او په دغه غرونو کې ميشتۀ شول -
  4. حضرت خالد بن وليد يو لوړ رتبه صحابي او د بنی اسرائيلو د يوې قبيلې سردار و - د هجرت په اتم کال هغوۍ د غور په غورنو کې ميشت بني اسرائيلو ته د نبي اکرم ص د نبوت زيری او د ايمان راوړلو بلنه ورکړه - په جواب کې قيس عبدالرشيد د يو پړاوي په بدرګه مدينې منورې ته راغی او د نبي کريم ص سره ېې اوليدل او ايمان ېې راوړو - د قيس عبراني نوم په عبدالرشيد واوختو - دغه قيس عبدالرشيد د پښتنو نيکۀ و - قيس د خالد بن وليد د لور ساره بي بي سره نکاح اوکړو - د مکې مکرمې د واک او قبضې اخستلو په تاريخي مرکه کې ېې ګډون اوکړو او بيرته غور ته ستون شو - د اسلام د دين تبليغ ېې شورو کړو - په کال ۴۱ هـ کې د ۸۷ اووه اتيا کاله په عمر کې په يو جنګ کې شهيد شولو - سړبڼ ، غورغشت او بيټن د هغه درې ځامن و - او د پښتنو شجره له دغه ځايه شورو کيږي -
په دې ورچاڼ کې د بني اسرائيليت د نظرېې غوره او اساسي ټکي راخستلي شوي دي - چې له دې نظرېې کوچ ګڼل کيږي - او دا نظريه په هم دې اساسي ټکو او ستنو ولاړه ده - ښاغلي بهادر شاه کاکاخيل په خپل کتاب (پښتانۀ د تاريخ په رڼا کې ) په دې نظرېې په زړه پورې او دقيق بحث کړی دی - هغوۍ د تورات او د تاريخ په حوالو سره دا حقيقت ډاګيزه کړی چې د بني اسرائيليت نظريه څه تاريخي او او ثقافتي بيلګه او بنياد نه لري او دا چې دا نظريه محض يو تصور دی او افسانه ده -
راځۍ چې د تاريخ په تلۀ دا قيصه او دعوا اوتلوو - او د تاريخ د خلې نه برغولی پورته کړو چې څه وايي ؟
  1. تاريخ د طالوت د لور ميکل او د داؤد ء د وادۀ ، د داؤد د خپل کور کلي پريښودلو او په بل ځاېې د پناه اخستلو او د بني اسرئيلو د نافرمانۍ ، خود سرۍ او د بې لارې کيدلو تصديق کوي -
  2. تاريخ دا نه مني چې طالوت په خپله خوښه او رضا پاچاهي او قدرت داؤد ته پريښی و - خپلې دوه اوميدوارې ښځې ېې د هغه په پناه کې ورکړې وې - او په خپله د لسو ځامنو سره په جنګ کې وژلی شوی وو - تاريخ وايي چې د مايوسۍ په حال کې هغه ځان پخپله وژلی و - او د مرګ نه پس ېې ځوېی اشبوست د بني اسرائيلو پاچا شو -
  3. چې طالوت ځان پخپله اوواژه ، او په ځاېې ېې زوی پاچا شو نو بيا خو بې له څه شکه دده د دوه اوميدوارې ښځو د داؤد ء په پناه کې د پريښودلو قيصه دروغ کيږي - او په دغه صورت کې د ارمياء او برخيا وجود پخپله يوه لويه سواليه نښه جوړه شي - تاريخ د داؤد د مشر وزير او د لښکرو د سپه سالار په حيث د ارمياء او برخيا تصديق نه کوي -
  4. تاريخ د ارمياء او برخيا د ځامنو آصف او افغانا د حضرت سليمان ء د حکومت د وزير اعظم او قوماندان په حيث د تقرر تصديق هم نه کوي - البته تاريخ د بني اسرائيلو د (لاوې) قبيلې د يو وګړي اصف بن برکيا يادونه کوي خو هغه د سپه سالار په حيث نه بلکه د يو منلي شوي موسيقار په حيث ياد شوی دی -
  5. بيت المقدس يو تاريخي او مذهبي حيثيت لري - تاريخ د بيت المقدس د ودانۍ ټول لوۍ واړه تفصيلات په خپله ځولۍ کې سنبال کړي دي - خو د څارنوال په حيث د افغانا په شتون غلی دی -
  6. د بني اسرائيليت د نظرېې منونکي چې په څه ډول د حضرت سليمانء د مرګ نه پس د بني اسرائيلو د بې لارې کيدلو او د بخت نصر قيصه بيانوي ، د هغې نه داسې بريښي چې د بخت نصر يرغل او چپاوؤنه د سليمان ء د مرګ نه سمدستي پس شوي و- خو تاريخ وايي چې د سليمان دور و.
د پښتنو د اصل نسل په لړ کې د يوې نه زياتې نظرېې شتون لري - هسې خو انسانان ټول د يو آدم اولاد ګڼل کيږي او په حقوقي ډول دوۍ ټول يو برابر دي - ولې د جوړښت ، يعني د ونې ، رنګ او جوسې په لحاظ يو انسان د بل انسان يا د انسانانو يوه ټولنه د بلې ټولنې سره يو څه توپير او بيلتون لري - يو ډول صفات لکه ونه ، رنګ او جوسه لرونکې ټولنه په عمومي ډول يو نسل بلل کيږي - د انساني تاريخ پوهانو او عالمانو ددې په بشپړه ډول بيلتون او درجه بندي کړې ده - په نړۍ کې سپين پوستي ، تور پوستي ، زيړ پوستي او دغه ډول نور ډير نسلونه وجود لري - د پښتنو شمير په سپين پوسته نسلونو کې راځي - بشري عالمانو سپين پوستي په آريايي او سامي دوه نسلي څانګو کې ويشلي دي - دا ويش د رنګ ، ونې او جوسې د بيلتون سره سره د خوېې بوېې ، صفتونو ، طبيعي حالاتو او ژبو د توپير په بنياد شوی دی -

 


 

نور نظرياتِ

د پښتنو د اصل په لړ کې د يو څوؤ مخايي نظريو يادول به بې ځايه نه وي - د پوهانو يوه کوچنۍ ډله پښتانه په يونانيانو پورې غوټه کوي - د پښتو ژبې نامتو ليکوال غني خان ددغه فکر پلوي و - خو دا نظريه د پښتنو او يونانيانو د شکل او صورت په څه لږ ډير يووالي ، په څو قيصو او رواياتو ولاړه ده - او د څه ډول تاريخي او ثقافتي شهادت کوټلې بدرګه نه لري -
د يو بلې ډلې خيال دی چې د تاريخ په اوږدو کې د پښتنو سيمه په بيلا بيلو وختونو کې د يو شمير يرغلګرود چپاوونو ټاټوبی پاتې شوی دی - لکه ميډی ، اشيمند (600ق م ) ، سکندر اعظم ( 326- 327 ق م ) ، موريا ( دريمه پيړۍ ق م ) ، باختري ( دويمه پيړۍ ق م ) ، سيتهين (90 ق م ) پارتين ، کيدار کوشانا ، بفتيليا ( هياطله ) ، تورکان او دغه ډول نور - ددی ټولګي باور دی چې د پښتنو تعلق ددغه بهرنو قامونو او د ځايي استوګنو د وينې د ګډون په نتيجه کې د رامينځ ته شوي نسل سره دی ، ولی لوۍ سوال دا ولاړيږي چې يرغلګر خو تل د ځايي خلکو په مقابل کې په شمير کې لږ وي ، نو دا څه رنګ ممکنه ده چې هغوۍ دې په ځايي خلکو دومره لوۍ اغيز اوکړي چې يو نسل دې بدل کړي؟ او
بياپه دغه لړ کې درې نور اساسي ټکي هم په پام کې لرل ضروري دي- د بهرنو ځواکونو يو قسم هغه دی چې د مالي ګټو په خاطر ېې په يوه سيمه چپاو کړی دی ، الغاؤ تلغاؤ ېې جوړ کړی دی ، مرګ ژوبله ېې اړولې ده ، د زولې او چور تالان نه پس خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي - لکه چنګيز خان ، هلاکو خان ، محمود غزنوي ، نادر شاه ، ګوډ تيمور او دغه ډول نور - دا ځواکونه په يوه سيمه د سيلۍ ګلۍ په شان راغلي دي او د خپل غرض نه پس هم دغه شان ستانه شوي دي - نو دا ممکنه نه ده چې په دومره لنډه موده کې هغوۍ په ځايي خلکو څه ثقافتي اغيز پريباسلی وي - دويم هغه نو آباد کار ځواکونه و چې په پردۍ خاوره ېې نو ابادياتي حکو متو نه جوړ کړي و ، خو تړون ېې مدام د خپل ټاټوبي سره و - ددوۍ غرض هم مادي ګټې او شوکې وې - دغې ځواکونو هم په ځايي خلکو څه ژور ثفافتي اغيز نه دی غورزولی ، د يو نسل پيدا کول او بدلول خو د امکانه لرې خبره ده - ولې چې د نو ابادکار ځواکونو او ځايي خلکو تر مينځ مدام يو لرې والی او يو بيلتون کرښه شتون لري - ډير په اسانه سره د هند يا د انډونيشيا مثال د بيلګې په توګه وړاندې کيدلی شي - انډونيشيا تر پيړيو پيړيو د ولنديزيانو او د پرتګاليانو نو ابادي پاتې شوې ده - خو انډونيشي وګړي هم هغه دي لکه چې وو - په رنګ ، ونه ، جوسه ، په دود دستور يا په ژبه کې ېې هيڅ بدلون نه ليدل کيږي - د بهرني ځواکونو دريم قسم هغه دی چې يوه سيمه ېې د تورې په زور نيولې ده - محلي حکومتونه ېې جوړ کړي دي - او د خپل پلرنې ټاټوبي سره ېې تړون شليدلی دی - زمانې دغه قسم ځواکونه او قامونه مدام په ځايي خلکو کې ګډوډ کړي او ورک کړي دي - د وخت په تيريدو سره دغه ډول قامونو د ځايي خلکو دود دستور ، ناسته ولاړه ، ژبه او روايات قبول کړي او خپل کړيدي - د عرب لښکرو مثالونه ځموږ تر مخې دي - دغه رنګ مغلان کم و بيش درې سوه کاله په هند د واک او قدرت خاوندان ول - ولي نن په هند کې څومره مغل ليدل کيږي ؟ لرې چيرته ځو ، پخپله د پښتنو مثال به واخلو - چې د فاتح په حيث هند ته ننواته – او پښتون هغه وړومبی فاتح و چې په هند کې ېې د باقاعده حکومت تيګه کيښوه - خو د وخت په تيريدو سره د هند دغه فاتح پخپله هندوستانی شو - په روهيلکنډهـ ، رام پور او خور و ور هندوستان کې د پښتنو زرګونه کلي آباد وو ، خو نن څوک هغوۍ پښتانۀ بالي؟ د وخت په تيريدو سره هغوۍ خپل دود دستور ، او ژبه له لاسه ورکړه او په هندوستاني تهذيب کې ولړلې شول - د يادولو وړ ده چې د تحريک پاکستان نامتو لارښود نواب بهادريار جنګ په خټه سدوزی پښتون و - او د اردو ژبې نوموړی شاعر جوش مليح آبادي په خټه افريدی و -
د پښتنو د اصل او نسب په باره کې له ډير پخوانه ډول ډول روايات او نظريات اظهار وي دي. دا روايات او نظريات دومره زيات او له يو بل نه متفاوت دي چې معروف مستشرق او پښتو پېژندونکی، هنري راورټي، وايی: (د هيڅ قوم داصل او نست په باره کې د نطريو اختلاف دومره زيات نه دی، لکه دافغانانو د اصل او نست په باره کې چې دی.) (۱)
چاپښتانه د هغوی د خپل عنعنه يي روايت په اساس بني اسرائيل بللي او چا بيا قبطيان ګڼلي دي. چا په مغلو ورګډ کړي او چا دارمنيانو، تاتارانو، هپتاليانو او ساکانو په کتار کې درولي دي. چا بيا په عين وخت کې له راجپوتانو، برهمنانو، جټنو، يونانيانو، ترکانو، عربانو او نورو سره ګډکړي دي. خو د پښتنو د اصل او نسب په باره کې تر ټولونه عام او بېخي زوړ روايت هغه دی چې وايي پښتانه بني اسرائيل دي. تر ټولو نه پخوانی تحريري سند چې ما د روايت پکې ليدلی هغه د ابوالفضل ( آئين اکبري ) دی چې له کال ۱۵۹۷ نه تر ۱۵۹۸ پورې ليکل شوی دی.
ابوالفضل کله دده خپله اصطلاح د کابل د سرکار د حالاتو په باره کې غږېږي د پښتنو د اصل او نسب په باره کې يوه لنډه يادونه کوي او ليکی چې ( افغانان ځانونه د اسرائيلو اولاده ګڼي ) پدې پسې وايي چې ( پښتانه پدې عقيده دي چې ډېر لرې نيکه يې چې ( افغان ) نومېده. درې زامن لرل چې هغه سړبن، غرغشت او بتن وو.) پدې پسې هغه پښتني ستر قبايل يادوي چې وايي د نسب سلسله يې همدغو درې وو تنو ته رسيږي.
ابوالفضل په پای کې دا يادونه هم کوي چې غلځی، لودي او نيازي د يوه عنعنه يي روايت په اساس له بلې پښې نه دي. (۲)
آخوند دروېزه هم داسې يو روايت په تذکرة الابرار والاشرار کې چې د کال ۱۶۰۳ او ۱۶۱۳ تر منځ يې ليکلی، په اختصار ثبت کړی دی. دی وايی چې افغانان د مهتر يعقوب اولاده ده چې د اسرائيلو په نامه يادېږی. د اسرائيلو يو ډېر لوی مشر طالوت ؤ. له طالوت نه دوه زامن پاتې شول چې يويې آصف نومزده او بل يې افغان. د افغانانو طايفه د همدې افغان اولاده ده . خو څرنګه چې افغانان د سليمان په غره کې اوسېدل، نو په عربستان کې سليمني بلل کيږي. (۳)
اما کوم اثر چې د پښتنو د اصل او نسب روايت لومړی ځل په تفصيل پکې صبت شوی هغه د نعمت الله هروي ( تاريخ خان جهانی و مخزن افغانی ) دی چې له کال ۱۶۱۲ نه تر کال ۱۶۱۳ پورې ليکل شوی دی. د مخزن افغانی د روايت نډيز دادی:
ملک طالوت د اسرائیلو پاچاؤ، خو دمخه له خپل مرګ نه يې د سلطنت امور مهتر داؤد ته وروسپارل. دی خپله وروسته له اوه څلويښت کاله سلطنت نه په يوه جګړه کې ووژل شو. ملک طالوت دوه ښځې لرلې او د مرګ په وخت کې يې دواړه اميندوارې وې. وروسته له څه مودې نه د دواړو کره زامن وشول. مهتر داؤد چې ددغو ميرمنو سرپرستي ورپه غاړه وه، د يوې د زوی نوم برخيا کيښود او د بلې د زوی نوم ارميا. کله چې د برخيا کره زوی وشو د هغه نوم يې آصف کېښود او کله چې د ارميا کره زوی وشو دهغه نوم يې افغنه کېښود.
وروسته له مهتر داؤد نه مهتر سليمان د اسرائيلو پاچا شو. ده د ملک د چارو د نظم او اداری کار آصف او افغنه ته وروسپاره. ددغو دوو وروڼو په تېره بيا افغنه اولاده چې په شام کې اوسېده دومره زياته شوه چې له حسابه ووته. ورسته د مهتر سليمان له مرګ نه داسرائيلو ورځ بده شوه. بخت نصر شام ونيو بيت المقدس يې وران کړ او د آصف او افغنه د اولادې دوه د سر سړي عزيز او دانيال يې له خپلو پيروانو سره بنديان کړل. بخت نصر وروسته د اسرائیلو دولس زره مهم خلک ووژل او پاتې يې له آصف او افغنه سره غور، غزنی، کابل، فيروزکوه او د کندهار شاوخوا سيمو ته فرار کړل. دافغنه اولاده په دغو سيمو کې ميشته شوه.
کله چې خالد بن وليد مسلمان شو نو دغو خلکو ته يې مکتوب وروليږه داسلام د پيغمبر د بعثت زيری يې پرې وکړ او د اسلام منلو يې ور وبلل. کله چې د افغنه او لادې ته د خالد مکتوب ورورسيد، يو شمير مشران يې مدينې ته روان شول. په دغو مشرانو کې د تني افغان تر ټولو نه ستر مشر قيص نومېده چې د نسب سلسله يې ملک طالوت او ابراهيم خليل الله ته رسېده. خالد دغه خلک د پيغمبر حضور ته وروستل.
آنحضرت له هر يوه نه دنامه پوښتنه وکړه. دبنی افغان مشر ورته وويل چې دده نوم قيص دی. حضرت پيغمبر ورته وويل :( قيص عبراني نوم دی. څرنګه موږ عرب يو نو ستا نوم به وروسته له دې عربي او عبدالرشيد وی.)
عبدالرشيد له خالد سره يو ځای په يو شمېر جګړو کې په ميړانه وجنګېد او خالد حضرت پيغمبر ته د هغه د مېړانې په باره کې معلومات ورکړل. حضرت پيغمبر عبدالرشيد ته د بتان لقب ورکړ. بتان چې وروسته پټهان شو، هغه تير ته وايي چې بېړۍ پرې تکيه وي. حضرت پيغمبر وروسته عبدالرشید خپل او يو مير انصارو سره يې بيرته غورته وليږه چې په خلکو کې د اسلام تبليغ وکړي. له قيص عبدالرشيد نه چې په کال ۴۰ هجری کې په اوه اتيا کلنۍ مړ شو، درې زامن پاتې شول . يو سړبنی، بل بيټنی او بل غغشت. نعمت الله هروي په پای کې وايی، پرته له کرلاڼونه ، د نورو ټولو پښتنو اقوامو د نسب سلسله همدغو درې وو تنو ته رسيږي او ټول د همدوی اولاده جوړوي او کرلاڼی د قيص عبدالرشيد دديني له پښته دي. (۴)
له نعمت الله هروی نه را وروسته هم ډېرو نورو واقعه نګارانو او هم خپله پتنو مؤلفينو، لکه افضل خان خټک ، حافط رحمت خان، زردار خان او حتی قاضی عطاءالله خان، پښتانه تني اسرائيل بللي دي.
خو په غربي مؤلفينو او څېړونکو کې د بنګال د شاهنشاهی آسيايی ټولنې رئيس، سرويليم جونز، لومړنی شخص ؤ چې د پښتنو د اصل او نسب دې عنعنه يي روايت ته يې د غربيانو جدی توجه ور واړوله او په يوه لنډه کۍ تبصره کې يې داسې وښود چې کيدی شی پښتانه د يهودو له نسله وي.
په کال ۱۷۸۴ کې يوه انګرېز ليکوال و هنری و نسيتارت، سرويليم جونز ته يو ليک و استاوه او په هغه کې يې ورته وليکل: ( څه موده دمخه ماته داسرار الافاغنه په نامه يو کتاب لاس ته راغی چې مولوی خيرالدين تصنيف کړی او په اصل کې دهغه يوه اثر لنډ شکل دی چې حسين ولد صابر ولد خضرت شاه قاسم سليمانی مريد...په پښتو ليکلی دی...که څه هم چې دا ليکنه دپښتنو د قومی اصالت په باره کې دواقعي تاريخ په حيث نه شي منل کېدلی خو سره له دې يې هم (انګريزی) ترجمه دراستوم او ښايی چې ستاسې ټولنې ته به په زړه پورې وي.) دونسيتارت ليک او ترجمه دواړه د کال ۱۷۸۴ د مارچ په مياشت کې دآسيايی څيړنو په دوهم ټوک کې نشر شول . کومه ليکنه چې ترجمه يې ونسيتات جونز ته وروليږله، اساساً، دهغه روايت يو څه مختصر شکل دی چې نعمتالله هروی د پښتنو د اصل او نسب په باره کې ليکلی او موږ يې لنډيز دمخه راواخيست .
ويليم جونز دونسيتارت په ترجمه باندې يوه لنډه کۍ تبصره وليکله او په هغې کې يې وويل چې ( ښايی د افغانانو په باره کې دا بيان ديوه ډېر په زړه پورې کشف سبب شی....موږ ته دامعلومه ده چې د اسرائیلو لس قبيلي وروسته له يو څه مودې سرګدانۍ نه يوه وطن ته چې ارسريت نومېده ولاړې او محتملاً هلته ميشتې شوې. اوس موږ ګورو چې د فارسی ژبې تر ټولو نه معتبر تاريخونه وايی چې پتانه د يهودانو له نسله دی او خپله افغانان هم همدا وايی. حتی ويل کېږی چې ددوی [افغانانو] د قبايلو نومونه هم د يهودو دي...که څه هم چې افغانانو د اسلام له منلو نه رادې خواته ډېر زيات کوشش کړی چې خپل اصل او نسب پټ کړي خو پښتو ژبه چې مايې يوه کشنري ليدلې ده له کلدانی ژبې سره ډير زيات ورته والی لري او [افغانانو] يوه لويه سيمه د هزارې يا هزارت په نامه ډېر کلک سپارښت کوم.) (۶)
جونز ډېر لوی عالم او هغه شخص ؤ چې لومړی ځل په کال ۱۷۸۶ کې په هغه مضمون کې چې د آسيايي ټولنې يوه غونډه کې يي ولوست، له لاتين، يونانی او جرمانيکو ژبو سره د سانسکرت تاريخي خپلوي په مسلم ډول، ثابته کړه او دده دا ابتکار يوه معاصر پوه د ژبنيو څېړنو د نوي انکشاف له څلور ډېره سترو موفقيتونو نه لومړنی ستر موفقيت وباله. (۷) ځکه نو د پښتو ژبې او ادب د څېړنې په باره کې دده سپارښت ملوک الکلام په فحوا د پښتنو او پښتو څېړنې ته د ډېرو غربی څارونکو او څېړنکو توجه ورواړوله، خو په عين وخت کې د پښتنو او پښتو د اصل او ريښې د څېړلو په برخه کې د جونز خبرې هغه عنعنه يي روايت نورهم تقويه کړ چې د پښتنو اصل او نسب يې بنی اسرائيلو ته ورکش کړی ؤ.
د جونز له تبصرې نه وروسته ډېرو غريبانو کوشش وکړ دا ثابته کړي چې افغانان له اصله يهود دي. له دغو کسانو نه ځينې لکه جورج روز په خپل کارکې دومره جدي وو چې پدې باره کې يې مستقل کتابونه وليکل. وکړې هغه الګزانډر برنزؤ.
برنز هغه انګرېز دی چې افغانانو د ( برنس ) په نامه پېژانده او په کال ۱۷۴۱ م کې له خپل ورور او يوه همکار سره يو ځای په هغې بلواکې ووژل شو چې د کابل خلکو د اشغالګرو انګرېزانو او د هغوی د لاس کوسي شاه شجاع په خلاف کړې وه. برنز د خپل هغه سفر خاطرات چې په کال ۱۸۳۲ م کې يې د هغه وخت افغانستان او بخاراته کړی، په هغه اثر کې چی ( بخارا ته سفر ) نوميږی ثبت کړی دی. دی په کابل کې د خپلو ۲يږنو په اساس دې نتيجې ته رسېدلی چې پښتانه بنی اسرائيل دي. برنز چې په کابل کې د امير دوست محمد خان له ورور نواب جبار خان سره دهغه په خپل کور کې اوسېده ليکی: ( ماله هغو يو زيات شمېر خلکو نه چې موږ د خپل کوربه کره تل ورسره کتل ، ددې متنازع فيهامسألې په باره کې معلومات ټولول چې پښتانه له اصله يهوز دي. دغو خلکو ماته خپل کتابونه راوړل ، مګر مايې د لوستلو وخت نه لاره او ورنه غوتل مې چې شفاهی معلومات راکړي. برنز واي: ( افغانان ځانونه بني اسرائيل يا د اسرائيلو اولاده ګڼي....او وايی بخت نصر د بيت المقدس له سقوط نه وروسته، دغور په ښار کې ميشته کړي دي.....وروسته تردې چې د افغانانو عنعنه او تاريخ مې په ډېر دقت ثبت کړ، زه ددې دپاره هيڅ دليل نه وينم چې د هغوی خبره ونه منم. ښايی چې د تاريخي وقايعو په ترتيب کې به يې څه خطاوې موجودې وي او ځينې تاريخونه به يې د تورتت له متن سره اړخ نه لګوی..[خو] د افغانانو څېرې د يهودانو دي او خپله هم وايې چې د يهودانو له نسله دي. افغانان له يهودانو سره ډير کلک تعصب لري او پرته له يوه په ځای دليل نه ځانونه د يهود انواولاده نه ګڼي......څرنګه چې د اسرائيلو ځينې قبايل شرق راغلي، نو ولې موږ دا ونه منو چې افغانان د هغوی اولاده ده ، خو اسلام يې منلی دی.) (۸)
برنز په کابل کې له امير دوست محمد خان سره هم پدې موضوع غږېدلی دی او امير هم داسې ښودلې ده چې پښتانه له اصله يهود دي.
برنز په خپل يوه بل اثر کې چې په کال (۱۸۴۳) کې د (کابل) تر عنوان لاندې خپور شوی او افغانستان ته دده ديوه بل سفر (۱۸۳۶-۱۸۳۸ م) خاطرات دي، ليکي کله چې ده له امير دوست محمد خان نه د پښتنو او يهودانو قومی ارتباط په باره کې پوښتنه وکړه، امير داسې ورته وويل چې (موږ د خپل ورور کونډه کوو او خپلې لورته ميراث نه ورکوو نو ولې بهيهود نه يو.) (۹)
( يهودان د خپل مذهبی اصل پربنا د خپل ورور کونډه دې ته نه پرېږدي چې بل څوک وکړي او لور د ميراث مستحقه نه ګڼي.)
ويليم مور کرافڼ هم چې د نولسمې پېړۍ په اوايلو کې (۱۸۱۹-۱۸۲۵ م) د هغه وخت په افغانستان او اوخوا ملکونو کې ګرځيدلی دی، پښتانه يهودانو ته ورته بولی. دی کله چې د خيبر دپښتنو په باره کې غږيږی ، ليکی چې (ويل کيږی د خيبريانو شمېر ډېر زيات دی او عمدتاً په غرونو کې اوسيږي. دوی په غرنيو خلکو کې ډېرۍ دنګې ونې لري او څېرې يې بيخي د يهودانو دي.) (۱۰)
کله چې مور کرافټ تر دې نه لږ وړاندې دجمرود دافريدو په باره کې غږيږی، ليکی:(قاضی يې چې بيخی يهودی غوندې ښکاريده، له خپلو يو شمېر عزيزانو سره پېښور ته زموږ ليدلو ته راغلی ؤ) (۱۱)
چارلز مېسن يو بل پخوانی انګريز سياح دی چې پښتانه يې په خپله سفرنامه کې اسرائيل بللي دي. دی وايی د پښتنو د اصل او نسب په باره کې بايد هغو مختلفو عنعنو ته مراجعه وکړو چې يا دوی خپله ساتلي او يا هغو مؤرخينو ثبت کړي چې ددوی په باره کې يې څه ويلي دي.پدې پسې دی يو شمېر روايتونونه په لنډ ډول يادوي او بيا ليکي:
( يو بل روايت پښتانه د هغو يهودانو اولاده ګڼي چې د خلفاوو له يوه جنرال خالد سره ملګري شوي وو. ښايی دا خبره د خيبر د قبيلو په برخه کې رښتيا وي. دوی په داسې يوه ځای کې اوسي چې د عربستان د يوه سنګر يا موضوع [خيبر ] نوم يې ورباندې ايښی دی. ددغو پښتنو څڼې په ځيؤ لحاظونو د يهودانو څڼو ته پاتې کېږي او که يې کوم يهود وويني نو هرو مرو به يې عزيزان وبولي.) (۱۲)
يو بل انګريز چې پښتني سيمې ته تللی او د خپلو مشاهداتو په نتيجه کې يې داسې ښودلې چې افغانان بيخي يهودانو غوندې ښکاري، هغه يو صاحب منصب دی. دا صاحب منصب په هغه يوه لیک کې چې د کال ۱۸۵۲ م د جنوری په شلم يې ليکلی دی، ليکي: ( څنګه چې له اباسيند نه تېر شوم،نو کتل مې چې د خلکو څېرې کټ مټ [ ديهودانو وې] . نه يوازې دا چې د خلکو څېرې ( د يهودانو وې )بلکه ټول حالات سړی دې ته وربولی چې دوی [ د يهودانو ] دلسو قبيلو اولاده وګڼي. دوی ځانونه بني اسرائيل بولي.......او افتخار پرې کوي. پداسې حال کې چې د نورو مسلمانانو دپاره تر دې نه ستر سپکاوی نشته چې يهود وبلل شی (۱۳)
اما يو له هغو کسانو نه چې د پښتنو او يهودانو اصل او نسب په باره کې يي مستقل کتاب وليکه هغه جورج روز دی. دی پدې اثر کې چې عنوان يی ( افغانان، لس قبېلې او د شرق سلطانان) دي او په کال ۱۸۵۲ کې خپور شوی دی، کوشش کوي په دلايلو او اسنادو داښيي چې د اسرائيلو لس قبيلې ورکې شوې اوله خپلې اصلی مينې نه په بله خوا تللې دي. پدې پسې ښيی چې دغه لس قبېلې په نهايت کې افغانستان ته تللی او پښتانه دهمدغو لسو قبېلو اولاده ده . (۱۴)
روز د پښتنو او يهودو په ارتباط لومړی هغه مطالب د استشهاد دپاره را اخلي چې الګزانډر برنزد پشتنو د يهوديت په باره کې په خپله سفرنامه کې ثبت کړي دي او ځينې ټکی يې موږ د مخه را واخيستل. روز د برنز خبرې ډېرې معتبرې ګڼي او يو دليل يې هم دابولي چې برنز له امير دوست محمد خان سره ډېر نژدې او دوستانه روابط لرل اوپه کابل کې د امير د يوه ورور کره اوسېده او ځکه نو افغانانو، نه يوازې د خپل اصل او نسب په باره کې دقيق شفاهی معلومات ورکړي،بلکه خپل کتابونه يې هم ور وړي دي. روز وروسته له دې چې دبرنز له سفرنامې نه هغه عنعنه يي روايت را اخلی چې پښتانه يهود ګڼي ليکی: ( پدې ډول موږ ته معلوميږی چي افغانانو برنز ته ويلی دي چې دوی تر هغه وخته یهود وو څو چې مسلمانان شول.) (۱۵)
روز پدې پسې د ترنز خبره تکرار وي او وايي که پښتانه په رښتيا هم له اصله يهود نه وي نو هيڅکله به يې ځايونه تني اسرائيل نه وی بللي، ځکه افغانان د نورو مسلمانانو په شان له يهودانو نه ډيره کرکه کوي. (۱۶)
روز بيا يو شمېر تاريخی واقعيتونه يادوي اوليکی:
( پښتانه د يوه خپلواک ولس په توګه په هغو سيمو کې ژوند کوي چې ټول روايا يې له قديمترينو وختونو نه د همدوی ټاټوبی بولي. دوی د فارس سلطان وو او په کلونو کلونو يې پرهندواکداري کړې ده.) ځکه نوروز وايي پدې حساب يوازې پښتانه ددې وړ دي چې هغه د شرق سلطانان وبلل شی چې د يهودانو په ډېر زاړه مذهبی کتاب کې يې يادونه شوې ده. (۱۷)
روز په نتيجه کې وايی: ( آينده يوازې خدای ته معلومه ده...خو دراټولو شوو شو اهدو په اساس ، يقين ته نږدې ګومان دادی چې افغانان داسرائيلو لس ورکې شوې قبېلې او شرق سلطان دی.) (۱۸)
روز ددې ترڅنګه د ځينو ليکوالو هغه خبری هم چې وايي پتانه بنی اسرائيل نه دي، يادوي او کلک مخالفت ورسره کوي.
روز په پای کې دژبې خبره يادوي او وايی داڅه عجيبه خبره نه ده چې پښتنو دې خپله اصلی عبرانی ژبه با يللې وي. ځکه دی وايي کله چې د يوه ولس يو څو قبيلی له خپل ملک او خلکو نه جلا او په يوه بل ملک کې د يوه غښتلی او ګڼ ولس په منځ کې ميشتې شی، هلته نو بيا داڅه د تعجب خبره نه ده چې دغه قبيلی خپله ژبه بايلی. روز خبرې ته دوام ورکوي او وايي حتی يو غښتلی او فاتح قوم هم خپله ژبه په ډېره دآسانۍ بايللی ی. (۱۹)
يو بل ليکوال چې د پښتنو او يهودو داصل په مسأله يې ځانته کتاب وليکه هغه د پښتو ژبې او پښتنی اقوامو او تاريخ څېړونکی، هنری واټربيلو،دی داکتاب ښايسته اوږد عنوان لري او هغه دادی چې( دافغانانو په باره کې يو نوی سوال يا دا چې پشتانه رښتيا هم اسرائيل دي او که بل څوک؟)
متأسفانه موږ ته ددې ليکنې په وخت د بيلو داکتاب لاس ته رانه غی.خو هغه په دوو کتابونو کې هم چې ديوه عنوان يې دافغانستان دقوم پېژندنې مطالبه ده او ديوبل عنوان يې دافغانستان طوايف دی، پدې مسأله غږېدلې دی. بيلو پدې دواړو کتابونو کې هغه عنعنه يي روايت چې پشتانه بني اسرائيل ګڼي را اخيستې او په ضمني او يا صريح ډول يې د تائيد سرورته خوځولی دی.
بيلو پدا اول کتاب کې يو ځای ليکی چې افغانان د هغوی د خپلې عنعنې په اساس د هغو اقوامو په جمله کې راځي چې اسلام يې په خپله خوښه منلی دی او څرنګه چې افغانان په افتخار ځانونه تني اسرآئيل ګڼي دا ددې معنا لری چې ددوی دا ادعا به غالباً رښتيا وي چې اسلام يې ددغې سيمې له نورو اقوامو نه دمخه منلی دی. ځکه ددوی اصل مذهب يهنې يهوديت، اسلام ته ډېر ور نژدې دی. (۲۰)
بيلو پدابل اثر کې هم هغه عنعنه يی روايت ته د منلو سر ځولی چې دپښتنو داصل او نسب په باره کې معمول دی او دتائيد دپاره يي ځينې تاريخي ټکي هم ياد کړي دي. بيلو دلته ليکي چې افغانان ځانونه بنی اسرائيل ګڼی او وايی چې اصلاً بخت نصر له شام نه داسيرانو په حيث غور ته بوولی او هلته يې ميشته کړي. دی وايي دا خبره تورات هم تائيدوي او اسرائيلو هغه لس قبيلې چې اسيری شوې وې. وروسته وتښتېدې او داسريت ملک ته يې پناه يووړه او ارسريت نننۍ دهزاره سيمه ګڼل شوې ده. بيلو داهم وايي چې په طبقات ناصری کې راغلی دي چې دغور دشنسبانی کورنۍ دواکدارۍ په وخت کې په هغه ځای کې يو ولس اوسېده چې بنی اسرائيل نومېده او ځينو يې له شاوخوا ملکونو سره ډېر زيات تجارت لاره. (۲۱)
پدی ډول بيلو هم هغه عنعنه يي روايت چې پښتانه له اصله بنی اسرائيل ګڼي تائيدوي. خو دی ځينې پښتانه بنی اسرائيل ګڼي مګر ډير نور يې بيا په نورو طايفو مثلاً برهمنانو، راجپوتانو، جټانوو يونانيانو، هفتاليانو ، ساکانو ياسيستيانو، مغولانو، ترکانو،عربانو،ارمنيانو او نورو ورګډوي.
بيلو تر ټولو زيات پښتنی قبايل او قومونه په راجپوتانو پورې تړي. دی دراجپوتانو دو دونه، عنعنات، اخلاق او ډېر نور اجتماعی خصوصيات په ښايسته تفصيل يادوي اوله پښتنو سره يې يو شی بولی.
بيلو د پښتنو او راجپوتانو د اصل او نسب د ارتباط په باره کې دومره وړاندې ځی چې ځينې پښتنی فبايل او دډيرو قبايلو اکثره اقوام په راجپوتانو پورې تړي. مثلاً دی دبيټنی قبيلې د خرشبون پښه په څلور پنځوس قومه ويشی او بيا وايي چې ددغو قومونو د تقريباً نيمايی نومونه.( واضحاً راجپوت او يا هندي دي.) (۲۲)
ښايی چې د بيلو په خبرو کې به ځينې داسې ټکي هم وي چې د يو څه غور ارزښت ولري.مګر اکثره خبری او حکمونه يې بيخي له احتماله لرې حدسياتو ، بعيدو قياساتو او د الفاظو او نومونو پداسې صوتی مقايسه بنادي چې په ژبنيو مطاعاتو کې د عاميانه اشتقاق اللغه په نامه ياديږي او د اصواتو د مقايسه يي او تاريخی مطالعې له نظره دومره اعتبار نه لري. بيلو د تاريخی او اجتماعی مطالعاتو اصولو ته هم پوره اعتنا نه ده کړې. مثلاً کله چې دی د يوه پښتنی قوم نوم دراجپوتانو، برهمنانو او ياکوم بل تاريخی سابقه هيڅ بحث نه کوی او دانه ښيي چې دغه پښتني قوم څه وخت او څنګه پدې نامه يادشوی دی.په نتيجه کې دی ډېر داسې قومونه چې اسلامي نومونه لري، په لرغونو غير اسلامی طايفو پورې تړي او نومونه يې هم فقط د ځينو سطحی شباهتونو پر بنا ددغو اقوامو له نومونو سره يو شی بولی ، که څه هم چې پدې باره کې هيڅ دليل او شاهد نشته چې دا اقوام به له څو سوه کاله نه پخوا پدې نومونو ياد شوي وي. علاوه پردې بيلو کله کله په اصطلاح له پچې نه پېچومی جوړوي. مثلاً دی، د طبقات ناصری په حواله ليکی چې په لوغونی غور کې يو ولس اوسېده چې بنی اسرائيل نومدېده او ځينو کسانو يې له شاوخوا ملکونو سره ډير وسيع تجارت ؟؟.
خو کوم مطلب چې پدې ارتباط په طبقات کې راغلی دهغه په هيڅ برخه کې هم دانه دي ويل وي چې په غور کې د يهودانو کوم ولس اوسېده. په طبقات کې يوازې په يوه يهود خبرې شوې دي او لنډيز يې دادی:
په غور کې يو يهودی ؤ چې دامير بنجی ملګری ؤ . يوه ورځ دغه يهود چې ډېر زيات ملکونه او د هغوی دواکدارانو دربارونه يې ليلي وو اوله درباري آدابو سره ډېر ښه بلدؤ، امير بنجی ته وويل چې که زه داسې لارې چارې دروښيم چې د اسلام خليفه هارون الرشيد خوشحاله کړې او هغه ټول غور در کړي نو ماته به بيا دومره يو ځای راکړې چې يو شمېر بنی اسرائيل پکې دېره کړم. امير بنجی له يهودي سره دا خبره ومنله. دواړه د هارون الرشيد دربارته ولاړل. خليفه د امير بنجی له سلوک نه دومره خوښ و چې ټول غور يې ورکړ. (۲۳)
د طبقات ددې روايت په برخه کې دوه ټکی د يادولو وړدي. يو داچې دا روايت اصلاً د افغانستان په اساطيرو کې راځی او دومره ارزښت لري. بل دا چې طبقات ناصری په صراحت يوازې په يوه يهود غږيږی او وايي همدې يوه يهودي آرزو لرله چې نور يهودان هم غور ته ورولي.
هنری راورټی هم پښتانه د يهودانو له نسله بولي.دی په هغه مضمون کې چې د پښتنو او پښتو د اصالت په باره کې يې ليکلی او په کال ۱۸۵۴ کې يې د بنګال د شاهنشاهی ټولنې په مجله کې خپور کړی او بيا يې له خپل پښتو ګرامر سره د مقدمې په حيث يو ځای کړی دی، اوږد بحث کوي او ليکی چې پښتانه خپله ځانونه د يهودانو له نسله بولي. پدې پسې وايی دا مطلب د سدوزو د قبيلې په يوه تاريخ کې ، چې پدې وروستيو وختو کې دده لاس ته ورغلی دی او تذکرةالملوک نوميږی په بهترينه طريقه بيان شوی دی. راورټی وايی دا اثراته ټوکه او جمله ۶۳۰ مخه دی. د کتاب هر مخ ۱۷ سطره لری او په پښتو ژبه ليکل شوی دی . دی وايی دا کتاب ډ
ېر نايابه دی. راورټی د کتاب ديباچه او مقدمه ترجمه کړې او په همدې مضمون کې يې ځای کړی دی.
د تذکرةالملوک په مقدمه کې هغه عنعنه يي روايت په ښايسته تفصيل راغلی چې پښتانه تني اسرائیل بولي. راورټی وروسته ددغې مقدمی له ثبتولونه وايی: (علاوه پر هغه اثر چې مايې لنډير دلته راواخيست په ډېرو معتبرو آثارو کې دا ثابته شوې ده چې افغانان اصلاً ددغه ملک نه دي چې دا اوس پکې هست دي، بلکه [په لرغونو زمانو کې]له لوېديځې آسيانه په ورو ورو ورته راغلي دي او دا څه ناممکنه خبره نه ده.ښايی چې مختلفو عواملو د پېرويو په تېريدلو هغوی دې ته مجبور کړي وي چې د بيت المقدس له شاوخوا سيمو نه مهاجرت وکړي) (۲۴)
راورټی وروسته د خپل پښتو قاموس په مقدمه کې په زياتره صراحت او قاطعيت دا حکم کوی چې پښتانه بنی اسرائيل دي. دی ليکی:
( وروسته له کامل غور نه غواړم دا نتيجه واخلم: له هغه نژدېوالی نه چې ما د پښتو او سامی او ايرانی ژبو تر منځ وښود ، له هغو متعددو رواياتو نه چې پدې باره کې موجودديو د حضرت يعقوب داولادې له هغو دودونو نه چې د يهودانو له اسارت نه پنځه ويشت پېړۍ راوروسته هم په افغانانو کې رايج دي، له دې نه چې ددوی [افغانانو ]څېره له بل هر ولس نه په قاطع ډول نوپير لری ،ددوی [افغانانو ]له ينډی او حتی يوبل سره غدر نه ، د تجارت په کار کې ددوی له ځير کۍ نه اوله ګټې سره ددوی له مينې او له هغو متعددو ثبوتونو نه چې موږ يې پدې باره کې لرو چې دوی په تدريج سره د آسيا له غرب نه وړاندې تللی دی -زه غواړم دا نتيجه واخلم چې افغانان د يهودانو د[لسو] قبيلو بقايا دي.) (۲۵)
د يهودانو په دايرةالمعارف کې هم راغلي دي چې پښتانه د خپلې عنعنې په اساس ځانونه د يهودو دلسور ورکو شوو قبيلو اولاده ګڼي. پدې پسې په دايرةالمعارف کې هغه مطلب په ډيره انډډول را اخيستل شوي چې بيلو په غور کې د يهودانو د موجوديت په ارتباط د طبقات ناصری په استناد ليکلی او موږ دمخه پرې وغږيدو.
د يهودانو دايرةالمعارف داهم ليکی چې ويل کيږی کوم د يهودانو معبد چې کنډوالې يې په کابل کې موجوددې دي، دهغه تاريخ د بخت نصر وخت ته رسيږي. (۲۶)
په ځينو آثارو کې بيا پښتانه قبطان او دفرعونانو له نسله ګڼل شوي دي او دابوالفضل، آئين اکبری بيا هم لومړنی ليکل شوی اثر دی چې دغه راز يو روايت پکې راغلی دی. ابولفضل کله چې دده په خپل قول د کابل دسرکار په بحث کې د پشتنو په اصالت غږيږي دا روایت يادوي خوبې اساسه يې بولی. دی ليکی:
( ځينې وايی افغانان قبطیان دي او کله چې اسرائيل له بيت المقدس نه مصر ته ولاړل، دغه خلک [يعنی افغانان] هندوستان ته راغلل..........داډير اوږد بحث دی او زه دلته ورنه تيريږم خو يوازي دومره بايد وويل شي چې دا هسې يوه خيالی افسانه ده.) (۲۷)
فرشته بيا دغه شان يو روايت ديوه بل اثر په حواله په خپل تاريخ کې ثبت کړی دی . دی ليکی:
(ما په مطلع الانوار کې چې يوه منلی مؤلف ليکلی او ماته ددکن د کانديش په يوه ښار ګوټی کې لاس ه راغی، لوستي دي چې افغانان فوعون الاصله قبطیان دی. کله چې موسی پيغمبر هغه کافر (فرعون)ته ماته ورکړه او په سره بحيره کې غرق شو، ډيرو قبطيانو د يهودانو دين ومانه. خو نورو يې چې سر تنبه او خودارايه وو، رښتينی دين ونه مانه او له خپل ملکه وليږديدل هندوستان ته ولاړل. په نهايت کې د سليمان په غرونو کې ميشته او د افغانانو په نامه یاد شول.) (۲۸)
فريدالدين احمد هم په رسالهءانساب افاغنه کې وايی پداسې معیاری آثارو کې، لکه تاريخ افغانی، تاريخ غوري او نور، راغلی چې اکثره پشتانه اسرائيل دي، خو ځينی يې بيا قطبيان دی. (۲۹)
داسې ښکاری چې دانساب افاغنه یوه نسخه د معروف انګرېز مؤرخ، جان ملکم لاس ته هم ورغلې وه. دی پدې ارتباط ليکی:(زه دافغانانو دتاريخ یوه قلمی نسخه لرم. ددغه تاریخ مؤلف دافغانانو دوه نور تاريخونه، چې يو يې دافغانانو تاريخ دی اوبل يې دغور تاريخ، يادوي او وايی له دغو دوو آثارو نه داسې کاری چې افغانان قسماً ځانونهد مصر دقبطيانو له نسله بولی او قسماً داسائيلو له نسله.) (۳۰)
اما په ځينو هغو آثارو کې چې په افغانستان او ايران باندې د چنګيز له يرغل نه وروسته ددغې سيمې د حالاتو په باره کې ليکل شوي، افغانان او يو بل قوم چې جرمابلل وی او معمولاً له افغانانو سره څنګ به څنګ ذکر شوی، له مغلو سره خلط شوي دي. (۳۱)
له دغو آثارو نه يو ډېر پخوانی د محمود کتبی تاريخ آل مظفر دی چې په ځينو قلمی نسخو کې دحمدالله قزوينی له تاريخ ګزيده سره یو ځای راغلی او د تاريخ ګزيده جز بلل شويدی. تاريخ آل مطفر په کال ۸۲۳ کې تصنیف او په کال ۱۳۳۵ کې د؟؟؟په همت په تهران کې خپور شوی دی . پدې اثر کې افغانان او مغل بيخی سره ګدوشوي څه چې ډير ځله بيخی يو شی ګڼل شوي دی ، لکه دا چي ( عمادالدين محمود.......ددار ابجرد په سيمه کې دهری طايفی عسکرو راټول کړل او اوغانی او جرمايی مغلو ته يې هم بلنه ورکړه(۳۲) یو بل ځای وايي: (پدغه وخت کې چې اوغانيانو او رومانيانو حرکت کاوه، نو روزيان چې هغوی هم مغول او دکرمان په ګرمسير اوسرد سير کې ميشته او له دوی سره همسايه دی، هيڅکله هم خپل اخلاص پرې نه ښود او ځکه نو په ارمان پاتې شول.) (۳۳)
وروسته بيا ليکی: (اوغانيانو جالغ (۳۴) لاره او د مغلو له دود سره سم يې دهغه پرستش کاوه او دبتانو په نامه ي قربانیۍ کولی. (۳۵)
د مي خواند دروضةالصفا په متن کې هم دال مظفر د پېښو د بيان په ترڅ کې افغانان او جرمايان په ډاګه له مغلو سره ګډشوی اوداسې پکې راغلی دی: (امير محمد......کرمان ته راغی او وروسته له څو ورځو نه خبرونه راغلل چې اوغان او جرما مغوليانو دوليت په شاوخوا کې بغاوت او چورپيل کړی دی...) (۳۶)
د روضةالصفا دچاپ وې نسخې دعناوينو په فهرست کې هم افغانان او مغول سره ګډ شوي دي، خو زه پوهيږم چې دا فهرست د مؤلف دی اوکه د ناشر. لکه څنګه چې ډورن دمخزن افغانی په يادداشتنو کې راوړی دي، عبدالرزاق سمرقندی بيا څوڅو ځايه افغانان او جرمايان له ترکانو سره ګډ کړي دي. يو ځای لیکی:( امير مبارزالدين مظفر....پدې فکر چې ښايی اوغان او جرمای اتراک به دهغه تر مظفرانه بيرغ لاندې راټول شی،دبم په لاره ولاړ او دجيرف په دښته کې يې واړول.) (۳۷)
يو بل ځای ليکی چې شاه شجاع پدې پسې شو چې دافغان او جرمای پوځ تباه کړي.(دوی ترک نژاده دي.) بيا ليکی:امير سيور غتمش داقوي احتمال ګاڼه چې سرګردانه قبايل او ترک افغانان ورسره يو ځای شي.) (۳۸)
پدې ډول يو شمير مؤرخینو ديوې خاصې دورې دوقايعو دبيان په ترڅ کې افغانان په وضاحت له مغولو او ترکانو سره ګډکړي دي. پدې باره کې موږ دهمدې فصل په يو ديرشم ياداشت کې يوه لنډه تبصره کړې ده. ځينې اروپايان بيا دارمنيانو په يوه عنعنه يي روايت پسې تللي دي او افغانان يې له ارمنيانو سره ګډ کړي دي. کوم اروپايی ليکونکی چې دغه روايت يې تر ټولو نه دمخه ثبت کړی هغه کروسنسکی دی.کروسنسکی چې اصلاً پولنډی دی له کال ۱۷۲۰ نه تر کال ۱۷۲۵ پوری په اصفهان کې يې د پښتنو دفتحې او دصفوی دولت دسقوط حالات په سترګو ليدلی اوياد داشت کړي دي. دايادداشتونه په حقيقت کې دهوتکو د تاريخ يوازينۍ معتبره اصلي منع ده. کروسنسکی د خپلو ياداشتونو به اوله برخه کې دافغانانو په اصل او نسب يو لنډ بحث کوي او پدې ضمن کې ليکی چې د افغانانو تاريخ (بيخی مبهم دی او دا معلمه نه ده چې دوی اصلاً دشيروان يا هه ولايت دی چې دکسپين د بحيرې په خواکې داغستان ته ور څرمه ، پروت دی او که د هغو دښتو چې له دغه ولايت سره هم سرحده او له باب البواب نه هاخوادي اوکه لرغونی کسپي دي او ياددغه ملت يوه څانګه ده. په هر صورت کله چې [ګوډ] تيمور فارس او نور ګاونډي ملکونه تالا کړل نو دغه خلک يې يوه لرې ملک ته چې د فارس او هند ترمنځ پروت دی، ولېږدول چې هم له ټولو يرغلونو نه په ارمان وي او هم نور تاوانی نه شي. ځينې مؤرخين پدې عقيده دي چې دا ولس هغه وخت له ارمنستان نه راوتی دی چې دشيروان ولايت دالبانيا په نامه يادېده او خلک يې البانيايان بلل کېدل......دشېروان او کره باغ په سيمه کې دلويو لارو ساتونکی اغوانيڅ بلل کيږي چې دارمنيانو په ژبه کې يې معنا د افغانانو مشر دی او د ګيلان په سرحد کې...ارمنيان ځانونه اغوان ليک ګڼی او پدې نامه ډېر وياړي.ډير امکان لري د[افغانستان] دکندهار نوم وروسته له هغه چې دوی [افغانان] پکې ميشته شول، د کنډسار Kendsar له نامه نه جوړ شوی وِ او ځينې مؤلفين کنډسار هغه ماڼۍ ګڼي چې ستر سکندر جوړه کړې وه...کله چې افغانان له ارمنيانو سره اوسېدل نوبې شکه دهغوی په دود او مذهب وو. خو کله چې له خپلې اصلی خاورې نه لرې شول او له هندیانو سره ګډشول نو په ورو ورو يې اسلام ومانه. حتې په اوس وخت کې هم چې [افغانان] ډوډۍ پخوي په یوه خوايې دصليب علامه کاږي او دا ددوی ارمنی عنعنه ده چې تر اوسه يې ساتلی ده . دوی د خپلو پلرونو او نيکونو په پيروي له چور او چپاو نه خوند اخلي او هند ته دنږدې والي له امله يې له جنګ سره عادت پيدا کړی دی.) (۳۹) د کروسنسکی د پورته عباراتو په باره کې څوټکی ديادولو وړ دي. يو داچې دا پورته مطلب ددوسغ سيو دفارس دانقلابونو په تاريخ کې چې اساس يې دهغه دليکوال په قول دکروسنسکی خاطرات دي، په يو څه تفاوت ثبت شوی دی. بل دا چې کوم اثر چې موږ داپورته مطلب ورنه را اخيستی په هغه کې،دافغان کلمه په همدا خپل شکل يعنې افغان ليکل شوې ده.مګر ددوسغ سيو دفارس په انقلابونو کې دافغان کلمه دکتاب له سره تر پايه پورې د (اغوان) په شکل ليکل شوې ده او ښايي ددې خبرې دليل دا وي چې کروسنسکی افغانان له اصله ارمنیان بولي او ارمنيان لکه څنګه چې وروسته به وليدل شی، له ډير قديم نه د(اغوانانو)په نامه ياد شوي دی. درې يم کروسنسکی وايي چې ګوډ تیمور(افغانان)له يروان نه داسې يوه ملک ته وشړل چې دفارس او هندوستان تر منځ پروت دی. خووروسته هم په همدې اثر کې او هم د فارس دانقلابونو تاريخ کې په صراحت ويل شوی چې داځای همدا دافغانستان کندهار دی.کوم مطالب چې جورج کيپل په خپله سفرنامه کې، چې په کال ۱۸۲۴ م کې چاپ شوې ده ، راوړي دي دهغو روحيه هم داسې ده چې ګوندې پښتانه او ارمنيان په اصل او نسب سره يو شی دي. دی يو ځای ليکلی: ( دسبا ناري په وخت کې د کلی دماجت ملا راغی او په فارسي يې خبرې راسره پيل کړي. څرنګه چې ملاته معلومه شوې وه چې زه له هندنه راغلی يم نو په خاص ډول دې ته لېوال و، چې دافغانانو [یعنې هغه چا] په باره کې مغلومات ترلاسه کړي چې ده اورېدلی وو چې د هند تر ټولو نه جنګيالي خلک دي او قبېلې یې پدې افتخار کاوه چې له هغوی [افغانانو] سره له يوه نسله دی.) کيپل خبرې ته دوام ورکوي او ليکی: (دشيروان په ولايت او شاوخوا سيمو کې ځايي خلکو د خپل اصل او نسب په باره کې داسې پوښتنې رانه کولې چې په يادونه ارزی او داځکه چې له عام ذهنيت سره اړخ لګوي او هغه دا چې دلرغونې البانيا (شيروان)ديوې سيمې خلک د هند دتاتارانو هغه قبايل جوړوي چې دافغانانو په نامه یادېږي...زما په ياداشتونو کې يو مطلب دی چې له داسې يوه کتاب نه مې را اخيستی چې اوس يې نوم نه راځی.مطلب دادی..لرغونو البانيايانو خپل هيواد ترکانو ته ورخوې کړ....او دوی خپله افغانانو يا هغه ملت جوړ کړ چې ارمنيان يې خپل وروڼه بولی، البته ژبې يې اوس فرق لري. خو دادژبو فرق په ډېره آسانه پېښيدلی شی.) (۴۰)
بيلو هم يو ځای افغانان داصل او نسب په لحاظ له ارمنيانو سره تړي او حتی د (افغان) لفظ هم دارمنيانو د(اغوان) يو نوی شکل بولی. دی(دافغانستان د قوم پېژندنې مطالعه کې) دپښتنو دبېلو بېلو قبايلو او اقوامو داصل او نسب په باره کې له ډېر اوږده بحث نه وروسته وايی: پښتانه دهغوی دخپلې عنعنې په اساس له لرغونی يونانی مؤرخ هېردوتس نه تخمين يوه نيمه پېړۍ او له لرغونی يونانی جغرافيه پوه سترابونه تقريباً څلور نيمې پيړۍ پخوا په غور کې اوسېدل. خو کوم قومونه چې دغو دوو تنو يونانی مؤلفينو په خپلو آثارو کې دغور او شاوخوا او دلرغونې آريانا په نورو برخو کې يادکړي دي، موږ يې د پښتنو له اوسنيو اقوامو سره د نومونو د شباهت او مطابقت په اساس د ټولو څرک ولګاوه.مګر ددغو دوو لرغونو مؤلفينو په آثارو کې هيڅ داسې قومی نوم نه دی راغلی چې هغه دې له افغان سره مشابهت او مطابقت ولري.حتې خپله پښتنو هم په خپله قومی شجره کې دافغان په نامه کوم قوم يا ولس نه دی ياد کړی. بيلو خترې ته دوام ورکوي او وايي عربان دمخه تردې چې د خپلو فتوحاتو په لړکې افغانستان ته ورسيږی د( اغوان) يا (اوغان) له نامه سره دارمنستان دغرنيو خلکو په مفهوم، بلد وو. نو کله چې د پښتنو غرنی ملک ( غور ) ته ورسېدل،پښتانه يې هم د (اوغان )يا (افغان)يعنې غرنيو خلکو په نامه ياد کړل. خو بيلو وايی دا امکان هم ته چې د غور پښتانه خپلو ګاونډيانو د عربو له ور رسېدلو نه دمخه، (افغان) بللی وي او بيا عربانو هم به همدې نامه ياد کړي وي.
بيليو وايی که خبره داسې وي نو سړی دې نتيجې ته رسيږي چې د غور اوسېدونکی اصلاً له ارمنستان نه راغلی(اغوانان) وو او له يهودانو او د غور له ځايی اوسېدونکو سره يې يوه ګډه او واحده ټولنه جوړه کړې وه. (۴۱)
بيلو په همدې ارتباې دپښتون او پښتونخوا په کلمو هم ښايسته اوږد بحث کوي او پدې لړکې وايی چې د پښتون کلمه اصلاً له فارسی(پشته) نه راوتې ده.دی وايي (پشته) يا غره کې د غونډۍ يا غره معنا لري. څرنګه چې پشتانه په (پشته)يا غره کې اوسېدل نو د(پښتنوـ يا غرنيو خلکو په نامه ياد شول او هېواد يې (پښتونخوا) يعنې د پښتنو ملک وبلل و.خو د بيليو دا تعبير دده د خپل ذهن او تصور مولود ښکاري. ځکه موږ پوهيږو چې په فارسی کې غره ته(پشته) نه وايي، بلکه (کوه) ورته وايی او په يو شمير زړو ايرانی ژبو کې هم دا کلمه تقريباً په همدې کل راغلې ده. مثلاً په پهلوی کې دا کلمه کوفkof په اوستا کې کوفه kaofaاو په زړه فارسی کې کوفهkaufaده. (۴۲)
په پښتنو کې،البته، کوه ته (غر) وايی او دافغانستان دځينو ځايونو په نومونو کې هم د (غر) ريښه په يوه يابل شکل شه، لکه ګرديز، غرجستان يا غرشستان، غور او ښايی نور. نو که په لرغونو وختو کې د پښتنو ګاونډيانو او ياوطندارانو غوښتني وي چې پښتانه دغرنيو خلکو په نامه ياد کړي، هرومرو به يې د کوهستانيانو يا غرستانيانو يا ګرستانيانو او يا کوم بل داسې نامه ياد کړي وي چې د (کوه) يا غر يا (ګر) ريښه به پکې وي، او دپښتنو ملک به يې هم البته کوهستان يا غرستان او يادې ته ورته يو شی بللي وي.
يو شمير نورو غربی ليکوالانو هم دا نظريه منلې چې افغانان ارمنيان دي. (۴۳) خو ددوی ټولو خبره په هغه روايت بنا ده چې د کروسنسکی په خاطراتو کې راغلې او وايي چې پشتانه دګوډ تيمور په وخت کې له ارمنستان نه دافغانستان دکندهار سيمې ته ليږدول شوي دي.
معتبر تحريري اسناد د کروسنسکی دا خبره په قاطع ډول فسخ کوي.دا اسناد چې تفصيل يې ددې ليکنې په څلورم فصل کې راغلی دی،په بېخی صراحت او وضاحت وايی چې د تيمور ديرغلونو په وخت کې، په نننی افغانستان کې پښتانه يو آباد ولس دی او تیمور څو څو واره يرغلونه پرې کړي دي او ډير زيات يې ورنه وژلي دي حتی يو شمېر ډير پخوانی اسناد،لکه دبېرونی،عتبی،ابن اثير او نورو ليکنی او دغزنويانو دوخت دځينو شاعرانو اشعار،داښيی چې پښتانه له ګوډ تيمور نه څو سوه کاله دمخه دنننی افغانستان له بېلو بېلو سيمو نه نيولې بيا داباسيند تر غاړې پورې ميشته او آباددي.وروسته به وښيو چې دوی پدې سيمو کې له دومره پخوانه آباد دي چې له تیمور نه ډېر پخوا يوه ښايسته لويه سيمه ورته منسوبه او د(افغانستان)په نامه ياده شوې ده.
ځينو غربی ليکوالو بيا پښتانه دارمنيانو تر څنګه له ګرجيانو سره هم تړلي دي.يو له دغو ليکوالانو نه Clairut کليرات دی.کليرات وايی ده ته یوه ګرجي چې جوزف نومېده ويلي دي چې افغانان پدې عقيده دي چې د نوح پيغمبر زوی، يافث درې زامن لرل چې نومونه يې ارمن، اغوان او کردون وو او ارمنيان، اغوانان او ګرجيان په ترتيب سره د همدوی اولاده ده اواغوانان بيا وروسته له ارمنستان نه دسليمان غرونو ته ليږدلي او دا اوسنی افغان ولس يې جوړ کړی دی. (۴۴)
دا او هغه نور مطالب چې موږ تردې ځايه راواخيستل، په اصل کې ټول يا په عنعنه يي رواياتو بنا شوي دي او يا په عادي مشاهداتو. اما کومې اصولي اودقيقې څېړنې چې دپښتنو دتاريخ،ژبې او اجتماعی خصوصياتو په باره کې د نولسمې پېړۍ له اوايلو نه رادې خواته شوې دي، دهغو په نتيجه کې دانظريات رد شوي دي. نوې څېړنې پښتانه داصل او نسب په لحاظ آريايان او د هندو اروپايی کورنۍ دهغې سترې څانګې غړي بولي چې د هندو ايرانی په نامه ياديږي.
لومړنی غربی مؤلف چې دپښتنو داصل او نسب په باره کې يې عنعنه يي روايات په کلکه رد کړل.هغه منستورات الفنستن دی.دالفنستن معروف کتاب، دکابل سلطنت،چې آن په کال ۱۸۱۴ کې ليکل وی دی، دپښتنی ټولنې داصولی مطالعې په برخه کې، داسې دقيق او نفيس اثر دی چې تر اوسه يې ساری نه دی ليکل شوی.
الفنستن دخپل اثر يو بحث د پښتنو داصل او نسب مطالعې ته وقف کړی دی. دی پدې برخه کې لومړی هغه عنعنه يي روايت را اخلی چې پښتانه بنی اسرائي ګڼي او بيا وايی ددغه روايت دبطلان دلايل خپله په همدې روايت کې پراته دي.ځکه دی وايي دا روايت ساول (ملک طالوت) دابراهيم پيغمبر پنځه څلويښتم پښت ګڼي او قيص دساول اوه دېرشم پښت بولي.خودی وايی ددې دوو ټکو اول مقدس کتاب،تورات،سره قطعاً اړخ نه لګوی او دوهم ټکی يې منطق نه منی.ځکه يوازې اوه دېرش پښته شپاړس سوه کاله نه کيږی. (۴۵)
الفنستن همدلته دويليم جونز هغه تبصره هم يادوي چې دآسيايی څېړنو په خپرونه کې يې دونسيتارت په ترجمه کړې او موږ په همدې بحث کې دمخه را اخيستې ده.الفنستن هغه څلور دليلونه چې جونز دخپلې ادعا د ملاتړ دباره وړاندې کړي دي يو يو په متدل ډول ردوي او وايی:
(دافغانانو او يهودانو ددود اودستور تر منځ ډېر شباهتونه ښودل کېدلی شی. خودغه راز شباهتونه دبېلوبېلو ولسونو داجتماعی ژوند په عين مرحله کې معمول وي او که داټکی د قومونو تر منځ د عينيت دليل وي نو بيا کېدی ی چې تاتاران، عربان،جرمنان او روسان ټول يوشی وي). (۴۶) پدې ډول، الفنستن دا نظريه چې پښتانه بني اسرائيل دي، غوڅه ردوي.
الفنستن همدلته دانظريه هم ردوي چې پشتانه اصلاً قفقازيان دی. دی پدې ارتباط ليکی: ( له يوه نه زياتو اروپايانو دا عقيده هم څرګنده کړې ده چې افغانان دقفقازيانو يوه قبيله او په خاص ډول دارمنيانو اولاده ده. خو خبله پښتانه هيڅکله هم ځانونه دارمنيانو له نسله نه بولی.اما ارمنيان تل دا خبره کوی.) الفنستن وروسته له يو څه بحث نه ليکی:
زه ددې دپاره هيڅ دليل نه وينم چې افغانان له غربی قففازيانو سره وتړم. البته يوه جرمنی چې نوم يې نوم يې زړه ته نه راځی دا خبره کړې چې په تېره پېړۍ کې يې هلته افغانان ليدلی دي خو دا خبره دهيڅ شي دقبوت دليل نه شی کيدلی. (۴۷)
جان ملکم هم دفارس په تاريخ کې هغه روايت ردوي چې وايی پشتانه بني اسرائيل دي او ليکی:(هيڅ داسې کومه کتيبه نه ده پيدا شوې چې دا عقيده تائيد کړي چې پښتانه د يهودانو له نسله دي او ددوی خپله مبهمه عنعه پداسې يوه موضوع کې د مسلم حقيقت په حيث نه شي منل کېدلی) (۴۸)
اما کوم غربی مؤلف چې د پښتنو داصل او نسب په باره کې يې لومړی ځل ډېره وسيعه او دقيقه اصولی څېړنه او په نتيجه کې يې دپښتنو داصل او نسب په باره کې عنعنه يي روايات رد کړل هغه ستر مستشرق او د بشری علومو لوی عالم برناد ډورن دی چې د خپل علمی ژوند يوه لويه برخه يې د پښتنو د ژبې او تاريخ مطالعې ته وقف کړې ده.
ډورن د خپلو ډېرو نورو کارونو تر څنګه د خواجه نعمتالله هروی تاريخ خانجهانی و مخزن افغانی په انګريزی ترجمه کړی او په لندن کې يې په کال ۱۸۳۶ کې چاپ کړی دی. ده پدې ترجمه يو لړډي پاخه او ارزښتنا که ياداشتونه ليکلی او له کتاب سره يې ضميمه کړي دي.ډورن د همدې يادداشتونو په يوه برخه کې دهغه روايت په ارتباط چې پښتانه بني اسرائيل بولي داسې ليکی:
( دا چې د فارسی ژبې مؤرخين پښتانه د يهودو له نسله ګڼي دا پرته له يوې خبرې نه د کوم بل شی ثبوت نه شی کيدی او هغه دا چې دا ليکوالان روايات، پرته له دې چې ماهیت يې معلوم کړي، د خپل دود په اساس، د مسلمو حقايقو په توګه ثبتوي) (۴۹)
دغه راز ډورن وايی دا چې د افغانانو او يهودانو نومونه سره يو شی دي ددې دليل دادی چې افغانان مسلمانان دي. د مسلمانانو او یهودانو ډېر نومونه مشتر که تاريخی او قومی منبع لري، دا چې د افغانانو څېرې بېخی يهودانو ته ورته دي، دا هم ددې دليل نه ی کېدی چې پښتانه د يهودانو له نسله دي. ډورن ددې خبرې د تائيد دپاره د جان ملکم دا عبارت را اخلی چې(که ددوو ولسونو د څېرو سره ورته والی ددې دليل کېدی شی چې هغوی دې له عين نسله وي، هلته نو بيا کيدی شی چې کشميريان هم د خپلو څېرو له امله د يهودانو له نسله وبلل شی،ځکه یو شمير غربيان کشميريان هم، کټ مټ یهودانو ته ورته بولي.) (۵۰)
ډورن د هغه روايت په رد کې چې وايی پشتانه د بيت المقدس له شاوخواسيمو نه افغانستان ته تللي دي، وايی پښتانه له کوم بل ملک نه افغانستان ته نه دي تللی، بلکه لکه څنګه چې سويليم جونز وايی (دلرغونی پارو پاميزاد (يعنی مرکزی افغانستان او شاوخوا سيمو) اصلي او ځايي اوسېدونکی دي.) ډورن وايي: (تاريخ دا ثابته کړې ده چې د غزنوی سلطان محمود دواکدارۍ په وخت کې او تر هغه نه ډېر پخوا دوی (افغان) په هغو کلاوو کې آباد وو چې تر اوسه پکې ميشته دی.) (۵۱) يو شمېر معتبر اسناد چې زموږ ددې ليکنې په څلورم فصل کې راغلي دډورن ددې ادعا مؤيد دي.
ډورن هغه روايت او نظريات هم ردوی چې پشتانه ارمنيان بولي او وايې که سړی دارمنی اغوانانو تاريخی سوابق دسېنټ مارټن په هغه اثر کې ولولی چې دارمنستان خاطرات نوميږی نو سمدستی به پدې قانع شي چې ارمنی اغوانان او پشتانه يا افغانان يو شی نه ،بلکه دوی بېخی سره جلا ولسونه دي. (۵۲)
ډورن دځينو غربيانو دانظر هم چې وايي پښتانه له اصله ګرجيان دي او ګرجی ژبه وايي، بېخی بې اساسه بولی او وايي چې په هيڅ غورنه ارزي. (۵۳)
ډورن په بای کې پښتانه دهندو اروپايی ولسونو دسترې کورنۍ غړي بولي مګر په عين وخت کې يې يو ځانته لرغونی ولس ګڼي. اوليکی:(زه دا خبره منم چې افغانان به دهغې سترې کورنۍ غړي وي چې جرمنيان ، هنديان ، سلوانيان او يونانيان ور پورې مربوط دي خو لکه څنګه چې موږ ددې دپاره هېڅ تاريخی ثبوت نه لرو چې وښيو يونانيان يا جرمنيان د هنديانو او لاده ده، دغه راز داهم په يقين سره نه شو ويلای چې افغانان دلرغونو فارسيانو يا هنديانو اولاده ده.) (۵۴)
پدې برخه کې دډورن او جان ملکم نظر تقريباً سره يو دی. ملکم هم وايی چې دافغانانو (له عاداتو نه داسې ښکاري چې دوی له فارسيانو، تاتارانو او هديانو نه جلا او متفاوت خلک دي. (۵۵)
داوو هغه ديادونې وړروایات او نظريات چې دپښتنو دصل او نسب په باره کې په شرقی او غربی آثارو کې زموږ له نظره تېروي وو اودلته مو، څومره چې ممکنه وي په هغو مره مختصر خو داسې شکل راواخيستل چې په مفهوم کې يې څه بدلون را نه شي.
په بای کې بايد وويل شي چې په معاصر وخت کې پوهانو ديوه ولس داصل او نسب دمعلمولو یوه ښه لار دهغه ولس دطبې داصل اوريښې دماهيت څرګندول ګڼلي اودپښتو ژبې په باره کې هم پدې ارتباط کافی څېړنې شوې دي. نو زموږ ددې ليکنې دابل فصل به دهمدې څېړنو يو اجمال وي.

Share this

0 Comment to "د پښتنو د نسلي اساس په لړ کې د بني اسرائيليت نظريه"

Post a Comment