خوشحال خان خټک

خوشحال خان خټک د شهباز خان زوی او د پښتنو خټکو مشهور ، جنګیالی او شاعر ووچی په ۱۰۲۲ هجری (۱۶۱۳م) کی وزیږد. هغه دخپل پلار په شان د شاهجهان له مرګ وروسته د هغه د زوئی اورنګزیب خدمتونه کول. ولی دښمنا نو لکه د کابل د صوبې امیر خان ګورنر په چغلویو سره اورنګزیب د دهٔ نه خفه شو. او د ګوالیار په قلا کی ئی قید کړ.پسله اوه (۷) کاله د محبت خان په سفارش آزاد سو او محبت خان سره ئی خپل وطن ته راغلی. محبت خان په هغه ورځو کی د کابل صوبه دار مقرر شوی وو .
زنځیرونه د خوشحال زړهٔ داسې تور کړې وهٔ چی وطن ته راورسید نو په خلوت ننوت. دهٔ د صوبې ګورنر او نورو وړو وړو حاکمانو سره خبرې اترې بند کړې او د بادشاه د ځواکونو د هر قسم مدد نه ئی لاس واخست . اورنګ زیب سره د خوشحال خان خفګان دې حد ته راورسید چه خبره سم په جار میدانی جنګ ته جوړه شوه. خوشحال خان هم د همت توره تر ملا کړه او د ایمل خان او د دریا خان په ملاتړ ئی بادشاه سره اوهٔ (۷) کال ښه تود جنګونه وکړه په هغو کی به مغلو تل ماتی خوړله.
د پیښور حال داسې خراب شوی وهٔ چی اورنګ زیب دوه کال پورې په اټک پروت وهٔ د جنګ تماشه ئی کوله. دی چالاک بادشاه ته چی دا خبره معلومه شوه  په دې سخت ملک کی فوځونه هیڅ نهٔ شی کولې نو په دې خبره د هغه د زړه مراد پوره شوچی قامونه بیل شول او د اورنګزیب خدمت ئې ومنهٔ. خوشحال خان نه خپل خوا خوږی یاران جدا شول دی ټولو خبرو خوشحال خان باندې ډیر ناوړه تاثیر وکړ څنګه چی بالکل نا امید شو او ځان ئی ګوښی کړ.
آخر ئی د خټکو سرداری خپل مشر زوې اشرف خان ته پریښوده او پخپله ئی علم ادب ته مخه کړه. چی اشرف خان سردار شو نو د دهٔ ورور بهرام چی خوشحال خان ترې نه په سپکو کارونو ډیر خفه وو، ځان سره ډیر خلق راټول کړل او په مشر ورورسره ډیر ځلې جنګ د پاره مخامخ شول.خوشحال خان دې کار باندې ډیر خفه شو غصه یی بېځایه نهٔ وه ځکه چه بهرام شیطانی راوخستې آخر په ۱۰۹۳هجری یا ۱۶۸۱ء کی اشرف خان ئی مغلو ته لاس نیولی ورکړ. اورنګ زیب دې د بیجاپور په قلا کښ قید کړ او هم هلته لس کال پس په قید کی مړ شو. د دې سردار ډیر حال د دهٔ د غزلو نه معلومېږی ځکه چه دې هم د خپل پلار په شان شاعر وهٔ.
اکثرو خلقو خولاهم خوشحال خان خپل رښتنې سردار او مشر ګڼل خوشحال په دی هیله  چه د خلقو وینه عبث تویه نه شی، دښمنانو سره ئی دښمنی سسته کړه.
خوشحال خان ته دخپل پلارونو وطن ترځان نه ورته زیات ګران وهٔ څنګه ئی چه ټول عمر آزاد تیر کړی وهٔ دغه شان د اته اویاؤ (۷۸) کالو په عمر کښ د آزادو خلقو په شان مړ شو. او د دې دنیا نه لاړ.
وصیت یی وکړچی ما په داسې ځای ښخ کړې چه په قبر مې د مغلو د سورو ګړد پرې نه وځی، او زما آخرین کور یعنی قبر په ډیر احتیاط سره پټ وساتې او چا ته ئی مهٔ ښیئی هسې نه چی مغل ئی ومومی او د هغه  خاورې بېعزت کړی.
دې د خټکو په کوهستاند یوی وړوکی غوندې کی ښخ شو او تر نن ورځې پورې ئې قبر شته دې. خوشحال خان درې شپیته زامن درلود او ډیرې لور ئی هم وی لیکن د څلورو پنځو زامنو علاوه نور د پلار د مینې لائق نه وو.
خوشحال خان ډیر لوئ مصنف وو چه هغه درې سوه کتابونه جوړ کړی دی. ممکنه ده چه دا مبالغه وی لیکن دا خبره صحیح ده چه ډیر کتابونه لکلی دی. د طب، اخلاق، د علم فقه، د فلسفې او د نورو علمونو په څانګو کی . او د خپل عجیبه ژوند حالات ئی هم لیکلی دی. ډیر افسوس دې چه د هغه له مرګ وروسته دهغه تصنیفونه له منځه تللی دی د ډیرو کتابونو ئی تش نوم پاتې دی . کوم کتابونه چه ورک شوی دی هغو کی د هغه سوانح هم ده.
د خوشحال خان هغه ستائنی (نوحی) د صفتونو لایقی دې چه هغه په هندوستان کی د جلاوطنی په حال کښی ویلی دی، یا هغه کلام چه د اورنګزیب برخلاف جنګونو کی ئی ویلی دی. ځکه چی یی د وطن د مینې محبت او د وطن سره د دوستې شړلو جذبې په کی ښکاریی.
خوښحال خان خټک د نورو نومیالی مسلمان او سنی شاعرانو لکه ، مولانا بلخی او اقبال لاهوری په شان دنبی اکرم او دحضرت علی او دمحمد (ص) د اهل البیت په ستاینه دیری په زړه پوری شعرونه ویلی دی . چی دلته د هغه یو څو شعرونه سره لولو:-
شفاعت د محمد ثابت په نص دے
دا په دا چې دآ د درست جهان اخص دے
د موسی د عیسی کله دا صفت وْ
د لولاک لغت په ده باندے مختص دے
د رستم د میړنتوب خبرې هیڅ شوے
ذوالفقار چې یې یاد شوے په قصص دے
دوستداران د اهلِ بیت له اوره خلاص دی
بې دوستئ یې عالم کله مخلص دے
په وِلا که د علی (ع) رافضی کیږی
ځکه خوشحال یې په وِلا کښې مشخص دے
وخت د حساب راغے بله تکیه نشته
تکیه د خدای لرم د پیغمبر لرم
که نور په نورو چارو جلی ستایم
زهٔ به د تورو په کار علی ستایم
ورور د رسول دےورباندے ښایې
که یې له فرقه بیا تر تلی ستایم
محمد د علم شهر دا یې ور دے
تر قنبر یې شه خوشحال خټک فداک
چې په رو به یې بخښل شی پاک نا پاک
بل سړے نه دے، صاحب دے د لولاک
د بوذر او د سلمان یې در ویزګر یم
تل د دوئ په محبت دے زما ژواک
ذوالفقار یې اژدها وو دوی یې ژبې
چې د دین مخالفان یې وو خوراک
په دا هسې مړنتوب یې افرین ؤ
چې په کار یې محمد شو فرحناک
که سوارهٔ یې میړنی د لښکر ډیر دی
لاس حما د دلدل سوار د زین فتراک
                                                              ( مهندس داوودعطایی قندهاری)

Share this

0 Comment to " خوشحال خان خټک"

Post a Comment