اتڼ

 اتڼ 
د اتڼ کولو طريقه
د اتڼ ډولونه
اتڼ 
اټڼ يو ډول دوديزه ګډا او د خوښۍ لوبه ده چې له ډېرې لرغونې زمانې راهيسې په افغانستان کې دود دی. او تاريخي لرغونتيا يې آريايي ټولنې ته رسېږي، چې د هغه مهال له مذهبي عنعنو څخه سرچينه اخلي. په افغانانو، په ځانګړې توګه پښتنو کې له ډېر پخوا څخه تر ننه اتڼ د رزم او بزم د يو غوره سمبول په توګه شته.
دغه ملي او ولسي ګډا معمولاً له ډهول او سورني سره ترسره کېږي او پکې د اجراکوونکي د وجود ټول غړي په ځانګړې توګه لاسونه، سر پښې، غاړه، اوږې، سينه او نور په مخصوص او منظم ډول حرکت کوي. د بدن د بېلابېلو غړيو دا حرکتونه، که له يوې خوا د ټول وجود او په ځانګړې توګه د دغو غړيو د قوت او پياوړتيا سبب ګرځي، نو له بلې خوا د يو ځانګړي جګړه ييز مهارت په توګه له دوښمن سره مقابلې پر وخت ورڅخه کار اخيستل کېږي. له تاريخي څېړنو نه داسې څرګندېږي چې ددغه هنر، ورزش او لوبې بنسټ په لومړيو کې ددې لپاره ايښودل شوی چې ځوانان د جګړې پر مهال د وسلې په ځانګړي توګه د تورې، کوتک او ټوپک چلول زده کړي او د دوي بدن چُست، چالاک او غښتلی وروزي چې د دوښمن مقابلې ته ښه چمتو وي. خو وروسته د وخت په تېرېدوورو ورو دا ملي ورزش د افغاني موسيقۍ او هنر يو پزړه پورې برخه شوه . په ځوانانو کې د شور ، جذبې او احساساتو د پيداکولو لپاره به ېې دا ورزش د موسيقي له آلو ، په ځانګړې توګه د ډهول او سورني له ساز او سُرود سره يوځای ترسره کاوه.
ددې لپاره ځانګړې سندرې ، غږونه ، سروکي او لنډۍ هم جوړې شوې ، په راوروسته زمانو کې برسېره پر نارینوؤ په ښځو کې هم ددغې ګډې ډله ايزې نڅا او هنر زده کړه رواج شوې او تر نننه دودونو او نورو خوښيؤ زیاتره محفلونه پرې تاؤده ساتل شوي دي . دغه لوبه د کندهار په سیمو کې د نارینؤو تر منځ د (چاپ) او د ښځو تر منځ د (اتڼ) په نوم يادېږي .
د وخت په تېرېدو سره ورو ورو دغه ورزش د ډله ايزې نڅا يا ګډا بڼه خپله کړې او نن سبا په همدې مفهوم ترسره کېږي. ورزشي احمیت ېې کم دی ، که څه هم په عامه توګه ورته اوس لدې اړخه خلک نه ګوري ، خو پر هنر برسېره اتڼ خپل ځانګړی ورزشي ارزښت او روغتيايي ګټې هم لري ، خو هېڅکله د روغتيايي ګټو له پاره پکار ندی اچول شوی .
اتڼ په زیاترو افغاني قومونو او قبیلو کې د بڼې او شکل په لږ او ډېر بدلون او توپير سره رواج لري ، خو په پښتنو کې ، په ځانګړې توګه د پکتيا ، غزني، زابل، په خلکو او په عام ډول په ټولو کوچيانو کې عمومیت لري . هېڅ واده ، عنعنوي مېله، ملي جشنونه ، او د خوښۍ نور مراسم بې اتڼه نه ترسره کېږي. اتڼ خپلې ځانګړې سندرې، سروکي يا غږونه لري، چې هغو ته د اتڼ نارې يا غږونه وايي او په مخصوص غږ او انداز د موسيقي له آلو سره د ځانګړو حرکتونو د اجرا کولو په وخت کې وييل کېږي.
د اتڼ کولو طريقه،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
اتڼ معمولاً په شريکه او ډله ييزه توګه ترسره کېږي، داسې چې اتڼ کوونکي ګرد چاپېره په دايروي بڼه درېږي، د موسيقي د آلو، په ځانګړې توګه د ډهول په وهلو د شپېلۍ او سورني په غږولو سره يو ځای پيل کېږي. په پيل کې د اتڼ کوونکو شمېره کمه او حرکتونه ورو او په منظمه توګه ترسره کېږي. په پيل کې د اتڼ کوونکو شمېره کمه او حرکتونه ورو او په منظمه توګه ترسره کېږي. ورو ورو چټکتيا مومي او ځانګړې احساساتي بڼه خپلوي، د اتڼ کوونکو شمېره هم زياتېږي او د ننداره کوونکو له ډلې نه د ذوق خاوندان هم په اتڼ ورګډېږي. اتڼ چيان د موسيقي د آلو، پښو او لاسونو د منظم او غبرګوني غږ سره له خولې نه هم ځانګړي آوازونه باسي، چې د دوی د تودو احساساتو څرګندويي کوي. سندرغاړي له موسيقي سره د اتڼ ځانګړې سندرې هم وايي چې د اتڼ کوونکو جذبه او احساسات لوړوي.
په اتڼ کې مشربڼه ډېره ارزښتمنه نه ده، د چا چې ښه اتڼ زده وي هغه له نورو مخته کېږي، نور د ده د حرکاتو له مخې اتڼ سر ته رسوي. د هر يوه ځوان اتڼ ډېر په خوند زده وي، ځکه چې د ځوانانو تر مېنځ يو ډول سيالي پکې وي او هر يو غواړي چې له نورو څخه ښه اتڼ وکړي، نو کله مشر په کې معلوم نه وي، خو د يو او بل د درنښت لپاره په مينه سره يو مخې ته کوي او دوی يې مير هم بولي.
مير چې تر نورو په اتڼ کې مهارت لري نور اتڼچيان په هغه پسې روان او د حرکتونو پيروي يې کوي. اتڼ د اجرا کولو په بهير کې بېلابېلې بڼې خپلوي. کله کله داسې وشي چې نور ګردچاپېره ولاړ، يو يو په وار سره ورمنځته کېږي او په ځانګړې توګه د خپل هُنر ښودنه کوي. په دې ترتيب ټول په دغه ډول اتڼ کې برخه اخلي، او اتڼ ته ځانګړی خوند او رنګ وربخښي.
د اتڼ ډولونه،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
اتڼ په سيمه ييز، قبيلوي او وګړنيز توپير ځانګړي ډولونه لري او يوې سيمې، قبيلې او يا ډلې ته منسوبيږي. لکه کندهاری اتڼ، پکتياوال اتڼ، غزنيجي اتڼ، طالبي اتڼ ناصري اتڼ  ، کاکړي اتڼ  او نور. خو د بڼې په لحاظ يې يو ډېر مهم ډول برګ اتڼ دی چې په هغه کې ښځې او نارينه ګډه برخه اخلي، داسې چې يوه ښځه او يو نارينه درېږي او په ګډه اتڼ کوي. دا ډول اتڼونه معمولاً په خوښيو کې د يوې کورنۍ د غړيو او خپلوانو تر مېنځ ترسره کېږي.
اتڼ په عمومي توګه د ترسره کولو د بڼې له مخې په دوه ډوله دی:
راسته اتڼ
چپه اتڼ

پـښتو ناول

پـښتو ناول

ډاکټر سيد چراغ حسېن شاه
د ناول لغوي مطلب  Random House Webster Dictionary کې بطور اسم داسې ليک دى:
"A fiction prose narrative of considerable length" 
ژباړه: يو مناسب اوږد فرضي نثري بيان. خو ناول بطور اسم صفت د يو نوي قسم په مانا راځي (of a new kind). د اردو نقاد ښاغلي انورجمال هم دا مفهوم داسې اداکړى دى:
ناول: نيا)نوى( انوکها- عجيب – نمايان )جوت برسېره(.
ناول اصل کې د لاطيني )اطالوي( ژبې ټکي Novella نه وتى دى چې لغوي معنا يې ده "عجيبه څيز، کيسه يا يوه ټوټه خبر".  نن سبا انګريزي لغت کېNovella  يا Novelette يو ورکوټي يا لنډشانتې ناولګي ته وايي.کوليئرز انسائکلوپيډيا د ناول تعريف داسې کوي:
Novel a work of prose fiction of considerable length in order to distinquish it from the short story and the novelette, it is generally assumed that the novel should contain at least fifty thousand words. It has taken so many shapes, particularly in the last hundred years, that any more precise definition aliminate a good proportion of the works called by the name.
ژباړه: ناول= مناسب اوږدوالى لرونکى يو نثري افسانوي اثر، د وړې کيسې يا د ناوليټ نه د فرق کولو دپاره دا اکثره فرض کېږي چې ناول به خامخا پنځوس زره ټکي لري.  تېرکم و زيات سلو کالونوکې ناول دومره شکلونه خپل کړي دي چې د دې يو جامع او لنډ تعريف به ګڼ شمېر اثار چې په دې نوم بلل شي، د ناول د قطار نه و باسي.
انکارټا ورلډ انګلش ډکشنري د ناول تعريف په دې ټکو کوي: يو افسانوي نثري اثر چې پلاټ يې اوږد او عموماً پېچيده وي. عموماً په بابونو کې ويشلى شي چې کيسه پکې په روايتي انداز د کردارونو د کار او خيال په ذريعه په مخ  ځي. د بېلوبېلو نقادانو د تعريفونو خلاصه داده چې ناول کې يوه داسې نثري کيسه پکارده چې د پنځوسو زرو نه زيات توري لري، د ژوند د مسائلو ترجماني په فني چوکاټ کې وکړي،او کردار، سسپنس، نظريه حيات، پلاټ، ماحول وغېره فني لحاظ سره په خپل ځاى د توازن سره راشي او ورسره د ليکونکي د نقطۀ نظر وضاحت هم د واضح  پېغام په شکل کې وشي. د ناول  لمن لويه ده او په لويه پېمانه د ژوند عکاسي کوي. ناول د انساني ژوند مکمل تفسير وي چې پکې د انساني ژوند د هر اړخ عکاسي کېدلى شي.
د ناول تاريخ
اولنۍ افسانوي کيسۍ چې د ناول نوم ورته ورکړاى شو د ديارلسمې پېړۍ په اخر کې په اټلى کې سازې کړاى شوې. خو په اولسمه پېړۍ کې يؤ ريښتونى ناول وليکلى شو. دا ناول د Milne de Cervantes ( زمانه ١٥٤٧-١٦١٦ء ) ليکلى ناول Don Quixote دى چې نن هم يو شهکار دى، اولنۍ او د هرې زمانې دپاره يو ستر ناول شمېرلى شي. د دې نه پس فرانس، انګلينډ، جرمني، روس، ناروى او نورو ګڼو ملکونو کې بې شمېره ښۀ او معياري ناولونه وليکلى شول. دومره حده پورې چې په نولسمه پېړۍ کې فرانس کې د ادب غوره او اعلى صنف صرف ناول ګڼلى شو او اديب به يې صرف هغه مصنف ته ويلو چې د ناول ليکونکى به و. او داسې شاعران او ډرامه نګاران يې روستو پرېښودل. د شلمې پېړۍ منځ کې فرانسوي ناولونو کې د شعور ازادانه بهير (Stream of Consciousness)  او د مکالمه نګارۍ عنصر ګډ شو. او داسې تر ننه پورې ناول کې د هيئت او د موصوع نوې نوې تجربې لګيا دي چې د بدلېدونکو حالاتو، پيچيده ژوند، حساس ماحول او د انساني ذهن د تېزۍ او د تخيل د اوچت پرواز تقاضې دي.
پښتو ته ناول د اردو د لوري د ترجمې په شکل کې د نولسمې پېړۍ په اخر کې راغلى دى.
د ناول فني عناصر
د ناول د فني لوازماتو، عناصرو او اجزاء په باره کې اروپايي ناول نګار سمرسټ ماهم ليکي:"پکار ده چې ناول يو زړه خوښوونکى مرکزي خيال ولري. کيسه تلوسه زياتونکې وي. شروع، مينځ او خاتمه لري او خاتمه دې يې د شروع منطقي نتيجه وي، واقعه دې امکانيت لري او دا دې صرف مرکزي خيال په وړاندې نۀ بيايي بلکې د کيسې د مينځه دې سر وباسي".
داسې د ناول بنيادي عناصر دا دي:
١_ کيسه: د ناول  بنيادي، زړۀ راښکونکى او اهم جزؤ لکه د ملا د هډوکي وي. کيسه د بېلو بېلو واقعاتو او حادثاتو د ربط او جوړښت نه وجود کې راځي. خو د نن سبا ځنې نقادان کيسې ته دومره اهميت نۀ ورکوي او د ناول فضا د کيسې نه مقدمه ګڼي. د روسي ناول نګار ګوګول (Gogol)  په مشهور ناولDead Soul   کې دا هډوکى غايب دى.
٢_ پلاټ: کيسه کې د بېلو بېلو روانو واقعاتو اى حادثاتو ربط، جوړښت او د تړلو سيکم ته پلاټ ويلاى شي. پلاټ د واقعاتو د خام مواد نه جوړېږي. زمونږ نقادان د پلاټ سست والي، ټينګ والي او د بدلون د ګنجائش په باره کې چې څومره حساس دي او دومره ضروري عنصر يې ګڼي. خو د دې باوجود د والټرسکاټ ( ١٨٣٢-١٧٧١ء ) شهکار ناولونه  بېخي پلاټ نۀ لري.
٣_ کردارنګاري : د کردارونو معنى ده اشخاص يا وګړي. دا کردارونه کيسه يا پلاټ په مخه بوځي. کردارونه يا جامد وي يا متحرک. لوي، واړۀ يا امدادي وي. جوت يا د مثالي کردار نه ګرده کيسه چورلي راچورلي. ناول نګار په خپل ناول کې کردار په دوه قسمه وړاندې کوي. تشريحي او ډرامائي. تشريحي کې ناول ليکونکى خپل جذبات، احساسات او خيالات بيانوي او ډرامائي کې کردار د خپلو خبرو اترو او حرکات و سکنات په ذريعه خپله پېژندګلو کوي. د ناول نګار دا کمال وي چې د خپل کردار تخليق په دا رنګ وکړي چې د لوستونکي په ذهن  دايمي نقش او ياد پرېږدي. مثلاً اردو ناول  (( توبة النصوح )) کې د ظاهر دار بيګ او کليم او د فرانسي ناول نګار فلوبرټ ناول "ميډم باورى" کې د ډاکټر کردار.
جديدو ناولونو کې د کردارونو يا د اشخاصو په ځاى انساني جبلتونه، جذبات، نفسيات او د هغۀ د اندرون د دنيا هنګامې متحرکې وي.
٤_ منظر کشي ( فطرت نګاري): ناول کې ناول نګار د خپل قوت مشاهده او متخيله په زور د خپل چاپېرچل، د قدرت د مناظرو او د سماج نقشه راکاږي.
٥_ مکالمه: د کردارونو د خولو نه وتلو خبرو ته مکالمې وايي. دا مکالمې د کيسې په مخ ته تګ کې ډېراهميت لري. کردار د خپل سماجي، سياسي، ذهني او معاشرتي حيثيت مطابق د مکالمو په ذريعه د خپلو احساساتو او د جذباتو اظهار کوي.
٦_ د ژوند فلسفه: کردارونه د ژوند د يوې مسئلې يا ډېرو مسئلو ښۀ او بد اړخونه او د هغې عوامل او نتيجې را وړاندې کوي. دغې ته د ژوند فلسفه وايي.
٧_ سسپنس: ناول کې ځاى په ځاى د حيرت، تلوسې او د نويو نتيجو د اخذکولو مقامات راځي. کامياب ناول نګار هغه وي چې دا د شک او د حيرت فضا تر اخره قائمه وساتي.
د ناول نور اهم عناصر بيان ، جذبات نګاري، اخري نتيجه يا نکته عروج، زاويه نظر، ادبي انصاف او تصادم وي.
د ناولو درجه بندي يا قسمونه
ناول تقريباً د  ژوند په هره هغه موضوع باندې ليکلى شوى دى چې د انسان د سوچ، فکر او ژوند سره تعلق لري. عموماً د ناول درجه بندي په دوه توګه کېږى.
1. هغه ناولونه چې ټولنيز ژوند سره تعلق لري.
2. هغه ناولونه چې ساينسي غورزو پرزو ( مهم جويۍ ) سره تعلق لري. 
داسې د ناول نن ډېر قسمونه دي: ١=اصلاحي ناول، ٢=کرداري ناول، ٣=روماني ناول، ٤=جاسوسي ناول، ٥=ډرامايي ناول، ٦=واقعاتي ناول، ٧=تاريخي ناول، ٨=نفسياتي ناول، ٩=نظرياتي ناول، ١٠=طبقاتي ناول، ١١=د ښۀ پلاټ ناو ل، ١٢=جنسي ناول، ١٣= ساينسي ناول او ١٤= مهماتي ناول.
د پښتو د ناولونو لنډه پېژندګلو، ارتقا او فني جايزه:
د نړۍ د ډېرو ژبو په شان پښتو کې هم ناول د کيسې يا د داستان ارتقايي شکل دى چې د يورپي ژبو نه د اردو په لور پښتو ته راګډ شوى دى. خو پښتو کې د ناول ابتداء د ترجمې نه شوې ده. او دا اعزاز دوه مياګانو صاحبانو ته حاصل دى چې د اردو دوه اولني ليکلي ناولونه يې په پښتو کې ترجمه کړل.  وړومبۍ ترجمه د ډپټي نذير احمد د معاشرتي ناول مراة العروس ده چې ميا حسيب ګل په کال ١٨٧٦ء کې کړې ده او په کال ١٩٥٧ء کې چاپ شوه. داسې ميا محمد يوسف کاکاخېل د ډپټي نذيراحمد د يو بل ناول توبة النصوح ترجمه په پښتو کې وکړه او په ١٩٠٥ء کې چاپ شوه. دا ناولونه اګر چې د فن په تله پوره نۀ پرېوځي خو ترجمه يې په خوږه، روانه او معياري پښتو کې ده. او وروستو ليکلي شوي د پښتو طبع زاد ناولونو دپاره بنيادي محرک ثابت شو.  د نقش نګين (اصل توبة النصوح) د ليک نه يو کال پس په کال ١٨٧٧ء کې قاضي عبدالرحمان او پادري لي مهر د انګرېزۍ يو ناول نما ليک د "سير السالکين" په نامه ترجمه کړو. 
د پښتو د اولني طبع زاد ناول د ليکلو وياړ سيد راحت زاخېلي ته نصيب شو. دا په کال ١٩١٢ء کې وليکلى او خپور شو. نامه يې ده "ماه رخ، نتيجۀ عشق". دا روماني ناول يوه نيمګړې ريښتونې کيسه ده. د کليوال معاشرت عکاسي او مکالماتي انداز يې د ستايلو وړ دى. د ٢٧ کلونو د انتظار نه پس افغانستان کې په کال ١٩٣٩ء کې د نور محمد "تره کي" يو سياسي او نظرياتي ناول په "کابل" مجله کې د "بې تربيته ځوى" په نوم په ټوکونو کې خپور شو چې د نقادانو په نظر فني او هنري لحاظ سره نيمګړى دى. 
د پښتو تر ډېره حده مکمل او د فن او تيکنيک له مخه رهنما اولنى ناول صاحبزاده محمد ادريس د "پېغله" په نامه په کال ١٩٥٠ء کې وليکلو. دا روماني ناول دى او د ناول ليکونکي ذاتي جذبات او احساسات پکې څرګند دي چې نقادان يې يوه فني خامي ګڼي. دې موده کې عبدالله جان اسير هم يو ناول "درسِ عبرت" وليکلو چې پکې يې د پښتنو د معاشرې عکاسي په ښۀ شان کړې ده. د غلام غوث خيبري يو نيم تاريخي ناول "د ابدالي توره" په کال  ١٩٥٦ء  کې چاپ شو.  د دې نه يو کال پس په ١٩٥٧ء  کې د اشرف دراني يو روماني جنسي چاشني لرونکى ناول "زرکې سترګې" چاپ شو. هم دا کال يو ډېر اهم ناول "نوې چپې" چاپ شو. چې د ستر حمزه بابا د قامي، سياسي، تعليمي، تصوفي او فلسفيانه انګازو يوه هنداره ده. په خپل وخت کې يې د نقادانو نه ښۀ د تحسين خراج واخستو. خو نن ځنې لکير کې فقير نقادان يې د ادبي مرتبې او قدروقيمت د راغورځولو کوشش کوي. رښتيا خبره داده چې زما ځاني علمي او فلسفيانه موضوعات، کردارونه او مکالمې ډېرې خوښې وي. او دا واحد د پښتو ناول دى چې ما په ډېر شوق او عقيدت سره لوستى دى. هم په دې کلونو کې د رشيد علي دهقان ډرامايي ناول "د سرو تعويذ"، د محمد ابراهيم شبنم "خواښې انګور" او "اجړه" او د روغ لېوني ناول "چرسي" چاپ شو. خو خوند يې ونۀ کړو او د شوقينو لوستونکو پام يې په خپل لور راونۀ ګرځولو.
د شلمې پېړۍ اوومه لسيزه د معيار او مقدار لحاظ سره د پښتو ناول زرين دور ؤ. خاص کر څلور نومونه داسې دي چې دې ميدان کې يې تر ډېره حده کاميابې، نوې او زړۀ راښکونکې تجربې وکړې. دا څلورکسان دي: (١) ميا سيد رسول رسا، (٢) ډ- شېرزمان طايزى،  (٣) نورمحمد "تره کى" اؤ ( ٤)  غلام حبيب افغاني.
د رسا صاحب ناولونه: رسا صاحب پنځه روماني ناولونه ليکلي دي: ١- مفرور، ٢-  شمۍ،٣-  مامونۍ،٤- خودکشي او  ٥- مېخانه.
د رسا ناولونو په باره کې د بېلو بېلو نقادانو رايې دا دي:
ميا تقويم الحق صاحب ليکي:
"يؤ بسيار نويس اديب په پنډونو ناولونه په يو ځاى پېش کړۀ. خو رشتيا دادي چې دې صنف عوامي مقبوليت ونۀ موندو". 
خو يو بل ځاى خپلې رايې کې لږ اعتدال راولي او ليکي: 
" سېد رسول رسا صيب ډېر ناولونه ليکلي دي. روماني ناولونه چې ماحول يې د دې علاقې نه بهر دى او د عامو انسانانو د جذباتو ترجماني کوي. ځنې ناولونه يې يو قسم ته سفرنامې يا رپوتاژونه دي چې يو پلاټ کې پيرلى شوي دي او تحير يا دلچسپي پکې پيدا شوې ده. د داسې ناولونو ځان ته يو خوند دى".
ډ – شېرزمان طايزى صاحب چې خپله هم يو معتبر ناول نګار او نقاد دى، د رسا صاحب د ناولونو په باره کې ليکي: 
"د سېد رسول رسا څلور واړه ناولونه معاشي او معاشرتي خُم کې رنګ دي او د پښتون نفسياتو ته اپيل کوي.  بعضې نقادان او پوهان د رسا ناولونه کمزوري ګڼي خو دې کې يوه خوبي ده چې هغه د دې ناولونو ارزښت ساتي. رسا د پاکستان سفارت خانو کې د پريس اتاشي په عهده په کابل، تهران او جکارته کې کار کړى ؤ. هغۀ په خپلو ليکونو کې د هغو حالاتو او د هغې ډپلوميټيک چاپېرچل عکاسي کړې ده.  بله دا چې رسا د طالب علمۍ د وخت نه غوښتل چې پښتو د شعر او ادب  نوو غوښتنو سره اشنا کړي".
اخر رسا صاحب په خپلو خواريو او کمټمنټ کې فني حوالې سره کامياب  شو او ١٩٥٨ء کې يې خپل پنځم ناول د "مېخانه" په نوم وليکلو. داسې يې د پښتو ادب د ناول په تاريخ کې يو اعتباري او بهتر نوم او مقام وګټلو. د دې ناول د فني جايزې په باره کې په قد کمتر خو په قيمت بهتر ځلمي نقاد حنيف خليل دا رايې ډېره درنه ده چې په فني حواله دا ناول ښۀ دى. پلاټ يې چست، منظر کشي ښکلې، کردارونه ژوندي او سسپنس عالي دى. په مجموعي توګه د ناول په فن د رسا صيب د رسا فکر نشان دهي کوي.
د ډاکټر شېرزمان طايزي ناول نګاري: کۀ حمزه بابا "بابايې غزل" ؤ نو شېرزمان طايزى د پښتو ناول نګارۍ د فن بابا دى چې پنځۀ ناولې يې ليکلې دي او هغه دا دي:
١- ګل خان،٢- امانت، ٣- رحمان کورونه،٤- غونډى، ٥- وادۀ ونۀ شو.
د تقويم صاحب په شان زيرک او پوه نقاد د دۀ د ناولونو ستاينه په دې ټکو کوي: "شېرزمان په ناول کې ګڼې تجربې کړې دي او کامياب ناولونه يې ليکلي دي. هغۀ خپل ناولونه د پښتنو ماحول کې ايښي دي او نۀ صرف دا چې منظرونه يې خالص پښتانۀ دي دغه ونې، بوټي، کاڼي، مرغان او بنيادم لکه جذبات، خيالات او احساسات يې هم پښتانۀ دي".
ځاني ماته د دوئ په ناولونو کې اخرني ناول "وادۀ ونۀ شو" کې ډېر جدت او معيار ښکاري. جاسوسي او مهماتي ناول دى. اصل موضوع يې د جادو ټوڼې ټوټکې ده. سياسي او تاريخي واقعات هم لري او جغرافيايي منظر کشي يې هم د ستاينې ده.
د نورمحمد "تره کي" ناول نګاري: د افغانستان پخواني صدر نورمحمد "تره کي" شپږ ناولونه ليکلي دي: (١) : بې تر بيته ځوى  ٢-   څړه  ٣- د بنګ مسافري  ٤-  سپين  ٥- سنګسار  ٦-  موچي .
دا ټولې نظرياتي او طبقاتي ناولې دي. ناول نګار د کميونزم مبلغ، د کارل مارکس همسفر او پښتون ميکسيم ګورګي ؤ. د ترکي صاحب په دې ټولو ناولونو کې "سنګسار" په  فني لحاظ سره د ستايلو دى.
د حبيب افغاني ناول نګاري: د پښتو د ناول نګارۍ په تاريخ کې حبيب افغاني ډېر اهم نوم دى چې نقادانو تر اوسه تر ډېره حده راسې نظرانداز کړى دى. هغوئ تر اوسه څلور ناولونه ليکلي دي:
١-  ښاپېرۍ  ٢-  مينه او فرض  ٣-  ناوې  ٤- غشى ( ناچاپ )
دې کې اولني درې ناولونه روماني، معاشرتي، مقصدي او د حب الوطنۍ د جذبو نه ډک موضوعات دي او څلورم يو خالص سياسي ډايري نما ناولګوټى دى. هسې خو د حبيب افغاني اولني درې ناولونه هم فني لحاظ سره ښۀ او معياري ناولونه دي. خو د څلورم ناولګوټي پلاټ او تکنيک يې جدت لري. مکالمې يې د مقامي مروتوالې لهجې د ټکو او متلونو په وجه ډېر خوند کوي. مصنف تاريخ  باندې پوه،  ښۀ مبصر او د سياسي حالاتو او واقعاتو ښۀ نقاد او تجزيه کونکى ښکاري.
د بنو غازي سيال تر اوسه ايکي يو ناول د "بنزي" په نوم ادبي دنيا ته ورکړى دى چې د فن او د موضوع اعتبار سره د خپل وخت په ښۀ او معياري ناولونو کې شميرېدو او اکثر د پښتو د اعلى درجې د تدريس په کورس کې به شامل ؤ .
تاريخي ناولونه:  پښتو کې د تاريخي ناولونو ابتدا د ټولو نه مخکې غوث خېبري د "ابدالي توره" نه وکړه او روستو د سوات رحيم شاه رحيم ددې بنسټ کلک کړو. رحيم شاه تر اوسه دا ناولونه ليکلي دي .
١-  راجګڼه، ٢- بي بي مبارکه، ٣-  سکندر اعظم چې د فن لحاظ سره د صفت وړ دي.
ددې سيمې يو بل تاريخي ناول نګار د "دشت لوط مسافر"  مصنف پاينده محمد خان دى چې نقادانو يې فن ستايلى دى.  ښاغلي شيرين زاده خدوخېل هم د "غازيان" په نوم يو تاريخي ناول ليکلى دى. بايد چې د خپلو افسانو په شان يې ښۀ او معياري ليکلى واى.
جنسي  ناولونه: د پښتو جنسي ناول نګارانو کې د ماټو خان نوم نقادان اخلي. اى د پښتو د اقدارو د خيال نۀ ساتلو په وجه يې ستاينې ته غاړه نۀ ږدي. خو کۀ ناول نګار په خپلو ناولونو کې د علامتي انداز نه پرته د فن  د لوازماتو خيال هم ساتلى وى نو دا ناولونه به د پښتو د جنسي ناول نګارۍ په مخ تګ کې يقيناً يو قابل قدر اضافه وه.
دلته د محمد حسن خليل د نهه ناولونو ذکر کول به بېځايه نۀ وي چې نۀ صرف روماني او معاشرتي ناولونه دي، بلکې د فن لحاظ سره هم د ستاينې جوګه دي.
ترجمه شوي ناولونه: لکه چې مخکې ذکر وشو د پښتو ناول ابتداء د ترجمې نه شوې ده. د دې نه پس تر اوسه د دېرشو نه زيات ناولونه په پښتو کې ترجمه شوي دي چې دې کې اکثريت د افغانستان د ليکوالو دى. چې ګڼ روسي ناولونه يې ترجمه کړي دي. حنيف خليل يې وضاحت سره ذکر کړى دى.
ما ځاني صرف يو ترجمه کړى ناول "فردوس يا بله نشته" لوستى دى چې د شاه جهان وګړپال زيار دى. د اصل ناول ليکونکي نوم السداوي دى. ناول عرب ملکونو (خاص کر مصر) کې د يوې ښځې د استحصال او بيا د دې زړورې ښځې د هغه سماج خلاف د يو جدوجهد او بغاوت داستان دى. ترجمه کوونکي د ترجمې حق ادا کړى دى. 
ګڼو پښتنو ښځو هم ناولونه ليکلې دي. خو ما تر اوسه صرف د سلمى شاهين ناول "کۀ رڼا شوه" لوستى دى چې د ښځو د حقوقو په باره کې دى. د افغانستان په ناول نګارانو کې ما صرف د محترم سعد الدين شپون ناول "شين ټاغى" لوستى دى چې د فن، ژبې او د موضوع په اعتبار سره يؤ ښۀ کوشش دى.  د نامتو افسانه نګار طاهر اپريدي ناول "کاڼو کې رګونه" هم زما د نظره تېر شوى دى چې د قبايلي ژوند او دود دستور ښه هينداره پېش کوي. وايي چې اسير منګل هم يو ناول د "ترله" په نامۀ ليکلى دى خو ارمان چې لوستل څۀ چې ما تر اوسه ليدلى هم نۀ دى.  داسې ګڼو کسانو سره ناچاپه ليکلي ناولونه پراتۀ دي چې د پښتو اديبانو ډايرېکټري مرتبه همېش خليل کې يې ذکر راغلى دى. پښتو کې د سراغ رسانۍ واحد ناول عقاب خټک مرحوم "لوي بوټان" ليکلى دى چې ماته يې تر اوسه د مطالعې شرف حاصل شوى نۀ دى. 
د ډاکټر شېرزمان طايزي وېنا ده چې د پښتو دا دوه ناولونه پروسږکال شايع شوي دي: ١_ دا خو مينه نۀ وه، د ډاکټر عبدالخالق چې يو روماني ناول دى او ٢_ "قوماندان" د عبدالباري جهاني زيار چې د شپون د ناول "شين ټاغى" په رنګ د ثور د انقلاب او افغانستان باندې د روسيانو د يرغل په تناظر کې ليکلى شوى دى.
ډاکټر صاحب د دې ناولونو نه علاوه د ګڼو نورو ناولونو ذکر هم کړى دى. مثلاً نوى ژوند د شېرحمد شېر، نوى کول د ساغر افريدي، وړه بي بي د عبدالبصير زخمي، توده بکره د پرويز شيخ، "ترله" د اسير منګل، د مينې ډالۍ د بشيردوديال، ژوندۍ مينه د ميا مکمل شاه، د تخت غمى د مصطفى بهار، مزل او منزل د محمد ظريف خان، پاتې شه باران دى  د مصطفى سالک، شاهين د محمد اعظم ملازو، د سيند په غاړه تږى د خيرالحکيم حکيمزي، ګل خوبانه دا يم، د دلسوز خټک، کډه په سر او پېټى د تاج سعيد خټک،  مينه د زړۀ په وينه د مجاوراحمد زيار، سپوږمۍ د کبرا مظهري، زبېښناک د صفيه حليم، سکندر اعظم د رحيم شاه رحيم، الله او بهګوان د پاينده محمد خان او منګرے د غازي سيال چاپ ناولونه دي چې د کال ٢٠٠٥ء ادبي سوغاتونه دي او تا حال د نقادانو د څېړنې پامته داره دي. 
زما د معلوماتو مطابق د بلوچستان سيمې يو ناول نګار هم تراوسه نۀ دى پيدا کړى.
د پښتو ناکامه ناول نګاران: د پښتو ځينو ډيرو سترو او همه جهته ليکوالو د ناول ليکلو هڅه کړې ده خو پکې ناکامه شوي دي. ايوب صابر مرحوم د عجب خان اپريدي په موضوع د يو ناول  ليکلو کوشش کړى خو کاميابه نۀ شو. داسې محترم پرېشان خټک سره هم ددوه ناولونو مسودې د ډېرې مودې نه تيارې پرتې وې خو تراوسه ميدان ته راونۀ وتې. داسې دې بې هنره خاکسار هم د پښتو په يو معاشرتي کمزورتيا باندې د ناول ليکلو بريد کړى ؤ. اول باب يې وليکلو خو د طاهر اپريدي او د عبدالفتح پښتون د قدغن په زد کې راغلو. خېر کۀ يو ناکامه شاعر يو ښۀ نقاد جوړېداى شي نو يو ناکامه ناول نګار ته هم د ناول په تاريخ او هنر د مقالې ليکلو بلنه ورکېداى شي. ګران اسير منګل او سليم بنګش ډېر زورور خلق دي، څۀ به وايې.
د پښتو ناول ښۀ نقادان: تقويم الحق کاکاخېل مرحوم، افضل رضا مرحوم، پرېشان خټک، اياز داودزى، همېش خليل، ډاکټر شېرزمان طايزى، ډ- اقبال نسيم خټک، رحيم شاه، پروفيسر رب نواز مايل، حمزه بابا، حبيب الله رفيع ، ګل باچا الفت، ابراهيم عطايي، دوست محمد شينوارى، ډاکټر احمد زيار، خالد خان خټک، ډاکټر اعظم،  ډ- بي بي مريم  د پښتو ناول ښۀ لوستي، زيرک ، پوه او استادان هنري نقادان دي.
حرف اخر:
پښتو کې تر اوسه د عالمي معيار او د خوښې ناول ونۀ  ليکلے شو. د دې اهمه وجه داده چې: ناول د ځنې نورو اصنافو په شان د يورپ په ځمکه زيږېدلى، پاللى او په مخ تګ باندې روان شوى دى او پښتو کې د ناول ليکل د پردي وطن ګل لاله په خپلې ځمکې کې کرل دي. او چې وکرل شي نو ددې  د ودې دپاره سره ( کهاد) هم د مقامي په ځاى د يورپ پکار ده. داسې د اب وهوا او د ماحول خبره ده. د پښتونخوا اهم اقدار او موضوعات، د پښتونولۍ رواجونه دي. دلته نقادان وايي چې ناول هر حال کې د يوې معاشرې او قوم د ژوند ژواک او معاشرت ترجمان وي. نن د ګلو بلايزېشن، شخصي ازادۍ، روشن خيالۍ، د تحرير او د تقرير د ازادۍ، د ساينس اؤ ټيکنالوجۍ او د همه ګير انساني اقدارو زمانه ده.  د يورپ په خاوره نولسمې او شملې پېړۍ کې د بېلو بېلو فلسفو او نظرياتو تودې او سړې مبارزې تېرې شوې. کله چې د جمهوريت، ازادۍ او د انساني حقوقو نظريې، کله د فاشزم، سوشلزم، کميونزم، کيپټلزم او داسې نور تحريکونه او کله د تشکيک، اظهاريت، عينيت او د وجوديت فلسفې پښتو ناولونو کې کۀ څوک ډېر جدت هم پيدا کړي نو د رومان، قام پرستۍ او زيات نه زيات طبقاتي کشمکش نه مخکې نشي تللاى. د عالمي معيار ناول ليکلو دپاره موضوع او هيئت دواړه بدلول غواړي. د زړو اقدارو نه کۀ مکمل بغاوت نۀ وي نو دې کې زيات وسعت او ژورتيا پيداکول پکار دي. هيئت کې د ناول فني لوازماتو باندې په ټينګه زور ورکولو په ځاى بايد چې ناول نګار د (Free flow of the Stream of Consciousness)  فضا قايمه کړي. د انګريزۍ، جرمني، فرانسې، روسي او د نورو يورپي ژبو شهکار ناولونه دې په پښتو کې ترجمه کړاى شي. د انساني نفسياتو، پيراسائيکالوجي، د دنياګۍ دغويمو او د هنګامو، جديد ساينس او د ټيکنالوجۍ د کمالاتو او د عجايباتو زياته نه زياته مطالعه او مشاهده کول پکار دي. او د دې علمونو د تاثير لاندې دې ناول وليکلى شي. ولې چې د نن ناول ګار خو ځان د ولي، ساينسدان، فلسفي او د شا عر نه اوچت ګڼي چې د انسان د سالم ژوند مکمل ادراک لرلو دعوى لري. لنډه  دا چې: 
karakathana.bloguna.tolafgha

پښتو ډرامه يو سرسري جاج

     پښتو ډرامه يو سرسري جاج
                                                    امجد شهزاد

      شيکسپئير وايي چې دا نړۍ يو سټېج دی، هر يو انسان راځي، خپل رول لوبوي او ځي. په دې کشاله کښې نه پرېوځو چې نړۍ واقعي سټېج دی او خلک د وړاندې نه د يو ليکل شوي (سکرپټ) مطابق خپل رول ولوبوي او لاړ شى؛ خو که وګورو نو د کله نه چې انسان ټولنيز ژوند ته راغلی دی او د ټولنې د ضرورتونو دپاره څه قوانين، څه ضابطې او رسم رواجونه جوړ شوي دي؛ نو په ډېرو حوالو انسان واقعي اداکار دی، لګيا دی اداکاري کوي او يو ټولنيز ژوند په وړاندې بيايي .
دلته مونږ خبره په ډرامه کوو؛ نو ښه به دا وي چې اول د ډرامې په تاريخ يو ځغلند نظر واچوو. وايي چې د ډرامې باقاعده پېل د يونان نه شوی دی، حالانکې ددې نه وړاندې هم په انساني ژوند کښې ځنې رسمونه، رواجونه داسې وو چې ډرامايي بڼه يې درلوده؛ خو مونږ د ډرامې د باقاعده څېرې او هنر خبره کوو. په يونان کښې باقاعده نندار ځايونه (Theaters) وو، د هغه دور په ډرامه ليکونکو کښې اشيلوس، ارستو فانس، سوفوکليز، سکايى ليس وغېره مشهور وو. وئيل کيږي چې په ايتهنز کښې به د ښو ډرامو مقابلې هم کېدلې، اشيلوس نوي (٩٠) ډرامې ليکلې وې چې ١٣ ډرامو پکښې وړومبۍ اعزاز ګټلی ؤ، دغه وخت به يې وړومبۍ اعزاز ګټونکي ته د سرو زرو يا سپينو زرو تاج په سراوو.
ځينې څېړونکي د وړومبۍ ډرامې ليکونکي سکايى ليس يادوي چې دده ډرامه اسپلنټ يا سپلي اينټ دوه نيم زره کاله پخوا د ايتهنز په ښار کښې سټېج شوه، ډرامه چې تر دغه ځائی او تردغه معياره رارسېده؛ نو په سوونو کاله به يې سفر کړی وي؛ خو دغه ډرامه مونږ وووړومبۍ معياري ډرامه ګڼلی شو.
ځينې روايات دا هم ښايي چې د ډرامې هنر د مغرب نه وړاندې په مشرق کښې مخ په وړاندې تلی دی . وئيل کيږي چې په زوړ مصر کښې د يوې ډرامې اثار موندل شوي دي چې سرليک يې  " ايپى ډوس" ؤ او د يو لوئي امير "اوس رس" د مرګ په تلين کښې ښودلې شوې وه. ددې ډرامې زمانه دوه يا درې زره کاله قبل مسيح ښودل کيږي ــــ.
    وروستو په اروپا کښې د انګلستان شيکسپئر او د فرانس راسين دغه هنر نور هم مخ په وړاندې بوتللو.
په هندوستان کښې دا هنر ټوقيانو او نقلچيانو وروزو او د پرمختګ لارې يې ورته برابرې کړې. تر دې چې د کاليداس غوندې ډرامه ليکونکی پيدا شو چې په سنسکرت کښې يې د "شکنتلا" په رنګ شاهکار تخليق کړو چې د نړې په هره لويه ژبه کښې يې ترجمه وشوه. د سنسکرت نور ښه ډرامه ليکونکي اشوکهوس، بهاس، سومل، شودرک، هرش، بهوبهوتي او وشواکهادت دي ــ 
   وئيل کيږي چې د ډرامې د هنر په هکله د نړۍ د ټولو نه وړومبی کتاب " بهرت مني" د (( ناتيه شاستر)) په نوم ليکلی دی. په دې حواله دا وړومبی ضخيم او مستند کتاب ګڼلی شي؛ خو د ارسطو کتاب Poetics هم د يادونې وړ دی چې په ډرامايى شاعرۍ، تراژيدي او کاميډي باندې ګټور بحثونه لري . ( د ډرامې تاريخ او فن – شهسوار سنګروال)
زمونږ په هېواد کښې دا هنر د اريايانو د مېلو ټېلو او ځنې نورو رسمونو رواجونو راهيسې راروان دی چې دغه مېلو، ځنې مخصوصو ګډاګانو او د نورو رسمونو بعضې اړخونو ډرامايي شکل درلوده.د ماشومانو په لوبو کښې هم مونږ ځنې ډرامايى نندارې ليدی شو او دا وئيلی شو چې د هنر دغه شکل په زرګونو کاله زوړ دی  او په مختلفو شکلونو کښې تر دې دمه جارى دى.
    د پوهاند حبيبى په قول چې د پخوا زمانو راهيسې په خراسان کښې د تمثيل غوندې راز راز پېښې او لوبې وې چې په شاهي دربار او د خلکو په بنډارونو او محفلونو کښې د ساعت تېرۍ تفريح او عبرت يا خندا دپاره ښودل کېدې، په ښارونو کښې ټاکلې ډلې، خلک او اداکاران ددغه کار دپاره وو او دوى به په اخترونو، ښاديو، مېلمستياوو او مېلو کښې ډول ډول د تمثيل صحنې جوړولې. (پوهاند عبدالحى حبيبى – هنر مجله څلورمه ګڼه کال ١٣٦٠- مخ ٤-٥)
    پوهاند حبيبى دا هم وايى چې په کابل کښې به دربار هم يو "مجلس ارا" درلود. دې سړى به ځينې د عيارانو او پخوانو پهلوانانو داستانونه، يواځې يا په ډله ايزه توګه تمثيل کول او کله به يې د شاهنامې داستانونه په حماسى لهجه او حرکاتو سره ښودل، په دغو کښې ١٩١٠ خواوشا د کابل فقيراحمد د ملا محمد حسن زوي د امير د دربار مجلس ارا ؤ.
     حبيبى صېب وړاندې ليکي چې د کابل په زاړه ښار کښې يوه محله وه چې "کوچه سادوها" يې بلله او دلته به دغسې قيصه ګويان اوسېدل چې خلکو "جنګ نامه خوانان" هم بلل، له دغې ډلې څخه په شلم قرن کښې ملا على جان په "ملا يې سپېد"مشهور ؤ چې پخپلو خبرو يې خلک ژړول يا به يې خندول ( مړ کابل ١٩٣٤) دده زوي ملا سخى او نمسے اسدالله تر اوسه دغه پېشه ساتي . کاکه ګل بچه ادم، دينو دارباز، محي الدين سراج، سردار غياث هم د کابل ممثلان وو. ( پوهاند عبدالحى حبيبى – شلمه صدۍ کښې د افغانستان هنر – مخ ١١-١٢)
   د شلمې پېړۍ په وړومبۍ نيمايى کښې د کندهار دوه اداکارې ډلې ډېر مشهورې وې چې خلکو به ورته ناټکان (کاميډين) وئيل، دغه ډليو به د فراموز ناټکي او حاجى کريم ناټکي په مشرۍ کښې د شپې په بازارونو کښې خپلې نندارې ښودلې. سنګر او موسى يې ښه اداکاران وو (پوهاند حبيبى – ايضاً)
    په کال ١٩٢٢ کښې يوه ليکل شوې ډرامه چې د ځينو ډاراماتيک اصولو خيال پکښې ساتل شوی ؤ، اول د جلال اباد د کوکب په باغ کښې او بيا دلغمان په "کلا سراج" بڼ کښې وښودل شوه. ددغه دور نه يوه لسيزه وروستو په لره او بره پښتونخوا کښې يو شان مشهور رحيم الدين (رامو) ټوقمار ؤ چې اکثر به يې په مجلس کښې "فى البديه" نقلونه او اداکاري کوله چې ناست کسان به ورته د خندا نه شنه وو.
دغسې حضرت باز استاد هم په لره او بره پښتونخوا کښې د يو ټوقمار او سندرغاړى په حېث مشهور ؤ. د سوات رياست په درباري ټوقمارانو(اداکارانو) کښې شرف ګل ځانګړی شهرت او مقام درلوده.
    د تېرې پېړۍ په وړومبۍ نيمايي کښې په هندي ژبو کښې ځنې اداکاران او ليکوالان دې مېدان ته راووتل چې پښتو ته هم په دغه حواله د سنجيده کوششونو لار هواره شوه، په دغه ورځو کښې ددې ځائی د هندي او پښتو په مشهور ليکوالانو او اداکارانو کښې پرتهوي راج، قمر سرحدى، ماسټر عبدالکريم، عبدالرحمان، حيات خان،عبدالاکبر خان، عبدالخالق خليق، قاضى رحيم الله خان، اميرنواز خان جليا وغېره د يادونې وړ دي ـــ.
   د پښتو وړومبۍ باقاعده ډرامه د ښاغلي عبدالاکبرخان "تعليم جديد، تهذيب جديد" وه چې په ١٩٢٧ کښې ليکل شوې وه او د اتمانزو په سکول کښې سټېج شوې وه.
دغه شان د پښتو ادبياتو د نورو صنفونو په شان چې د باچاخان بابا(رح) تنظيم انجمن اصلاح الافاغنه او خدايي خدمتګار ورته يو نوی خوند رنګ او مقصديت ورکړو،د پښتو ډرامې د باقاعده پېل او د هغې د ترقۍ او پرمختګ دا اعزاز هم باچاخان ته ځي چې د هغه تحريک د پښتو ډرامې ستر ستر ليکوالان وزېږول او پښتو ډرامې يو باقاعده شکل بياموند. د باچاخان بابا(رح) د اثر لاندې غازي امان الله خان هم دې پله پاملرنه وکړه او د پښتو هنرونو د پرمختګ دپاره يې اقدامات وکړل په دې وروستو خبره کوو.
په کال ١٩٢٨ کښې د قاضى رحيم الله خان ډرامه نوى روشنى يا نوې رڼا چې وروستو بيا غازى امان الله خان کابل ته هم وغوښتله، وليکل شوه.دغه رنګ د امير نواز خان جليا "درد" چې کارکوونکو او اداکارانو ته، چې اکثر پکښې واړه هلکان وو، پېرنګيانو په دې وجه سخته سزا ورکړه چې دا د پېرنګيانو د حکومت په خلاف جوړه شوې ده.
١٩٣٠  کښې نورې ښې ډرامې وليکلې شوې او سټېج شوې، لکه د عبدالاکبر خان "شهيده سکينه، جونګړه" او د عبدالخالق خليق "خدايى خدمتګار" وغېره. د "وينو جام" هغه وړومبۍ ډرامه وه چې د ډرامې په ټولو اصولو برابر يوه معياري ډرامه وه چې د اسلم خټک له خوا ليکل شوې وه او دا ډرامه په وړومبنو ريډيو ډرامو کښې شمېرلی شي؛ خو په دې حواله ښاغلی  ظفر کاکاخېل وايى چې "دغه ډرامه اصل کښې ما ليکلې وه چې "دکليو ښائست" نومېده چې د تاکال د نواب على خان په دېره کښې سټېج شوه، ووروستو دغه ډرامه ريډيو وغوښته او په وړومبۍ مې ١٩٣٥ کښې براډکاسټ شوه. او بيا چې اسلم خټک د انګلستان نه راغی او براډکاسټنګ افسر شو؛ نو زما هغه ډرامه چې ريډيو کښې پرته وه، هغه يې عبدالکريم مظلوم ته ورکړه، هغه پکښې څه ابتدايى تبديلۍ وکړې او ده "د وينو جام"د عنوان لاندې پخپل نوم وړاندې کړه".
(د ظفر کاکاخېل مرکه، د سپېدې دوه مياشتنۍ مجله- څلورمه ګڼه- کال ١٣٦٩- مخ ٥١-٥٢)
    په افغانستان کښې په ١٢٩٩ هـ ش کښې غازي امان الله خان دې اړخ ته پوره پوره پاملرنه وکړه او پېل يې د ځينو وړو وړو تمثيلي ټوټو نه واخست چې د ښوونې او روزنې دپاره به د ښوونځيو او پوهنې شاګردانو ته ښودل کېدې. په دغه لړ کښې به ځنې ډرامې د لرې پښتونخوا نه هم هلته غوښتل کېدې.
امان الله خان د باچاخان په وېنا پښتو ژبې ته خصوصى پاملرنه وکړه، په دغه لړ کښې يې د ارګ په شمالى برج کښې د پښتو ژبې د ودې دپاره يو مرکزي دفتر پرانيستو چې د پښتو دپاره پکښې کار کېدو.
   کال ١٩٣٣ کښې د کندهار ادبي انجمن جوړ شو چې د هېواد مشهور دانشوران، شاعران، اديبان پکښې شامل شو او د ((پښتو)) په نوم مجله يې هم چاپوله، په دغه مجله کښې د شاګردانو دپاره درسونه هم تيارېدل او د شاګردانو د تشويق دپاره تمثيلونه هم خپرېدل. هغه ډرامه چې د محمد اعظم ايازى له خوا ليکل شوې وه، سر ليک يې ؤ "د ازاد افغانستان او سپين ږيرى خبرې" يادولی شو. په دې ډرامه کښې په هغه چا تنقيد شوی ؤ چې پښتون وى او په پښتو ژبه نه پوهېږى.
کال ١٣١٤هـ ش کښې د عبدالحئ حبيبى صېب ډرامه "توريالۍ پښتنه" په طلوع افغان کالګڼه کښې چاپ شوه. د استاد رفيع په قول دا وړومبۍ ښه ډرامه وه. ١٣١٧ کښې د عبدالرحمان پژواک په زړه پورې ډرامه "ليمه داره روپۍ" وليکل شوه، د استاد خادم "سورګل" د استاد عبدالروف بېنوا "زوړ ګنهګار" د استاد محمد اکبر پامير "بندي" او د استاد صديق الله رښتين "پښتنې مېرمنې" يا خو سټېج شوې او يا د رېډېو نه خپرې شوې.
     فلم چې د ډرامې پر مخ تللی شکل دی او د ډرامې په زمره کښې راځي، په افغانستان کښې وړومبی فلم "عشق و دوستى" ١٣٢٥ هـ ش کښې او په پښتونخوا کښې د "خېبر مېل)" په نامه ١٩٣٧ کښې جوړ شول. دلته وروستو، يوسف خان او شېربانو، دره خېبر، علاقه خېبر، عجب خان اپريدی، باز او شهباز، چغه، کوچوان او شهيد په نوم فلمونه جوړ شول او په افغانستان کښې ټيلى ويژنى فلمونه عزت، ناوې، د کونډې زوی، لوټماران، مېړانه او سينمايى فلمونه "ارمان او د کوڅو سرګردان" مشهور او معياري فلمونه وو.
    د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کښې په لره پښتونخوا کښې د ټى وي په راتګ پښتو ډرامه څه مخ په وړاندې لاړه. پښتو فلم هم دلته د ١٩٩٠م پورې څو څو پړاونه ووهل؛ خو په بره پښتونخوا کښې د اړې ګري او ناقلارۍ له وجې په دې کښې څه د ذکر وړ ترقي ونشوه.د بدقسمتۍ نه د شلمې پېړۍ په ورستۍ لسيزه کښې پښتو فلم د پنجابيانو او نورو غېر پښتنو پروډيوسرانو او ډايريکټرانو په لاسو کښې په مکمل توګه ورغی او د پښتو د کلتور سره هغه ناشونې وشوې چې ازاله به يې تر ډېرې زمانې ونه کړی شي . په دغه ناوړه لوبه کښې زمونږ پښتنو اداکارانو هم برخه واخسته؛ خو ښځينه اداکارانې پکښې يا خو هندکو ژبې وې او يا پنجابيانې چې د نوې ټيکنالوجۍ په بنياد دهغوى د کردارونو سره د پښتو ډائيلاګ ډبنګ وکړی شو. دغه غېرو پښتنو ښځو اداکارانو د فحاشۍ او عريانۍ ټول ريکارډونه مات کړل، دوى هاغه منظرونه فلمبند کړل چې په ذکر کولو يې هم سړی شرميږي. دوي د يو سازش لاندې د پښتنو کلتور په منظمه توګه بدنام کړو او په هنري توګه يې دغه هنر په شا بوتلو.
    کوزه پښتونخوا کښې ريډيو او ټيلى ويژن ډرامې ته ډېر نوميالي ليکوالان او ادکاران ورکړل. په دغه ليکوالانو کښې د مثال په توګه امير حمزه شينواری،ګل افضل خان، محمد اعظم اعظم،نور البشر نويد، سعدالله جان برق،پروفېسر افضل رضا، نذر محمد، خالقداد اميد او نور بې شمېره ليکوالان چې دټولو نومونه ليکل ممکن نه دي . په اداکارانو کښې ممتاز علي شاه،اسماعيل شاهد، سيد رحمان شينو، محمد خاميس، قاضى ملا، نوشابه،شازمه حليم اونور بې شمېره د ذکر وړ اداکارن وبخښل.
         د پښتونخوا د ريډيو او ټي وي په ډرامه، ليکوالانو او اداکارانو ځانله پوره کتاب ليکلی کېدی شي خو دلته مونږ د مثال په توګه د ډېرو کمو ښاغليو ذکر وکړو.
په روانه لسيزه کښې چې کله په افغانستان کښې دې پله بيا څه پام وګرځول شو او کار پېل شو؛ نو په لره پښتونخوا کښې د اېم اېم اې حکومت په نشترهال او ځنې نورو ثقافتي ځايونو او هلو ځلو بنديز ولګولو. پښتو ډرامې سي ډيز کښې راوتل شروع شوې؛ خو په ځائی ددې چې ددغه نوې ټيکنالوجۍ نه ګټه اخستی شوې وی او پښتو ډرامې له پکښې وده ورکړی شوې وی،اپوټه د پښتو ډرامې د زوال سبب وګرځېدو.په دغه لړ کښې ځنې نواموزو ډرامه ليکونکى او جوړونکى رامخکښې شو، په دوي کښې خو ځنې داسې هم دى چې په يو وخت ليکونکي هم دي، پروډيوسران هم دي، ډايريکټران هم دي او ايکټران هم دي. په دوي کښې اکثريت د هغه خلکو دی چې ددې هنر سره هېڅ علاقه نه لري، مطلب او مقصد يې صرف او صرف پېسه ګټل دي، يعنې چې فنکاران نه بلکې تاجران دي .دوي په دغه ډرامو کښې د اخلاقو نه پرېوتي منظرونه د غېر معياري موسيقۍ او شاعرۍ سره فحش ګډاګانې فلمبند کړي او د فن او هنر د ترقۍ په ځائی يې اولس د يوې بلې مسئلې سره مخ کړو. د اېم اېم اې حکومت څو څو واره ددغه ناوړه عمل د مخنيوي دپاره تش په نوم اقدامات وکړل؛ خو د دوى دغه اقدامات غېر موثره او د نورو نورو کشالو د راولاړېدو سبب ګرځي . حال دا دی چې د پښتو فن او هنر د لوئی زوال او تباهۍ سره مخ شو؛ خو دوى(اېم اېم اې) نه ددې مخنيوی وکړی شو اونه ازاله ــــ. 

د غزل تنقيدي جاج


بوللـه يا قصيده، په عربي ادب كې يو بنيادي صنف “ ژانره” ده، چې د عربو په جاهلي دوره كې يې ډېره وده كړې وه او عربو به ډېر ارزښت وركاوه، تر دې، چې پياوړو شاعرانو به د قصيدو مسابقې سره كولې او د عكاظ په بازار كې او د مكې په ديوالونو به يې ځړولې او نور شاعران به يې ادبي مقابلې او ځواب ته رابلل. په بوللوکې به داسې ستاينې او غندنې كېدلې، چې كله كله به د عربو په قبايلي جګړو كې وويلې شوې، نود جګړې لورى به يې بدل كړ او بايللې جګړه به يې وګټله.
د بوللې د زيات اغېز لپاره به د بوللې په سر كې يو ډېر پياوړى ادبي تمهيدؤ او داسې قوت، عذوبت، جذابيت او كشش به يې درلود، چې اورېدونكي به يې داسې راكښود، چې بيابه يې تر پايه بوللې ته غوږ اېښى ؤ او دده پر جذباتو او احساساتو به يې لوبې كولې.
د غزل دې تمهيد ته يې تشبيب،نسيب يا تغزل وايه، چې د مينې او ښكلاپه ستاينو به ولاړ ؤ او الفاظ به يې دومره خواږه او راڼه وو،لكه له ګلابو، چې شات جوړ كړې او دومره خوشبويه او راڼه وو، لكه له ګلابونو چې عطر جوړ كړې، دا ښكلي توږلي، ځلېدلي، مهين كړي او قالب كړي الفاظ په حقيقت كې هغه زرېنې خښتې وې، چې د غزل ماڼۍ پرې ودانېږي، خو د عربو په ګرمو او تبجنو دښتو او صحراؤ كې بوللې خپله دا نازولې لور تل په اوږه ګرځوله او نه يې پرېښودله، چې په دې سره ځمكه پلې شي، پښې يې وسوځي او يايي نور وجود د ګرمۍ په غشو داغي شي.
د دې تل پر اوږه سپرې غزلې وجود ډېر نازك او مهين ؤ، د مينې او محبت خبرې به پكې وي او يايي د طبيعت ښكلاوې ستايلې او يادولې.
د غزلې لکه څنګه يې،چې بدن نازك او تنكى ؤ، همداسې يې ګامونه او قدمونه هم واړه او لنډ وو، د تشبيب او تغزل بيتونه به ډېر لږ وو، له پنځو بيتونونه پيليدل او ترپنځلس بيتونو نه اووښتل، سره له دې چې بولـله سوونو بيتونو ته رسېدله. د غزلې خبرې هم لكه د ماشوم غوندې خوږې او وړې وې، په هر بيت كې به يې يوه خبره بشپړيدله او بل بيت به بله خبره درلوده، لكه د هوسۍ”غزال” غوندې به يې چې خپل چټك تګ كې يو ګام پر ګل ږدي، بل پر چمن، يو ټوب له چېنې نه اچوي بل له شېلې نه، غزلې به هم په يوه بيت كې يوه خوږه خبره كړې وه او په بل بيت كې به پسته خبره، څېړونكي د غزلې خبرې د مينې راز بولي او د مينو د زړه خواله.
پارس او خراسان يا لرغوني افغانستان ته هم د اسلام د سپيڅلي دين له راتلو سره عربي ادبيات زموږ سيمې ته راغلل، لومړى زموږ شاعرانو هڅه وكړه، چې عربي ژبه زده كړي او په عربي ژبه شعرونه وليكي، خو بيا داسې شاعران پيدا شول، چې د عربي اشعارو په قالبونو كې د خپلو ژبو الفاظو سپين او سره وڅڅوي او د عربي غوندې شعرونه ووايي.
كه څه هم زموږ په ژبو كې له پخوا نه اولسي ادبي قالبونه او ژانرونه موجود و، خو عربي ته ورته ژانرونه هم را منځته شول او په ځانګړې توګه زركاله وړاندې په غزنوي دوره كې د درې غلا قصيدې وويلې شوې او بيا په خاص ډول سلطان محمود غزنوي په غزني كې په سوونو شاعران راټول كړل او ډيرې لوړې او په ادبي بلاغت او فصاحت كې په سوونه بوللې يي وويلې او خراسان ته د عربي قصيدې له راتلو سره چې كله دري قصيدې رامنځته شوې، نو همدا وخت، د وخت پيل وړو شاعرانو د غزل ماشومه هم د بوللې له اوږې نه را كوزه كړه او ددې سيمې په ورېښمېنه ځمكه يې د ناز قدمونه واخيستل او د ادب په ورشو كې يې ځانكړى مزل پيل كړ، خو ښكلا او نازكي يې نوره هم زياته شوه او د مېنې خوږې خبرې يې نورې هم خوږې شوې.
پښتو ژبې سره له دې چې له ويدې او اوستايي دورې نه خوږه اولسي او پخوانۍ زړه شاعري درلوده، د عربي شاعرۍ سوغات هم په ځمكه ونه غورځاوه، بوللې، غزلې، څلورېزې او د عربي شعرونو نورو اصنافو ته يې هم هركلى ووايه، خو د خپل ادب رنګ يې هم وركړ، د عروضو پر ځاى يې د خپل تونيك سيلابيك رخت جامې ور واغوستې، خو سكښت يې په هم هغه بياتي وكړ، جې عربي بوللې ، غزلې او نورې پرې برښ كېدل او په دې ترتيب به يې داميلمنه كوربنه كړه.
دغزني له دربار سره لكه څنګه چې د غور دربار سياسي سيالي درلوده، همداسې يې ادبي سيالي هم پيل كړه او د غزني د در بار دپخو بوللو غوندې يې پخې بوللې را منځته كړې،چې د شېخ اسعد او ښـكارندوى شهكار بوللې تر موږ هم را رسېدلې او د خوښۍ او غم تشبيبونه يې هم د هغې وخت د خوږو او ترو پېښ، خوامه او پاخه ادبي انځورونه لري.
لكه څنګه چې د بوللې صنف پښتو ته راغلى ؤ، همداسې غزلې هم د پښتو ادب په ورشو خپل پاسته او غزالي قدمونه كېښودل او په هم هغه خوږه ، مهينه او عنبرينه ژبه يې له پښتنو سره د زړه خواله وكړل، د مينې خبرې يې وكړې او د مېنې رازونه يې بيا ن كړل، د شتو معلوماتو له مخې لومړى ځل اكبر زمينداوري د غزل پېغله د پښتو ادب پر غولي پلې او د ژوند زمينه يې ورته برابره كړه او هم هغه خوږه ژبه يې وركړه چې د غزلې غوښتنه وه:
د خپل ځان له حېرانيې څه ويل كړم
د عشق وير به تل په خپله پټول كړم
خو څرنګه چې د پښتونخواپر سيمه تل د پردو يرغلونو د تيري او جګړې اورونه بل وي، داوخت هم ګوډ تيمور پر هېواد ناتار جوړ كى ؤ ، نو ځكه ددې اور دود د پښتو غزل د غزال سترګو ته هم ورسېده او د اكبر په يوه غزل كې يې داسې ځان ښكاره كړ:
د مغولو تېمور هسې په اور وسوم
چې به هېر په دې ماتم زمينداور كړم
او له دې سره سم دپښتو په رنګين ګلبڼ كې د پښتوغزل مزل پيل شو او دمېنې درازونو ترڅنګ د ژوند د رمزونو او خوندونو تصويرونه هم په كې راغلل، روښانيانو تصوف، چې چنګيزيانو له ښارونو ويستلى و او غرونو غارونو ته يې شړلى و، بيرته د مبارزې ميدان ته راوويست او ورسره يې تصوف ته د ادب او غزل ژبه هم وركړه.
د دوى غزل د تصوف ارائې درلودې، خو ادبي پيرايي يې لږ او تتې وې، ارزاني تش د غزل ساده قالب تصوف ته وركړ، خو مېرزاو دولت،مخلص، كريمداد او نورو روښاني شاعرانو خپلو تصوفي غزلو ته ښايسته ادبي رنګونه هم وركړل اود غزل ادبي غوښتنې يې پرځاى كړې.
خوشحال بابا د غزل رباب ته نوي ترنګونه او نوي رنګونه وركړل، هم يې د مضمونو نو راز راز غمي په كې كېښودل،هم يې د هنر او ادب رنګين رنګين رنګونه او ځلېدونكي رنګونه وركړل او د پښتو ادب په ځانګړې توګه د غزل رنګين دور پيل شو، د خوشحال بابا ګڼو ځامنو او دپښتونخوا دڅپاند ادبي استعداد لرونكوشاعرانو د غزل په ګلبڼ كې نوي ګلبوټي زرغون كړل او په پښتو غزل كې لاهوتي نغمې او رحماني او لافاني انګازې را پورته شوې، چې د پښتو ادب دنيا او فضا يې د هنر په رڼو پرخو ووينځله او په خوشبو او په نغمو يې وپالـله.
پوره دوه سوه كاله د پښتونخوا په ګلبڼ كې د غزل پرخې او وږمې خورې وې، له خوشحال، رحمان، هجري، قادر، او بيا شيدا او پيرمحمد ته ورسېدې، خو بيا … بيا يو ځل د غزل دا تاند بوټى مړاوى شو ، رنګينې او ښكلايې له لاسه وركړه، خو په څنګ كې يې د مثنوي ګلبوټى په وده كې شو او په لسګونه كېسې په كې ليك شوې او په خپل ادبي رنګ يې رنګ شوې.
پېړۍ واوښتې د غزل بوټى همداسې مړاوې پاتې شو او ډېر لږ ګلونه په كې وغوړېدل، خو د شلمې پېړۍ د رابرېدلو سره چې د پښتو پر ټولو بوټو د هنر نوي بارانونه وشول، دپښتو غزل ګلبوټى هم بېرته تازه او تاند شو او د نويو ګلغوټيو تابيا يې وكړه.
حمزه بابا د دې پېړۍ مخكښ شاعر و چې دپښتو نوي غزل مالياري او پالنه يې وكړه او د پښتو غزل اننګو ته يې د خپلو وينو سره ور ولېږدول:
ستا په اننګو كې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا كړم
او په دې بې لوثه او بې سارې خدمت يې د غزل د بابا لقب وګاټه.
حمزه بابا د پښتو د نوي غزل يوه نوې باغيچه سمسوره كړه او د نوي غزل ګڼ بوتي په كې نيال شول او په پښتونخوا كې يوځل بيا د غزل بڼ رنګين او ګلورين شو او :
لابه ډېر ګلونه وا شي په دې باغ كې
ستاسو په لاس كې كتاب د همدې نوي غزل، د همدې ځوان غزل او د همدې شلمې پېړۍ د پښتو غزل په خط و خال ليكل شوى او ځوان ليكوال يې د نويو غوښتنو، نويو پوښتنو او نويو تلازماتو په رڼا كې په پښتو غزل څېړنه كړې او د ځوان غزل ځانكړنې ، ښكلاوې او ځلاوې يې په كې شمېرلې دي.
د كتاب ليكوال ښاغلى طائر ځلاند يو تپاند او هڅاند ځوان دى، چې د افغانانو د هجرت د سرګردان ژوند په سرګردانيو كې د پښتونخوا په ګوټ ګوټ كې ګرځېدلى، خو ده چې له دې سر ګردانيونه كومه مثبته ګټه اوچته كړې، هغه داده چې د خپل ادبي ذوق له مخې يې د پښتونخوا په هرځاى كې له ليكوالو او شاعرانو سره راشه درشه كړې او د ټولنې له ادبي كتاب نه يې د خپلې ادبي مطالعې تنده ماته كړې ده، د شاعر په توګه يې خپل شعرونه هم شاعرانو ته اورولي او ددوى شعرونه يې هم اورېدلي او له محيطي مطالعې سره يې كتابي مطالعه هم كړې او له دې ټولو نه يې ادبي يادداشتونه راغونډ كړې او بيا پښتو نوي او ځوان غزل ته ځير شوى، د هغې په ښكلي مخ يې د حمزه د وينو سره هم ليدلي او د را وروسته پخو او ځوانو شاعرانو خواږه هم.
ځلاند په خپله څېړنه كې د ځوان غزل ځانګړنو ته، هنري نوښتونو، نويو تعبيرنو،تصويرونو او خوږلتونوته متوجه شوى، دپښتونخوا په ګوټ ګوټ كې يې نوښګتر او خوږژبي غزلبول شاعران لټولي او د هر يوه د غزل ښنگنې يې را بر سېره كړې، ځېرلي او څېړلې دي او په دې ترتيب يې زموږ مخې ته د ځوان غزل يو بشپړ تصوير درولى اود هغه ښكلاو ته يې كښېنولي يو.
د كتاب تر بېلابېلو سر كليونو لاندې بېل بېل مطالب لري چې مهم سرليكونه يې دادي:
۱ تخليقي كمښت او نړيوال رجحانات
په دې ليكنه كې چې د سريزې پر ځاى يې بولي”د نړۍ د يو كلي كېدو” تپل شوې نظريه د ښكېلاك يوه نوې كرشه بولي چې زموږ ذهن د تخليق له لوري نه د تقليد او تكراريت لوري ته را كاږي او زموږ ليكوالي او ليكوالان يې له لوى بحران سره مخ كړي دي چې ګران ليكوال په دې برخه كې بحران نه د راوتلو لپاره رغنده وړانديزونه لري.
۲ د شلمې پېړۍ غزل په نويو پړاوونو كې
دا د كتاب بل سرليك دى، چې لومړى په شلمه پېړۍ كۍ دپښتو ادب په بدلونونو غږيږي او د ټولنې او ادب ترمنځ همغږي څېړي او بيا د پښتو غزل مخېنې او سوابقو ته ځي او له اكبر زمينداوري نه پل پسې را اخلي، روښاني دورې ته راځي او ددې دورې د شاعرانو د ساده غزل ارتقايي بهير څېړي، بيا خوشحال بابا ته را رسېږي، چې د پښتوغزل زرين دور راپېلوي او بيا د دې دورې ځني شاعرانو لكه قادر خان، اشرف خان هجري او بيا د لسان الغيب رحمان بابا پر غزليز نوښت غږيږي، بيا موشګاف عبدالحميد ته را رسېږي او بيا د دې مكتب نازكخيال لارويان كاظم شېدا، علي خان، پېرمحمد كاكړ، مېزا حنان او كامګار خټك ستايي او ددوى په يو شمېر بېتونو تكيه كوي.
تر دې تمهيدي خبرو وروسته د شلمې پېړۍ غزل ته راځي چې دا د دې څېړنيز كتاب اصلي او بنيادي موضوع ده.
له همدې ځايه ښاغلي ځلاند په پښتونخوا كې د غزل په قلمرو كې مزل پيلوي، د نوي غزل بنسټګر حمزه بابا درشل ته ورځي، د غزل جاج او انځور ونه يې اخلي او له حمزه بابا سره دا خبره مني” څوك چې په پښتو كې غزل ليكي نوزما د وينو رنګ به په كې وي”
ورپسې د شلمې پېړۍ د مشرانو غزلبولو شاعرانو په لټه روانېږي، د سمندرخان، قلندر، پسرلي، ايوب صابر، طاهر كلاچوي سيف الرحمان سليم او بيا د پښتونخواد ګڼو غزلبولو شاعرانو ادبي ګلبڼونو ته په پېښور كې ،په ننګرهار کې، كوټه، كندهار، پكتيا، بنو او نورو سيمو كې سر وردننه كوي او د غزل رنګ او بوى يې ځيري، ښكلاوې، ځانګړتياوې، نازكۍ او باريكۍ يې شمېري او خپل بحث د څو ښخمنو غزلبولو شاعرانوپه ستاينه او كږنه پاى ته رسوي.
۳ ” دپښتو غزل او بدلونونو موجد حمزه بابا” د كتاب دريم بحث دى چې د حمزه بابا په تصوفي او اجتماعي رنګونو رڼا اچوي.
۴ د كتاب څلورم بحث تصوف او پښتو غزل دى، په دې بحث كې د انسانانو په مادي او معنوي غوښتنو او ددې غوښتنوپه توازن او بيا د تصوف په اړتيا خبرې شوي او ورپسې د پښتون قوم د زرګونه كلونه قدامت ته نغوته شوې او ددوى په لرغونو معتقداتو خبرې شوي، د پښتنو په پيرۍ او مريدۍ غږېدلى، د روښانيانومبارزې يې يادې كړي، بيايې د تصوف تعريف كړى، په وحدت الوجود يې خبرې كړي، په پښتو ادب كې يې په تصوف رڼا اچولې، له روښانيانو نه رحمان بابا او عبدالقادر خټك ته را رسېدلى او بيا يې په شلمه پېړۍ كې د تصوف څېره ښودلې اود حمزه بابا پر تصوف غږېدلى او له همدې سره دا بحث را نغاړي.
۵ د غزل کړه وړه ” د دې اثر بل سرليك دى، چې له اكبر زمينداوري نه يې را څېړي او د غزل فني خوا او لوازمات بيانوي او هم د نوي غزل نوښتونو ته نغوته كوي او د بحث په پاى كې د غزل پر موضوع او منځپانګه غږېږي.
۶ ” د پښتو غزل کې رواني اړخونه ” د دې اثر بل سرليك دى، چې د غزل د ارواپوهنې له پلوه د بېلابېلو ارواپوهانو له نظره څېړي او بيا په پښتو غزل كې د دې نظريو لټون كوي.
۷” غزلګو شاعر څوك دى؟” دا د ليكوال بل بحث دى، چې د غزلبول او نظم ويونكي شاعر ترمنځ كرښه باسي او هغه شاعر چې هم غزل ليكي او هم نظم نو كوم لور ته يې چې پله درنه وي او په كومه برخه كې چې مهارت او تشخص ولري، هغه نوم پرې ږيدي.
۸ د كتاب بل سرليك” د پښتو غزل راتلونكى” دى چې د ځوانو غزل ليكونكولپاره شمېرلي لارښووني لري.
د ځوان ليكوال، ځلاند ليكوال، دا زيار د نويو غوښتنو او د پښتو غزل د نويو پړاوونو په كچ مېچ كولو ولاړ دى او د نوي غزل له څېرې نه پلو پورته كوي، چې زه ددې كار مباركي وركوم، خو ور سره څو وړې يادونې لرم:
د كتاب لومړى سر ليك: ” تخليقي كمښت…”لكه څنګه چې ليكوال هم يادونه كړې، له دې كتاب سره ډېر تړاو نه لري او يوه عمومي څېړنه ده او كوم مسائل چې دى هلته يادوي، نه يواځې د غزل د تخليق لاسونه نه تړي بلكه دا عوامل نوي غزل ته نوى تحرك او خوځښت هم وركولاى او د غزل د نوښت لپاره نوي زمينه برابرولاى شي، نو كه كتاب كې نه وي هم ډېر اثر پرې نه غورځوي.
د كتاب دوهم سرليك: ” تصوف او پښتو غزل” يوه ضروري څېړنه ده، ځكه تصوف او مينه د غزل اروا ده چې ښكلا هم وربخښي او رنګونه هم او په پښتو او آن ټوله ختيځه شاعرۍ كې ډير ارزښت او اهميت لري او ځلاند صاحب يې هم تر ډېره حده له عهدې وتلى دى.
د كتاب دريم سرليك د غزل کړه وړه د نويو ځوانانو لپاره لارښوده څېړنه ده، چې د غزل د بڼې او جوړښت او د موضوع او منځپانګې په اړخونو او تناسب غږېدلى دى.
“پښتو غزل کې رواني اړخونه “هم ښۀ بحث دى او د ارواپوهنې د بهرنيو عالمانو ويناوې يادې شوي او بيا يې په پښتو شاعرۍ كې له رواني اړخ سره سم موضوعات ياد كړي دي.
د كتاب بل بحث غزلګو شاعر يانې څوك؟ هم مهم بحث دى، خو لږ څه نور وضاحت هم غواړي چې زه يې دلته په لنډيز سره كوم:
په پخوا وختونو كې نظم د شعر مقابل لورى و، نظم به منظوم كلام و، چې د يوې موضوع دبيانولو لپاره به ويل كېده، ژبنى معيار او پوخ جوړښت به يې درلود، خو شعريت به په كې نه و، په نظم كې به ناظمانو ديني لارښوونې، اخلاقي بندونه، طبي او نور موضوعات بيانول او روزنيز هدف به يې درلود، چې خلكو به يادول هم او د اړتيا پروخت به يې استناد پرې كاوه، داسې كسان هم وو چې هم به يې شعرونه ويل او هم به يې نظمونه جوړول لكه خوشحال بابا چې لوى ديوان ترې را پاتې دى او هم يې ګڼ روزنيز نظمونه ويلي دي، لكه فضلنامه، طب نامه، اخلاقنامه، فالنامه، بازنامه او نور او په شعوري ډول يې خپله شاعري او نظمونه سره بيل كړي او په فضلنامه كې د دى ډول نظمونو جوړښت داسې ښودلى:
دا سږ كال چې د غفط دى يو كتاب مې په نمط دى
چې يې نوى بنياد كښېږدم يو يادګار په جهان پرېږدم
ساده نظم بې دقته بې اشكاله بې لغته
په ضعيف بحر ويلى تكلف ځني وتلى
چې اسان په يادول وي مختصر كښلى په كښل وي
چې هرڅو ك ورته وګوري نيك عمل وته وښوري
خو په شلمه پېړۍ كې چې شعري قالبونه مات شول، د بې شعريته نظم موضوع پر خپل ځاى پاتې شوه او روزنيز كتابونه په نثر وليكل شول، دا وخت د شعر نور ټول اصناف نظم وبلل شول او غزل د نظم په مقابل كې ودرېده او په دې ترتيب شعر په نظم او غزل ووېشل شو.
همدا وخت ؤ كوم شاعر چې ښې غزلې وويلي هغه غزلبول شاعر وبلل شو او چاچې ښه نظمونه وويل، هغو ته د نظم د شاعر نوم وركړل شو،چې ښاغلي ځلاند ښه بحث پر ې كړى، خو دا چې وايي” نظم هغه كلام دى چې وزن او قافيه ولري”
دا تعريف سم نه دى ځكه په شلمه پېړۍ كې ازاد نظمونه هم را منځته شول، چې هغه تش وزن لري نور د قافيې او رديف له بندونو نه آزاد وي.
همدا راز دى ليكي” مرثيې ته څوك قصيده نه شي ويلى او قصيدې ته مرثيه نه شي ويلى “دا هم سمه نه ده، ځكه قصيده د ادب په شكلي ويش كې راځي او د شاعرۍ يو ژانردى، خو مرثيه د ادب موضوعي برخه ده اود موضوعاتوپه وېش كې راځي، نوځكه قصيده او مرثيه تناقض نه سره لري، بلكې په قصيدو كې ډېرې زياتې مرثيې ويلې شوي، چې د شېخ اسعد سوري قصيده چې د غوري پاچا امير محمد سوري په مړينه كې يې زركاله پخوا ويلې او په دې مطلع پېليږي:
د فلك له چارو څه وكړم كوكار
زمولوي هرګل چې خاندي په بهار
ډېره ښه نمونه ده او را وروسته هم دا كار شوى دى.
ښاغلى ځلاند يوازې هغه شعرونه غزل بولي چې هر بيت يې ځانته ځانته مفهوم ولري، خوكه تسلسل په كې وي هغه غزل نما نظم بولي، خو حقيقت دا دى چې اوس هم منفردې او مسلسلې غزلې دواړې شته او شاعران يې په بشپړه نازكۍ او باريكۍ وايي او د تغزل ښكلاوې په كې ځايوي.
البته غزل نما نظم هغه شعر ته ويل كېږي”“ كه د پخوانيو شاعرانو وي ياد اوسنيو”“ جې يوازې بڼه يې د غزل وي يانې مطلع او مقطع ولري او د بېتونو يې لومړۍ مسرۍ آزادې او دهمه د مطلع په قافيه وي، نور نو تغزل غزلېزي باريكۍ او ښكلاوې ونه لري.
نور نو ګران ځلاند د نظم او غزل په ځانګړنو ښۀ او موړ بحث كړى دى او هم يې د حمزه بابا د غزل بحث ښه څېړلى دى.
تر دې وروسته د كتاب اصلي بحث او څېړنې ته را رسېږو چې هغه “د شلمې پېړۍ پښتو غزل په نويو پړاوونو كې دى”دا ډېر د پام وړ بحث دى او ترتمهيدوروسته يې د شلمې پېړۍ د پښتو غزل ځانګړتياوې او نوښتونه څېړلي او د غزل د مطرح شاعرانوپه غزلويې بحث كړى دى.
زه يوازې د دې څېړنې په بڼه كې لږ اختلاف ورسره لرم، ځكه ده يو شاعر ياد كړى او بيا يې د هغه د غزل ښكلاوې او ځانګړتياوې شمېرلي دي، چې دې كار د ده څېړنې ته د تذكرې بڼه وركړې، نو كه دا كار يې په دې ډول كړى واى، چې د شلمې پېړۍ د غزل ځانګړتياوې او ښكلاوې يې يو په يو شمېرلى واى او بيا يې هغه شاعران ياد كړى واى چې دا ښكلاوى او نوښتونه يې پنځولى، په دې ترتيب به د غزلو د تحولات يو _ يو شمېرل شوي او د هر تحول او بدلون رامنځته كوونكي به د بيلابيلو نوښتونو ډلې او لارويان بلل شوي واى.
مثلا كه ده ليكلى واى چې د شلمې پېړۍ په غزل كې نوي سمبولونه دود شول چې له هغې نه يو هم پښتونولي وه، په دې كې حمزه بابا ولي محمد طوفان، اجمل خټك او … مخكښان وو.
يا دا وخت په غزل كې رومانيت غزونې وكړې چې اشرف مفتون، يونس خليل او نورو يې ښه پالنه وكړه او داسې نور.
زما په ترتيب كې كه ځلاند صاحب يې ومني وروستى بحث د پښتو غزل راتلونكى دى جې ځوان غزلبول شاعر ته ښې خوږې او پخې لارښوونې لري، خو خبره داده چې شاعر لارښوونې نه اوري، هغه خپل شعر وايي او كله كله يې نوښتونه كړي وي، هغه ادب څېړونكي را برسېره كوي او ارزوي يې، يعنې اول شعر پنځول كېږي او بيا وروسته له هغه نه قوانين او قواعد استخراجېږي او ادبي نوښتونه يې شمېرل كېږي.
نور نو دا اثر زما له نظره د ځوان غزل په باب نوى او له نوښته ډك اثر دى، له ځوانانو سره ډېره مرسته كوي او د غزل په ځمكه نوۍ رڼا وې اچوي، زه ځلاند صاحب ته مباركي وركوم چاپول يې ضروري ګڼم او د ادب مينه وال يې لوستنې او په غور لوستنې ته را بولم.
په درنښت
څېړندوى حبيب الله رفيع
د افغانستان د علومو اكاډمۍ سلاكار
كابل، اكاډمۍ واټ، نوى ښار

تحقيق

د پښتو ژبي، تاريخ، کلتور او ادب په حواله موږ تل له دې ستونځي سره مخا مخ پاته سوي يو، چي موږ په خپله دې خواته هغه وخت پام اړولی دی چي کوم وخت نورو ژبو هغه منزلونه وختي سر کړي وي، او زموږ د ژبي لپاره يې هم په يوه نه يوه حواله کار کړی وي لکه مستشرقين، له هغه وخته بياتر ننه پوري په يوه نه يوه څانګه کي د نورو ژبو خلګو موږ ته کار کړی دی او موږ پخپله دې کار ته ځکه پام نه دی کړی چي ادارې مي هم د نيستۍ باد وهلي دي. (هغه ادارې چي علمي کارونه کوي).
     کومو ادارو چي کار کړی دی، هغه ادارې دومره کمي دي چي شپه و ورځ کار وکړي نسي کولائی چي د پښتو ژبي علمي کمي دي پوره کړي. لومړی خو د دې ادارو زياتوالي ته اړتيا لرو. بل په دې ادارو کي د علمي کار کولو اړتياوي هم په نظر راځي. په دې کي يوه څانګه د تحقيق ده کومي ژبي چي د تحقيق لار خپله کړې ده هغې د علم وخواته ډېر په تېزي سره سفر کړی دی. پښتو ادب کي تحقيق روان دی اوس خو بېخي ښه روان دی. په علمي ادارو کي خاص کر د پوهنتون په سطح باندي، د نوو محقيقينو لپاره د تحقيق زده کول ډېر ضروري وي. د دې اوصولو د زدکړي لپاره چي نورو ژبو کي ليکل سوو کتابوته اړتيا لري.  د هم دې اړتيا له کبله پښتو څانګي د خليل باور د تحقيق د اصولو په اړه ليکل سوی دې کتاب ته د چاپولو زمينه برابره کړه، ځکه چي پښتو څانګه دا خپله وظيفه ګڼي چي هر هغه کار چي د پښتو ژبي و ادب،کلتور او تاريخ په اړه ګټور وي. بحيثيت يې د يو ادارې پام ورواړوي او هغه د ژبي لپاره په کار راولي.
ج
 
     پښتو څانګي د لړۍ د تېر کال ۲۰۱۱ څخه دا رنګه کتابونه چاپول پېل کړي دي، چي هغه په تحقيق باندي اډاڼه لري. دا تحقيقي کتاب هم د دې لړۍ يوه کړۍ ده. اوميد لرم چي د پښتو څانګي دا قدم به د پښتو ژبي لپاره د ګټي باعث وګرځي .      د دې لپاره موږ د هر چا مرستي ته هر کلی وايو چي په دې لړ کي له موږ سره کوي. هغه که قلمي وي او که مالي، مالي مي ځکه وويل چي پښتو څانګه خپل يو محدوده بوديجه لري چي د دې علمي کار لپاره داسي ده لکه د اوښ په خله کي زيره.
    که څه هم په پښتو کښي د تحقيق پېل د تذکرو په بڼه په ۱۳مه صدی عيسوي کښي شوے دے. خو د زلمي هېواد مل او محمد همايون هما د تحقيق پر اصولو باندي چاپ سوو کتابونو پوري د داتي کتاب اړتيا نه وه محسوس شوی. که څه هم دا کار د مشرانو محقيقينو د کولو وو. خو هغوی ته شايد د فرصت لمحې نۀ وې تر لاسه شوي. چي دا کار يې کړے وای. ځکه مو په دې اوميد دا کار چاپ ته وسپارۀ چي د سبا ځيرک محقق به دا دوخت له غوښتنو سره سم بشپړ کړي. 
     د وئيلو تر حده پښتو ژبه د مخ د ژبو په صف کښي راځي . خو د علم په مېدان کښي له ډېرو اصطلاحاتو سره شنوائ نه لري. ما پره وس کړی دی چي د هري اصطلاح پره څرګندونه وکړم. ټول مطالب په ساده او اسانه ژبه بيان کړم چيري چي د ابهام يا تردد شک وو هلته مي په قوسينو کښي وضاحت کړے دے. انسان مانده دے که بيا هم چيري څه کوتاهي او کمي وه يقيناًد هغه زمه واره زه يم. ډېر به ممنون يم دا هغه چا چي زما کوتاهياني راپه ګوته کړي. په په پراخ تندي بې ومنم او د بيا دپاره به د اصلاح کوښښ وکړم

شیخ ملي يوسفزی دیو سفزیو پښتنو مشر او دده دفتر

شیخ ملي يوسفزی دیو سفزیو پښتنو مشر او دده دفتر


ډاکټر لطیف یاد


خپرؤنو نېټه: 30 مارچ 2014

په سوات کې دي دوه څیزه که جلي دې که خفي
مخزن د درویزه دی یا دفتر دشیخ ملي
شیخ ملي یوسفزی د یو سفزیو پښتنو یو مشهور مشر او لارښود تیر شوی دی .دپښتنو په ډیرو مشهورو تاریخي کتابونوکې لکه داخون درویزه په تذکرة الابرا ر والاشرار،دافضل خان خټک په تاریخ مرصع ،دمحمد هوتک په پټې خزانې ، دمحمد حیات خان په حیات افغاني ، د پیر معظم شاه په تواریخ حافظ رحمت خاني او ځینو نوروتاریخو نو کې هم دشیخ ملي یو سفزي یادونه شوې ده. دده اصلي نوم آدم و چې په شیخ ملي سره یې شهرت درلود .پلار یې یوسف او د نیکه نوم یې مند وچې دنسب ونه (شجره ) یې خر شبون او بیا سړبن نیکه ته رسیږي. نوموړی دیو سفزیو د مندړو دقبیلې داتمانزي دښاخ داکازي دڅانګې نه و.
کله چې په څوارلسمې زیږدیزې پیړۍ کې يو سفزي دکندهار دغوړې مرغۍ نه دکابل پر خوا ولیږدیدل ، لومړی غزني اوبیا له هغه ځایه کابل ته راغلل اوپه کابل کې مغولی واکمن الغ بیګ په ۱۴۸۶ کال کې دیو سفزیو (۸۰۰) تنه مشران له تیغه تیر کړل نو دوی دجلال آباد په لورې وخو ځیدل . څه موده هلته تم شول او بیا وروسته دخیبر دتاریخي درې له لار ې دپيښور ختیزو برخو ته لاړل او په دوآبه او اشنغر کې میشته شول او بیا په کراره کراره یې دسوات سیمه په خپله ولکه کې راوستله .

شیخ ملي بابا دیو سفزیو د یو منلي مشرپه توګه :

شیخ ملی بابا په یو سفزوکې نامتو شخصیت تیرشوی دی . دی یو عادل ، په زهد او تقوا او دیندارۍ کې مشهور او دتورې ،پوهې اوعلم خاوند واو دیو سفزیو خلکو او ولس ورته ددرناوي او احترام په ستر ګه کتل. شیخ دیو سفزیو دقبیلې په اصلاح او سمولو کې دقدر وړ خدمتونه کړي دی او هم یې په دوی کې دځمکویو داسې عادلانه ویش او تقسیم وکړ چې ساری یې نه درلود .
آخوند درویزه دخپل کتاب تذ‌کرةالابرار والاشرار په ۹۱ مخ کې لیکي کله چې یو سفزیو دسوات سیمه ونیوله ،نو شیخ ملي چې ددوی مشر وهسې مصلحت یې وکړ چې دټول ولس واړه ،غټ ،ښځې او نر وشمیري اوپه دغه ډول دسوات سیمه یې پر خلکو وویشله) .

دشیخ ملي دفتراو شیخ ملي دیوه ټولنیز

ریفارمر ( اصلاح غوښتونکي ) په توګه :

شیخ ملي برسیره پردې چې دیوسفزیو دقبیلې ستر مشر ودیو سفزو تاریخ او دپيښور او سوات په سیمه کې يې ددغې قبیلې تاریخې پيښې هم بیا ن کړي دی.ده یو کتاب درلود چې دفتر نو میږي چې نه یوازې دیوسفزیو دقبیلې تاریخي حالات پکې بیان شوي وو ،بلکې د ځمکو دویش کوم قوانین چې شیخ ملي وضعه کړی وو،هم پکې بیان شوي دی.دشیخ ملی دفتر په یو سفزیوکې ډیر مشهور و اودافغانستان دستر مورخ علامه عبدالحی حبیبي کندهاري دوینا له مخې تریوولسمې زیږدیزې پیړۍ پورې دا کتاب هلته مو جود واو خوشال بابا هم چې کله سوات ته سفر کړی و دغه دفتر یې لیدلی و . دناروي دهیواد مشهور ختیز پوه مارګنسټرن وایې چې مشهور انګریزي پو هاند راورټي ویلي دي چې شیخ ملي خپل دفتر په ۱۴۱۷ زیږدیز کا ل لیکلی و چې د ۸۲۰لیږدیز کال سره سمون خوري او ده موندلی او لیدلی و .
دشیخ ملي بابا دفتر په نثر لیکل شوی واو په دفتر کې دځمکو دویش اصول او قوانین وو او ددې قانون له مخې شیخ ملي په یوسفزیوځمکې داسې وویشلې چې اول قوم او بیا تپه او بیا دفتر و بیا برخه (بخره) اوتربرخې لاندې پټی و او دپټي خاوندانو ته به یې برخه خواره (بخره خواره) ویل یوه برخه (بخره ) به دخلکو او کورنیو دشمیر په اندازه په څلورمه ، پنځمه او یا شپږمه ویشله کیدله او ددوی په اصطلاح میراثي جایداد (دفتر)واو دهر سړي ونډه معلومه وه . که به دچا اولاد ډیر واو دخپل پلاره به لږه ځمکه ورته پاتې شوې وه او ګوزاره به یې نه پرې کیدله، نو دکلی جرګې به دکلي دڅړ ځای ( ورشو) نه هم هغه ته برخه ورکوله .
دځمکې ویش به دکلي دجرګې کار و.دوی به پړواو رسیو سره ځمکه ونډه ونډه او ویشله او دعامه ګټو لپاره به د ( سیرۍ ) په نامه یوه ټوټه ځمکه جلا کیدله او دابه دعمومي ګټو او منافعو لپاره وقف وه او دجومات ملا او طالب العلمانو به په وظیفو او دځمکو په سیرۍ خپله ګوزاره کوله . او بیا به دپچې ( قرعې) له مخې به دخلکو لپاره ونډې وټاکلې شوې او داویش به هر لس کلونه وروسته بیا نوی نوی کیده او کله به چې دیوې کورنۍ ماشومان بالغ شول نو هغو ته به بیا زیاتې برخې ( بخرې ) ورکول کیدلې چې دغه ویش ته بیا (پګړۍ ونډه ) ویل کیدله او دهر سړي برخه (بخره ) به چې په نوی ویش کې ټاکل کیدله هغه یې مټي بلله.
دخلکو داستوګنې ځایونه هم همداسې ویشل کیدل چې هرې محلې ته به یې چم یا کندي ویل کیده او هر چم بیا په کنډرو ویشل کیده او هر کنډر کوټه او غولی درلوده.دهر چم یو جومات او یو برج اویوه حجره به سره ګډ او مشترک ول،. هرې کورنۍ یو کنډر درلوداو دا کنډر به يې دخپلې برخې ( بخرې ) ځمکې سره په تصرف کې واوکه به چا خپله ځمکه په بل چا خرڅوله نو دغه کنډر به هم په اتو ماتیکه توګه دځمکې سره یوځای خرڅیده .
همداراز د شیخ ملی بابا ددفتراو کرنیزو قوانینو له مخې شیخ ملي بابا لومړی ځل ټولې ځمکې په شپږو تپو وویشلې په دې شرحه :
  1. دیو سفزیو تپه
  2. دمحمد زیو تپه
  3. دګکیاڼيو تپه
  4. دداودزیو تپه
  5. دخلیلو تپه
  6. دمو مندو تپه
په همدې ډول هرکلی په کنډر او هر کنډر پرټل ویشل کیده . دشیخ ملی تر ویش نه وروسته چې کومې نورې نوې ځمکې آبادې شوې هغه ته بانډه ویله کیدلّه.
لنډه داچې شیخ ملي بابا د ځمکو ویش یو داسې عادلانه نظام په یو سفزیو پښتنو کې را مینځ ته کړ چې هر سړی به خوشاله و او هر څو ک به دځمکو څښتنان وو.
کله چې په ۱۸۶۹ زیږدیز کال کې په پښتونخوا کې پیرنګیانو واک وموند نو دشیخ ملي بابا دځمکو ویش دغه عادلانه نظام هم په کراره کراره له مینځه لاړ.
که څه هم دشیخ ملي بابا دمړینې نیټه په دقیقه توګه معلومه نه ده خو ښایې د۱۴۲۰ او ۱۴۳۰زیږدیزو کلونو تر مینځ وفات شوی وي .دده مزار په سوات کې دملک احمد مزار ته نږدې په غوربندۍ کې دی چې خلک دده زیارت ته ورځي او دده سپیڅلي روح ته دعاګانې کوي . دشیخ ملي بابا اروادی ښاده او جنت دې ځای وي !

بابرنامه او پښتانه

بابرنامه او پښتانه



بابرنامه او پښتانه
          ظهير الدين محمد بابر د امير تيمور گورگان کورنۍ څخه دى . هغه د پنځلسمې ميلادې پېړۍ په پاى کې د منځنۍ آسيا د ځينو برخو ، افغانستان او هندوستان پاچا شو . بابر د خپلې واکمنۍ پر مهال خپل يادښتونه ليکلي دي ، چې له هغو يادښتنو څخه وروسته يو مشهور کتاب يعنى د توزک بابري يا بابر نامه په نوم جوړ شو .
          توزک بابري (بابرنامه) هغه معتبر او با ارزښت کتاب دى ، چې د پنځلسمې مېلادي پېړۍ په پاى کې ظهير الدين محمد بابر ليکلى دى . په دې کتاب کې بابر د خپل ژوند ټول واقعات په ډېره ساده او ريښتنې توگه بيان کړي دي . د بابر ژوند او کړه وړه ټول په ماورا النهر ، افغانستان او هندوستان پورې تمرلي دي . دا معتبر ماخذ ددې سيمې د تاريخ يوه برخه ده .
          په دې مقاله کې به لومړى د بابر د کورنۍ ، ژوند ، جنگونو او پاچاهۍ په اړه لنډ معلومات وړاندې کړو . بيا به د بابر نامې په او په پاى کې به په بابر نامه کې د هغو ليکنو په اړه څېړنه ترسره کړو چې د پښتنو او د پښتنو د سيمو په اړه ذکر شوي دي .
          ظهير الدين محمد بابر د شيخ عمر زوى او شيخ عمر د ميرزا ابو سعيد زوى ، ميرزا ابو سعيد د محمد ميرزا زوى ، محمد ميرزا د ميران شاه زوى او ميران شاه د امير تيمور زوى دى . د بابر مور قتلق نگار نومېږى، چې د يونس خان لور ده او يونس خان د مغلستان حاکم و ، چې د بابر د مور نسبي سلسله په پنځلس واسطو چنگيز خان ته رسيږي . (١)
          ظهير الدين محمد بابر د ١٤٨٣ز کال د فېبرورى پر ١٥ مه نېټه په آذربايجان کې زېږېدلى دى . کله چې هغه وزېږېد حضرت خواجه عبيدالله اصرار رحمة الله عليه ورباندې ظهير الدين نوم کېښود، څرنگه چې ددې نوم تلفظ د مغولو په ژبه اسان نه وو ، نو دى د بابر په نوم ياد او وروسته په همدې نامه مشهور شو . عمر شيخ د ٨٩٩ هـ ق کال د روژى په څلورمه – ١٤٨٣ز کال کې د ٣٩ کالو په عمر په انديجان کې له بام څخه ولوېد او مړ شو او بابر په ١٢ کلنۍ کې د انديجان د پاچا په حيث اعلان        شو . (٢)
          کله چې بابر د فرغانې په انديجان کې پاچا شو ، د هغه د خپلو خپلوانو ترمنځ د پاچاهۍ او حکمرانۍ پر سر ډېرې جگړې وشوې . د دغو جگړو له امله بابر ونشو کړى، چې خپله پاچاهي په انديجان کې ټينگه کړي . د بابر پاچاهۍ له ١٤٨٣ز کال نه وروسته په انديجان کې پيل کيږي او تر ١٥٠٤ز کاله پورې دغلته په ډېرو ستونزو او جنجالونو پاچاهي کوي او له همدې کال نه وروسته مجبوريږي، چې له فرغانې څخه افغانستان خواته حرکت وکړي . بابر له ١٥٠٤ز کال نه وروسته له آمو سيند څخه تېرېږي او د افغانستان خاورې ته داخلېږي . له همدې کال نه تر ١٥١٢ز کاله پورې تر کابل او پېښوره پورې رسيږي او دغه سيمې تر خپل کنترول لاندې راولي ، او بيرته د ماورالنهر خواته ځى . په ماورالنهر کې د مخالفتونو او جنگونو له امله مقاومت نشي کولى ، بيا د دوهم ځل لپاره په ١٥١٤ز کال کې د کابل په لور روانېږي او په کابل ، ننگرهار، باجوړ، سوات ، هشنغر، د افغانستان په جنوبې برخو ، کندهار، د شينوارو ، افريدو او وزيرو په سيمو کې ، په پنجاب او لاهور کې ډېر مهم جنگونه او قتلونه کوي او ځان هندوستان ته رسوي او په هندوستان کې له لودي پاچاهانو سره جنگونه پيلوي ، چې مهم او آخرنى جنگ يې د پاني پت جنگ و ، چې په ١٥٢٦ز کال کې پيل شوى وو ، په دې جنگ کې سلطان ابراهيم لودي ماتې وخوړه، بابر د افغانستان او هندوستان پاچا شو او د مغولي دولت اساس يې کېښود ، چې نژدې دوه سوه کاله يې دوام وکړ .
          دا کتاب (بابرنامه) د توزک بابري يا واقعات بابري په نومونو باندې هم مشهور دى . په دې کتاب کې له ٨٩٩ هـ ق کال نه تر ٩٣٥ هـ ق کاله پورې د بابر د جنگونو ، لشکر کشيو او د ژوند دحالاتو کيسې پکې بيان شوي دي . همدارنگه په بابرنامه کې ځينې هغه موضوعات شامل دي چې بابر پخپلو سترگو ليدلي . د سيمې جغرافيايي حالات د کليو ، ښارونو ، سيندونو او غرونو نومونه پکې راغلي دي . په دې کتاب کې د بابر ځينې ډېرې شخصي خصوصي او ځانگړې خبرې او خاطرې هم راغلي دي، لکه د شرابو څښلو مجلسونه او نور . د کتاب زياتره برخه جنگونو ته وقف شوې ده ، چې د جگړو کيسې او د نورو نويو ځايونو نيول ، په جنگونو کې د ورانولو ، سوزولو او وژلو کيسې په ډير عادي شکل سره ذکر شوي دي .
          بابر نامه د بابر په مورنۍ ژبه يعنى ترکي چغتايي ليکل شوى او د زمانې په تېرېدو سره په ډيرو بهرنيو ژبو لکه دري ، پښتو ، انگريزي ، روسي ، چاپاني ، فرانسوي ، تاجکي او نورو باندې ژباړل شوى دى . په افغانستان کې د بابر نامې دري ژباړه د معاون سرمحقق شفيقه يارقين لخوا په ١٣٦١ هـ ل کال شوې ده . دغه درى ژباړه په ١٣٨٦ هـ ل کال کې د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز لخوا چاپ شوه .
          د بابر نامې د نورو فارسى ژباړو په اړه ډاکټر محمد يعقوب واحدي داسې ليکي : ((دغه قيمتي اثر د نژدې څلورنيمو پېړيو په اوږدو کې ، څلور ځلې په دري ژبه ژباړل شوې ده ، چې په لاندې ډول دي:
          ١- د شيخ زين الدين خوافي ژباړه ، چې وفايي يې تخلص کاوه . دغه ژباړه د بابرنامې د هندوستان برخې پورې تړلى ده .
          ٢- د مېرزا پاينده محمد حسن غزنوي او محمد قلي مغولي حصاري ژباړه ، دا ژباړه په ٩٩٤ هـ ق – ١٥٨٦ز کال کې د جوناگر د حاکم بهروز خان په امر پيل شوه .
          ٣- د عبدالرحيم خان خانان ژباړه ، چې دا ژباړه د بابرنامې مکمله ژباړه ده او په ٩٩٨ هـ ق کال کې شوې ده .
          ٤- د طغاي مراد آخوند ختلاني البابخواني ژباړه ، چې د بخارا واکمن امير عالم خان ته اهدا شوې ده . دا ژباړه په ١٩١٢ ز کال کې پاې ته رسېدلې ده (٤) .
          د بابرنامې پښتو ژباړه : د بابر نامې پښتو ژباړه د بابري نظام په نوم په ١٣٨٣ هـ ل کال کې په پېښور کې د دانش خپرندويې ټولنې لخوا په ٢٠٨ مخونو کې چاپ شوې ده . ددې کتاب ژباړه                د ښاغلى  سيد عبدالله پاچا لخوا شوې ده . په دې کتاب کې د بابر د باچا کېدو کال ٥٩٩ هـ ق ښودل شوى دى ، حال دا چې بابر په ٨٩٩ هـ ق کې پاچا شوى دى . په دې کتاب باندې چا تقريظ نه دى ليکلى ، لازم و چې په دې ژباړه باندې د يويا دوه پوهانو او د نظر خاوندانو لخوا تقريظونه وړاندې شوى واى ، ځکه چې د تقريظ ليکونکي لخوا د کتاب ښېگڼې او تېروتنې په گوته کيږي او د کتاب علمي ارزښت نور هم زياتيږى ، زما هيله له ښاغلي ژباړونکي او خپرونکي څخه دا ده چې د کتاب په دوهم ځل چاپ کې دغو مسايلو ته جدي پاملرنه وکړي . (٤)
          ظهير الدين محمد بابر د شپاړلسمي پېړۍ په سر کې افغانستان ته داخل شو او ځان يې د کابل ديوالونو ته ورسوه. له بابر نه مخکې په کابل کې د امير تيمور د کورنۍ نورو واکدارانو حاکميت درلود.
          ((بابر د ٩١٠ هـ ق کال د ربيع الاول په اواخرو ، (١٥٠٤ز) کال کې له هندوکش څخه تېر شو            او د هوفيان له لارې د کابل خواته وخوځېد . محمد مقيم ارغوني په ښار کې محاصره شو، خو له څو ورځو نه وروسته د باقي چغانياني په وسيله له بابر څخه په امان کې شو او کندهار ته ولاړ او په دې ترتيب د کابل ښار د ٩١٠ هـ ق کال د ربيع الاول په اواخرو کې د بابر لاس ته ورغى )) (٥) .
          ((کله چې بابر کابل ونيو او خپل لاس يې تر غزني پورې وغځاوه . په دې وخت کې بابر د يوې پراخې سيمې خپلواک واکمن شو . خپل يو ورور ته يې چې جهانگير ميرزا نومېده ، ننگرهار او څه نور ځايونه ورکړل . هغه خانان چې له بابر سره له اوله په راتگ کې ملگري وو او اواره گۍ يې ورسره تيرې کړې وې ، چاته يې ولسوالي او چاته يې څو ټوټې ځمکه په واک کې ورکړه ، هېڅوک ځنى خپه نشول اونه يې ځينې شکايت کاوه (٦) .
          له پورتنيو ليکنو څخه په واضح ډول څرگنده شوه، چې ظهير الدين محمد بابر له ٩١٠ هـ ق کال – ١٥٠٤ز کال نه وروسته د پښتنو په سيمو کې حاکميت تر لاسه کړ او له همدې تاريخ نه وروسته د هغه اړيکې له پښتنو سره پيل شوې . د مقالې په دې برخه کې پر هغو موضوعاتو باندې څېړنه ترسره کيږي چې بابر د پښتنو په اړه په بابرنامه کې يادونه کړې ده .
          په کابل ښار او په شاوخوا سيمو کې يى له پخوا زمانو نه تر اوسه پورې د افغانستان مختلف قومونه ژوند کوي او په مختلفو ژبو خبرې کوي . د شپاړلسمې ميلادي پېړۍ په پيل کې کله چې بابر  د کابل ښار ونيو ، په هغه زمانه کې هم د افغانستان د نورو قومونو په څنگ کې پښتنو هم په کابل کې ژوندل کاوه او په پښتو ژبه يې خبرې کولې . ظهير الدين محمد بابر د کابل د مختلفو قومونو او ژبو په اړه وايي : ((په کابل کې مختلف قومونه ژوند کوي . په جلگو او درو کې ترکان ، ايماق او عربان، او په ښارونو او ځينو کليو کې د سارت قوم ژوند کوى ، او ځينو نورو کليو او ولسواليو کې پشه يي ، پراچي، تاجک ، برکي او افغانان (پښتانه) ژوند کوي . د غزني په غرونو کې هزاره او نکدري ژوند کوى . د دوى په منځ کې هغه کسان هم شته چې په مغولي ژبه خبرې کوي .
          په کابل کې خلک په لس – يوولسو لاندې ژبو باندې خبرې کوي :
          عربي ، فارسي ، ترکي ، مغولي ، هندي ، افغاني (پښتو) ، پشه يي ، پراچي ، گبري ، بره کي او لمغاني . تر اوسه دا څرگنده نه ده چې په کوم بل ولايت کې به هم دومره ډېر قومونه وى او په دومره مختلفو ژبو باندې به خبرې وکړي)) (٧) .
          بابر کله چې کابل ولايت او شاوخوا سيمې يې ونيولې ، د کندهار خواته يې حرکت وکړ ، غزني ، زابل او گردېز يې ونيول او د ننگرهار ، کنړ او لغمان په لور يى حرکت وکړ او له هغه ځاى نه يې د پېښور په لور خپلو يرغلونو ته دوام ورکړ . بابر پر ننگرهار او د پېښور په خيبر ، جم ، کوهاټ ، هنگو ، تهل او گومل علاقو باندې د خپلو يرغلونو په اړه په بابرنامه کې داسي ليکي :
          ((مونږ د ٩١٠ هـ ق کال د شعبان په مياشت کې له کابل نه د هندوستان د نيولو په نيت حرکت وکړ . د بادام چشمه او جيگده ليک سيمې ترمنځ مسافه مو په شپږ ځله دمه کولو کې پاى ته ورسول او بيا آدينه پورته ورسېدو . د گرمو سيمو ولايتونه او هندوستان ته نژدې سيمې مې هيڅ وخت نه وې لېدلي. نينگنهار ته په رسېدو سره مې نوې نړۍ وليده . ډول ډول بوټي ، ډول ډول ونې او ډول ډول مرغان مې وليدل . د خلکو رسم او رواجونه بل ډول وو ، ډېر حيران شوم . په واقعيت سره چې  د حيرانتيا وړ وو .
          ناصر ميرزا چې مخکې دغه ولايت ته رسېدلى و ، زما د خدمت لپاره آدينه پورته ورسېد . دوه، درې ورځې دلته مو دمه سره وکړ ، ددې سيمې سرتيري او هغه سرتيري چې وروسته پاتي وو، له مونږ سره يو ځاى شول . له شاهي نهر نه تېر شو او قوش گنبد سفلى (خوشگنبد سفالى) ته ورسېدو. د قوش گنبدنه مو حرکت وکړ او گرم چشمه ته ورسېدو . په دې ځاى کې زمونږ کسانو د گاگياني پيخى مشران د دوى له کاروان سره دير غمل په توگه نيولى وو . د لارو د لارښوونې لپاره مو پيخى له ځان سره ونيو . له يو دوه دمې کولونه وروسته له خيبر درې نه تېر شو او جام (جم) کې مو توقف وکړ .
          په نيمه شپه له دې ځاى نه حرکت وکړ ، سهار مهال د محمد پيخ کوتل نه تېر شو ، د غرمې په مهال مو په کوهاټ باندې حمله وکړه . په دې حمله کې ډېرې غواوې او مېښې زمونږ لاسته راغلې . په دې حمله کې يو زيات شمير افغانان (پښتانه) اسيران شول .
          له کهاټ (کوهاټ) نه مو حرکت وکړ ، د هنگو له لارى د بنگش پر لور وخوځېدو . د کهاټ             او هنگو ترمنځ يوه دره ده چې دواړو خواو ته پى غرونه دي . له دې لپاره چې ددې لارې څخه تير شو ، درې ته ننوتو. د کوهاټ او د هغه د شاوخوا سيمې ټول افغانان (پښتانه) د درې دواړو خواو غرونو ته ختلې وو. هغوى زمونږ پر ضد پاڅون کړى وو . په پاى کې د دواړو خواوو تر منځ جگړه پيل شوه . په يو وخت پر سل – يو سلو پنځو افغانانو (پښتنو) باندې حمله وشوه . د دوى يو شمير مو مړه او يو شمير مو ژوندي راوستل. فرمان مې ورکړ چې ټول اسيران ووژنئ او د دوى له سرونو څخه (کله منار) جوړ کړئ .
          په سبايې له دې ځاى نه وخوځېدو ، هنگو ته ورسېدو . ددې ځاى افغانانو (پښتو) د غره له يوې برخې نه ځان ته سنگر جوړ کړى و ، په کابل کې مې د سنگر نوم اورېدلى و . زمونږ د سر تېرو په رسېدو سره د پښتنو سنگرونه مو ونيول او نژدې د سل يا دوه سوو افغانانو ( پښتنو) سرونه موغوڅ کړل ، په دى ځاى کې هم يو کله منار جوړ کړ . له هنگو څخه مو حرکت وکړ يوې سيمې ته چې د تيل (تهل) په نوم يادېده ورسېدو . په دې سيمه کې هم ډېر سنگرونه مو ونيول ، د يو لوى تنگي نه تېر شو او بنو ته ورسېدو . کله چې بنو ته ورسېدو ، مونږ ته خبر راورسېد چې د شمالي غرونو په درو کې پښتنو قبايلو سنگرونه نيولي دي . د هغوى د ځپلو لپاره د جهانگير ميرزا په مشرۍ يو لښکر مې وليږه . دوى د کيوي پر سنگر بريد وکړ ، په يوه حمله مو د دوې سنگرونه ونيول او عام قتل يې پيل کړ. په دې جگړه کې يې د ډيرو پښتنو سرونه غوڅ کړل او په بنو کې هم مو يو کله منار جوړ کړ .
          د دغو غرونو له لمنو څخه مو کوچ وکړ ، لويديځ لورته چې د بنو او وشې، ترمنځ پروت دى ورسېدو. مازيگر مهال سپاره سر تيري د دشت کليو ته ورسېدل. جنگياليو سرتيرو په څو کليو کې حملې وکړې ، دوى د سوداگرو آسونه او رخت له ځان سره راوړل . له شپې نه تر سهاره او له سهار نه بيا تر شپې پورې دوى پر حيواناتو بار مالونه انتقالول . په دې ورځ چې مونږ په دې ځاى کې توقف وکړ ، جنگياليو بيا په کليو کې خپلو حملو ته دوام ورکړ ، د دشت له کليو څخه دوى غواگانې او پسونه په ولجه ونيولې . همدارنگه دوى له افغان سوداگرو سره هم مخامخ شول ، له دوى نه يډير ، رخت، قند ، نبات او تجارتي آسونه يې ونيول . زمونږ سرتيرو هندي مغول او خواجه خضر نوحانې چې نامتو افغان سوداگران وو ، ووژل .
          په سبايې له دې ځاى نه هم موکوچ وکړ او د دشت سيمې نورو کليو ته ورسېد و او له هغه ځاى نه د گومل اوبو ته ورسېدو . له گومل سيند نه مخ په جنوب لورو خپل سفر ته دوام ورکړ . له دشت څخه مو کوچ وکړ ، له جنوب لوري نه د مهتر سليمان غرونو لمنو ته نژدې شوو . له دريو دمه کولو نه وروسته يوه کوچني کلي ته چې ((بېله)) نومېده ورسېدو ، دغه کلى د ملتان ايالت يوه سيمه ده، چې د سند د سيند پر غاړه پرته ده . (٨)
          له پورتنيو ليکنو څخه په واضع ډول څرگند شول چې بابر د پښتنو په سيمو کې د هندوستان خواته د لارې د پيدا کولو لپاره او د پښتنو په سيمو کې د مال دولت د لوټولو لپاره يرغلونه پيل کړل او خپل هدف ته هم ورسېد . د پښتنو پر سيمو باندې د هغه د لومړنيو حملو په نتيجه کې هغوى ډېر مال او دولت ترلاسه کړ او د نورو يرغلونو لپاره ولى ښه ځان آماده کړ . همدارنگه په دغو بريدونو کې هغوى ته د سيمې حالات او د پښتنو مقاومت او زور هم معلوم شو . د پښتنو په سيمو کې د بابر د لومړنيو عملياتو د بيان په برخه کې څو ځايه د افغانستان د نوم ذکر هم راغلى دى . په بابر نامه کې د افغانستان د يادولو موخه د پښتنو هغه بېلابېلې سيمې دي، چې پورته يادونه وشوه . د بابر په دې عملياتو کې د سيمې يو ملک له دوى سره د لارښوونکي په ډول گرځېدل . ددغه سيمه ييز لارښود په اړه بابر داسي ليکي : ((ملک بوسعيد چې په ټول افغانستان کې بلد و او ټول ځايونه يې ښه پيژندل او ددې لښکر لارښوونکى او مشاور هم و، يو وړانديز يې وکړ او ويې ويل، چې لږ مخکې ښې خواته يو غر پروت دى . که افغانان (پښتانه) د دغه څخه بل غر ته تېر شي ، بيا مخې ته بل غر راځې . مونږ کولى شوه چې وړاندې هغه درېيم غر محاصره کړو او دغه ټول پښتانه ژوندي ونيسو )) (٩) .
          د بابر نامې په ازبکي متن کې هم د افغانستان نوم په همدې معنى ذکر شوى دى . زما نظر دا دى چې په هغه زمانه کې په کومو سيمو کې چې پښتانه اوسېدل هغو سيمو ته افغانستان ويل کيده په ټوله بابرنامه کې پښتانه د افغان او افغانانو په نوم ذکر شوي دي .
          ظهير الدين محمد بابر له ٩١٠ هـ ق کال نه تر ٩١٣ هـ ق کال پورې په کابل ، لغمان ، کنړ ، ننگرهار او پېښوره پورې خپلو يرغلونو ته دوام ورکړ . له پيښور نه يى د افغانستان د جنوبي ولاياتو خواته حرکت وکړ . لومړى يې خوست او گردېز ونيو او د غزني خواته يې حرکت وکړ . تر غزني پورې له بابر سره کوم قوي جنگ او مقاومت نه دى شوى . د غزني د کټواز په سيمو کې د بابر او پښتنو ترمنځ سخت جنگونه وشول . په بابر نامه کې د دغو جگړو په اړه داسې ليکل شوي دي : (( له سرده نه مو حرکت وکړ، د شپې په تياره کې د کټواز دښتې ته ورسېدو ، د شپې تياره ، چې ځمکه هم اواره وه او کومه غونډۍ او غر هم له تر سترگو نه کېده ، او لاره هم هېچا ته معلومه نه وه . هېڅ څوک نه پوهېده چې کوم خواته ولاړ شي ، په پاى کې ما لاره پيدا کړه . حرکت مو وکړ ، خداى (ج) مونږ ته لاره برابره کړه او د قياقتو او اولابه تو سيندونو ته ورسېدو ، د شپې مو دلته دمه او خوب وکړ ، سهار وختى له دغه ځايه مو حرکت وکړ ، لمر ختلى و ، چې د غونډيو له منځ نه اوارو سيمو ته ورسېدو ، په دې ځاى کې د افغانانو (پښتنو) د اوسېدو ځايونه ښکاره شول ، په دوى باندې مو عمومي يرغل پيل کړ . په دې يرغلونو کې ډېر شمېر پسونه زمونږ لاسته راغلل تر دې وخت پورې په هيڅ حمله کې دومره پسونه مونه وو ترلاسه کړي . کله مو چى پسونه ځاى په ځاى کړل له هر لوري پښتنو پر مونږ باندې حملې پيل کړې، جگړه پيل شوه ، په دې ځاى کې ټول پښتانه مو ووژل او د دوى له سرونو نه مو کله منار جوړ کړ . (١٠)
          له ٩١٣ هـ ق کال نه تر ٩٢٥ هـ ق کال پورې بابر په هرات ، کندهار ، غزني او د افغانستان په نورو ولاياتو کې په جگړو بوخت وو . په دغو کلونو کې له پښتنو سره په ځينو ځايونو کې څو جگړې شوې دي ، چې ډېر مهم جنگونه دي . په ٩٢٥ز کال کې بابر د کونړ له لارې نه پر باجوړ باندې حمله وکړه ، د باجوړ خلکو ته يې ډېر مالي او ځاني تلفات ورسول . بابر په بابرنامه کې ليکي (( د ٩٢٥ هـ ق کال د محرم په څلورم تاريخ د پنجشنبې په ورځ امر وشو، چې ټول سرتيري ، پوځې جامې واغوندي ، وسلې واخلي او سپاره حرکت وکړي . په همدې ورځ دوى د باجوړ کلا ته ورسېدل ، د کلا په شاوخوا کې پښتنو د اوبو ډندو نه جوړ کړي وو ، کله چې زمونږ سرتيري له اوبو څخه تېر شول غوښتل يې چې کلا ته ننوزي ، په دې وخت کې د پښتنو سل – يو نيم سل تنه پياده له کلا څخه ل باندې، ووتل او جگړه پيل شوه ، له لنډې مودې جگړې نه وروسته سرتيري بېرته کلا ته ننوتل ، تر ماښام پورې جگړه روانه وه، فرمان مې ورکړل چې اوس ماښام دى ، ټول پوځونه بايد ، سهار د حملې لپاره ځانونه تيار کړي .
          د جمعى په ورځ د محرم په پنځم تاريخ د سهار د فرض لمانځه پر مهال امر وشو، چې د جگړې نغاره دې وغږول شي ، د نغارې په غږولو سره ټول سرتيري له خپلو ځايونو څخه پورته شول او کلا خواته يي په يرغل پيل وکړ. د دوه – درى ساعتونو په موده کې ټول کلا ته داخل شول او د باجوړ کلا فتحه شو.
          څرنگه چې د بجور (باجوړ) خلک ياغي وو ، پر ياغي توب سربېره د دوى په منځ کې د کفارو رواجونه ډېر شوي وو ، او د اسلام دين په دوى يې کمزورى شوى و ، له همدې امله دوى ماتې وخوړه او ټول ووژل شول او د دوى ماشومان او کورنۍ يرغمل شوې . په دې جگړه کې نژدې درې زره پښتانه ووژل شول ، د کلا په ختيځه برخه کې دومره جگړه نه کېده له همدې کبله ډېر خلک له همدغې لارې نه په تيښته بريالي شول .
          د بجور (باجور) له جگړې نه زما زړه بى غمه شو ، دسه شنبې په ورځ د محرم په نهمه نيټه د باجوړ نورو درو ته ولاړو ، او فرمان مې ورکړ چې په يوه لوړ ځاى کې ددې سيمې د مړو شو يو خلکو له سرونو څخه يو کله منار جوړ کړي)) (١١) .
          د باجوړ له جگړى نه وروسته بابر د پښتنو په سيمو کې خپلو يرغلونو ته دوام ورکړ . لومړى بابر پر سوات او هشنغر باندې خپلو يرغلونو ته دوام ورکړ او په سوات کې د ملک شاه منصور له لور سره يې واده وکړ . ددې سيمې له نيولو نه وروسته بېرته کابل خواته وخوځيده او ځينې کسان يې د پښتنو په سيمو کې پاتې شول . هغه په کابل کې د هند د نيولو لپاره پلانونه جوړول .
          بابر په بابرنامه کې له ملک شاه منصور يو سفزيي سره د خپلو اړيکو په اړه داسي ليکي : ((ملک شاه منصور د ملک سليمان شاه زوى ، يو سفزى پښتون دى ، د يو سفزيو قوم د خپلو خلکونو مشرانو په مشوره له مانه غوښتنه وکړه، چې د ملک شاه منصور له لور سره واده وکړم )) (١٢)
          ظهير الدين محمد بابر په ٩٢٦ هـ ق کال کې د کاپيسا، لغمان، ننگرهار او کنړ ولايتونو په مهمو ځايونو کې سفرونه وکړل . د بابر په دې سفرونو کې کوم خاص جگړه نه ده پيښه شوى. ددې سيمې خلکو له بابر شاه سره د ملاتړ او همکارۍ اعلان وکړل . بابر ددې سفر په اړه په بابرنامه کې داسى يادونه کړې ده : (( د ٩٢٦ هـ ق د محرم مياشتې په لومړۍ نېټه د شنبې په ورځ خواجه سياران ته ورسيد . د نوې ويالې ترڅنگ چې د يوې کوچنۍ غونډۍ په سر کې جوړه شوې وه د شراب څښلو مجلس جوړ شو . په بله ورځ رېگ روان خواته مو حرکت وکړ ، د بلبل سيد قاسم کورته لاړو او د شراب څښلو مجلس موجوړ کړ . د پنجشنبې په ورځ د نجر او د تاجکانو کلي ته ورسېد . د جمعې په ورځ د ښکار لپاره هغه غره ته ولاړ، چې د چهل قلبه او آب باران کليو ترمنځ پروت دى . په دې ځاى هوسيو ښکار وکړو . بيا په بله ورځ د نجراو خلکو شپېته مثقاله زره زر د تحفې په ډول مونږ ته راولېږل .
          د دوشنبې په ورځ د لمغان د سياحت لپاره مو تيارى ونيو . په همدې ورځ او لوغ ته ورسېدو. ښکاريانو د آب باران په سيمه کې کبان ونيول . مازديگر مهال په جاله کې کښېناستو او شراب مو وڅښل ، نا وخته ماښام له جالې څخه ښکته شو ، په ((خرگاه سفيد)) کې و هم شراب وڅښل . حيدر علي علمدار مونږ د داورتين کافرانو سيمو ته لارښونه وکړه ، د بادپخ مشرانو مونږ ته څو خيکه شراب د تحفې په ډول راولېږل او زمونږ خدمت يې وکړ . د جمعې په ورځ له مندراور څخه ښکته د غرونو لمنو ته ورسېدو . په دې ځاى کې د شپې لخوا د شراب څښلو مجلس مو جوړ کړ . د شنبې په ورځ په جاله کې سپاره شوه ، د ډرونټې له تنگې نه تېر شوو، له جهانمانه پورته له جالې څخه کوز شو . بيا باغ وفاته چې ادينه پور سره مخامخ پروت دى ولاړو . له جالې څخه د کوزېدو پر مهال د نينگنهار د تومان حاکم قيام اردو شاه زمونږ هر کلي ته راغى او زمونږ خدمت يې وکړ . د شنبې په ورځ د ښکار لپاره هغه غره ته ولاړو چې د اليشنگ او الينگار ترمنځ پروت دى . د يوې خوانه د الينگار خلکو او بلې خوانه د اليشنگ خلکو په ښکار کې له مونږ سره مرسته وکړه . ډېرې هوسۍ مو ښکار کړلې . په الينگار کې د ملکانو باغ ته ورسېدو ، او د شراب څښلو مجلس مو جوړ کړ . د سه شنبې په ورځ بيرته کابل خواته وخوځيدو )) (١٣)
          له پورتنيو ليکنو څخه څرگنده شوه چې بابر د پښتنو په پورتنيو ولايتونو او سيمو کې د گرځېدو په وخت کې له کومې ستونزې سره مخامخ نشو او د هغه د گرځېدو په وخت کې کومه جگړه هم پېښه نشوه . له دې نه څرگنده شوه، چې تر دې نيټې پورې په دغو سيمو کې ټولو خلکو د بابر حاکميت منلى و، او حتى له هغه سره د همکارۍ لپاره هم حاضر شوي وو .
          بابر په ٩٣٢ هـ ق کال کې د هندوستان د نيولو لپاره د کابل نه حرکت وکړ. هغه د کابل نه ننگرهار، بيا پېښور او له پېښور نه سند ته ځان ورسوه ، خو په دې باندې بريالى نشو، چې هندوستان ته ځان ورسوي ، بېرته کابل خواته وخوځېد . بابر ددې سفر په اړه په بابرنامه کې مفصل معلومات وړاندې کړي دي چې دلته ترې د بېلگې په ډول څوټکى وړاندې کوم : (( د ٩٣٢ هـ ق د صفر لومړۍ نيټه د هندوستان د سفر په نيت د کابل نه مو حرکت وکړو . بلې جمعې ته چې د صفر د مياشتې اتمه نېټه وه گندمک ته ورسېدو ، د شنبې په ورځ باغ وفا ته ورسېدو ، د همايون او عسکر پخاطر په باغ وفا کې څو ورځې پاتې شوو . د دوشنبې ورځ په هغه نوى باغ ته چې د سلطان پور او خواجه رستم ترمنځ جوړ شوى ، ورسېدو . د چهارشنبې په ورځ له هغه ځاى نه په جاله کې سپاره شو او قوش گنبد ته ورسېدو ، د شپې مو له هغه ځاى نه حرکت وکړ او على مسجد ته ورسېدو . د همدې مياشتې په ٢٨ مه نېټه د سند سواحلو ته ورسېدو )) . (١٤)
          د بابر په دغه سفر کې هم د پښتنو په سيمو او د کابل نه تر سند پورې کوم مهم جنگ پيښ نشو . خو هغه خپل هدف چې د هند نيول وو تر لاسه نکړ او بيرته کابل خواته وخوځېد او د هند د نيولو لپاره يې بيا تيارى ونيوه .
          بابرنامه يا توزک بابري په دريو برخو وېشل شوى دى . يوه برخه يې د ماوراء النهر برخه ده، چې په هغه کې ماوراء النهر پورې اړونه واقعات ثبت شوي دي ، بله برخه يې د هندوستان برخه ده چې په هغه کې هندوستان پورې اړوندى پيښى ثبت شوي دى . درېيمه برخه يې د افغانستان برخه ده، چې په دري ژبه ژباړل شوى دى . د بابرنامې د هندوستان په برخه کې له د پښتنو سره د بابر د اړيکو په اړه ډير موضوعات ثبت شوي دي . په دې برخه کې زما وړانديز او نظر دا دى، چې د بابرنامې نورې برخى هم د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي غړو لخوا په پښتو او دري ژبو وژباړل شي. زما بل وړانديز دا دى چې د بابر نامې اوسنۍ دري ژباړه هم بايد په پښتو ژبه وژباړل شي .
          په دې مقاله کې کوم موضوعات چې په بابرنامه کې د پښتنو او د پښتنو د سيمو په اړه ثبت شوي وو ، تر يوې اندازى پورې په لنډه توگه ورباندې څيړنه او تحليلونه وړاندى شول . که په دې برخه کې ژوره او هر اړخيزه څېړنه ترسره شي د پښتنو د تاريخ په برخه له دې نه يو ښه څيړنيز کتاب لاسته راځي. په دې برخه کې هم زما وړانديز دا دى ، چې په بابر نامه کې د بابر او پښتنو اړيکې د يوې علمي پروژې په بڼه په ژوره توگه وڅيړل شي .