اتڼ
اتڼ
د اتڼ کولو طريقه
د اتڼ ډولونه
اتڼ
اټڼ يو ډول دوديزه ګډا او د خوښۍ لوبه ده چې له ډېرې لرغونې زمانې راهيسې
په افغانستان کې دود دی. او تاريخي لرغونتيا يې آريايي ټولنې ته رسېږي، چې د
هغه مهال له مذهبي عنعنو څخه سرچينه اخلي. په افغانانو، په ځانګړې توګه
پښتنو کې له ډېر پخوا څخه تر ننه اتڼ د رزم او بزم د يو غوره سمبول په توګه
شته.
دغه ملي او ولسي ګډا معمولاً له ډهول او سورني سره ترسره کېږي
او پکې د اجراکوونکي د وجود ټول غړي په ځانګړې توګه لاسونه، سر پښې، غاړه،
اوږې، سينه او نور په مخصوص او منظم ډول حرکت کوي. د بدن د بېلابېلو غړيو
دا حرکتونه، که له يوې خوا د ټول وجود او په ځانګړې توګه د دغو غړيو د قوت
او پياوړتيا سبب ګرځي، نو له بلې خوا د يو ځانګړي جګړه ييز مهارت په توګه
له دوښمن سره مقابلې پر وخت ورڅخه کار اخيستل کېږي. له تاريخي څېړنو نه
داسې څرګندېږي چې ددغه هنر، ورزش او لوبې بنسټ په لومړيو کې ددې لپاره
ايښودل شوی چې ځوانان د جګړې پر مهال د وسلې په ځانګړي توګه د تورې، کوتک
او ټوپک چلول زده کړي او د دوي بدن چُست، چالاک او غښتلی وروزي چې د دوښمن
مقابلې ته ښه چمتو وي. خو وروسته د وخت په تېرېدوورو ورو دا ملي ورزش د
افغاني موسيقۍ او هنر يو پزړه پورې برخه شوه . په ځوانانو کې د شور ، جذبې
او احساساتو د پيداکولو لپاره به ېې دا ورزش د موسيقي له آلو ، په ځانګړې
توګه د ډهول او سورني له ساز او سُرود سره يوځای ترسره کاوه.
ددې
لپاره ځانګړې سندرې ، غږونه ، سروکي او لنډۍ هم جوړې شوې ، په راوروسته
زمانو کې برسېره پر نارینوؤ په ښځو کې هم ددغې ګډې ډله ايزې نڅا او هنر زده
کړه رواج شوې او تر نننه دودونو او نورو خوښيؤ زیاتره محفلونه پرې تاؤده
ساتل شوي دي . دغه لوبه د کندهار په سیمو کې د نارینؤو تر منځ د (چاپ) او د
ښځو تر منځ د (اتڼ) په نوم يادېږي .
د وخت په تېرېدو سره ورو ورو
دغه ورزش د ډله ايزې نڅا يا ګډا بڼه خپله کړې او نن سبا په همدې مفهوم
ترسره کېږي. ورزشي احمیت ېې کم دی ، که څه هم په عامه توګه ورته اوس لدې
اړخه خلک نه ګوري ، خو پر هنر برسېره اتڼ خپل ځانګړی ورزشي ارزښت او
روغتيايي ګټې هم لري ، خو هېڅکله د روغتيايي ګټو له پاره پکار ندی اچول شوی
.
اتڼ په زیاترو افغاني قومونو او قبیلو کې د بڼې او شکل په لږ او
ډېر بدلون او توپير سره رواج لري ، خو په پښتنو کې ، په ځانګړې توګه د
پکتيا ، غزني، زابل، په خلکو او په عام ډول په ټولو کوچيانو کې عمومیت لري .
هېڅ واده ، عنعنوي مېله، ملي جشنونه ، او د خوښۍ نور مراسم بې اتڼه نه
ترسره کېږي. اتڼ خپلې ځانګړې سندرې، سروکي يا غږونه لري، چې هغو ته د اتڼ
نارې يا غږونه وايي او په مخصوص غږ او انداز د موسيقي له آلو سره د ځانګړو
حرکتونو د اجرا کولو په وخت کې وييل کېږي.
د اتڼ کولو طريقه،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
اتڼ معمولاً په شريکه او ډله ييزه توګه ترسره کېږي، داسې چې اتڼ کوونکي
ګرد چاپېره په دايروي بڼه درېږي، د موسيقي د آلو، په ځانګړې توګه د ډهول په
وهلو د شپېلۍ او سورني په غږولو سره يو ځای پيل کېږي. په پيل کې د اتڼ
کوونکو شمېره کمه او حرکتونه ورو او په منظمه توګه ترسره کېږي. په پيل کې د
اتڼ کوونکو شمېره کمه او حرکتونه ورو او په منظمه توګه ترسره کېږي. ورو
ورو چټکتيا مومي او ځانګړې احساساتي بڼه خپلوي، د اتڼ کوونکو شمېره هم
زياتېږي او د ننداره کوونکو له ډلې نه د ذوق خاوندان هم په اتڼ ورګډېږي.
اتڼ چيان د موسيقي د آلو، پښو او لاسونو د منظم او غبرګوني غږ سره له خولې
نه هم ځانګړي آوازونه باسي، چې د دوی د تودو احساساتو څرګندويي کوي.
سندرغاړي له موسيقي سره د اتڼ ځانګړې سندرې هم وايي چې د اتڼ کوونکو جذبه
او احساسات لوړوي.
په اتڼ کې مشربڼه ډېره ارزښتمنه نه ده، د چا چې
ښه اتڼ زده وي هغه له نورو مخته کېږي، نور د ده د حرکاتو له مخې اتڼ سر ته
رسوي. د هر يوه ځوان اتڼ ډېر په خوند زده وي، ځکه چې د ځوانانو تر مېنځ يو
ډول سيالي پکې وي او هر يو غواړي چې له نورو څخه ښه اتڼ وکړي، نو کله مشر
په کې معلوم نه وي، خو د يو او بل د درنښت لپاره په مينه سره يو مخې ته کوي
او دوی يې مير هم بولي.
مير چې تر نورو په اتڼ کې مهارت لري نور
اتڼچيان په هغه پسې روان او د حرکتونو پيروي يې کوي. اتڼ د اجرا کولو په
بهير کې بېلابېلې بڼې خپلوي. کله کله داسې وشي چې نور ګردچاپېره ولاړ، يو
يو په وار سره ورمنځته کېږي او په ځانګړې توګه د خپل هُنر ښودنه کوي. په دې
ترتيب ټول په دغه ډول اتڼ کې برخه اخلي، او اتڼ ته ځانګړی خوند او رنګ
وربخښي.
د اتڼ ډولونه،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
اتڼ په سيمه ييز، قبيلوي او وګړنيز توپير ځانګړي ډولونه لري او يوې سيمې،
قبيلې او يا ډلې ته منسوبيږي. لکه کندهاری اتڼ، پکتياوال اتڼ، غزنيجي اتڼ،
طالبي اتڼ ناصري اتڼ ، کاکړي اتڼ او نور. خو د بڼې په لحاظ يې يو ډېر مهم ډول برګ اتڼ دی چې په
هغه کې ښځې او نارينه ګډه برخه اخلي، داسې چې يوه ښځه او يو نارينه درېږي
او په ګډه اتڼ کوي. دا ډول اتڼونه معمولاً په خوښيو کې د يوې کورنۍ د غړيو
او خپلوانو تر مېنځ ترسره کېږي.
اتڼ په عمومي توګه د ترسره کولو د بڼې له مخې په دوه ډوله دی:
راسته اتڼ
چپه اتڼ
