ستر پښتون خوشحال خان خټک
ستر پښتون خوشحال خان خټک
خوشحال خان خټک (1122 هـ - 1100 ه)
د پښتو پلار خوشحال خان خټک
پښتون او پښتو دوه ډېر لرغونی مفاهیم دی ، چې درېګویدا له سندرو ، دهېرودوتس ،
بطلیموس ، او هېوان تسونګ له یادداښتونو او له ځینو لاسته راغلو ډبر لیکونو څخه یې
دکابو پنځه زره کلن تاریخ څرک لګېږی . نوسره له دومره لرغونوالی ولې خوشحال خان خټک
، چې درې نیمې پېړۍ دمخه یې ژوند کاوه ، دپښتو پلار بلل کیږی ؟ په دې لیکنه کې هڅه
شوې چې همدغه پوښتنې ته ځواب وویل شی :خوشحال خان خټک د 1022 هـ ق کال په ربیع الثانی ( مې ـ جون 1613 ع ) کې دنوښار په اکوړه کې زېږېدلی
دی . پلار یې شهباز خان ، زوی د یحیی خان ، زوی د ملک اکوړ و . اکوړ خان دهند دمغولی امپراتور جلال الدین اکبر هم مهالی او د خپلې قبیلې سردار و ، چې له مغولی امپراتورۍ څخه یې منصب او جاګیر ترلاسه کړی وو او دجاګیر دارۍ هم دا سلسله وه چې په میراثی توګه خوشحال خان ته هم ورسېده . خوشحال په داسې چاپېریال کې لوی شو ، چې له یوې خوا یې ټول پښتنی کړه وړه زده کړل او له بلې خوا یې د خانۍ په غېږه کې په ښه شان ښوونه او روزنه وشوه . هم یې دخپل مهال ټول مروج علوم ولوستل او هم یې دښکار او جګړې رزمی مهارتونه ترلاسه کړل . لوی استاد علامه عبدالحی حبیبی په دې اړه داسې لیکی : � خوشحال خان خټک په کوچنیواله د خپلې زمانې مروج علوم ټوله ویلی وو . د ده له کلامه ښه ښکاره کیږی چې ده اسلامی علوم لکه فقه ، حدیث ، تفسیر او نور عقلی علوم لکه منطق ، حکمت او ادبی علمونه او د فصاحت اوبلاغت اصول لکه معانی ، بیان ، عروض ، قافیه او نور ټوله علوم ویلی او عالم و.
خوشحال خان دشهباز خان زوی
دیحیی خان لمسی، د ملک اکوړې کړوسی د جینجوخان کودی - اکوړ خان دهند دمغولی
امپراتور جلال الدین اکبر هم مهالی او د خپلې قبیلې سردار و ، چې له مغولی
امپراتورۍ څخه یې منصب او جاګیر ترلاسه کړی وو
په یوه ژبه ویل سره پښتـــــــــو کړو ولې هېڅ نه شو له یو بله خـــــبردار
او همداسې مهال و ، چې څښتن تعالی پر پښتنو رحم وکړ او خوشحال بابا یې د پښتنو
دویښولو او پوهولو لپاره د ملی شعور ، علم اوهنر د لوی لارښود او روښانه مشال په
څېر هست کړ :
مګر زه یې چې ګویا په شاعرۍ کړم پښـــــتانه یې پوهـــــول اېـــزد تعـــال
خوشحال بابا درې نیمې پېړۍ وړاندې په شعوری توګه دهمت ملا وتړله ، چې پښتانه راویښ
کړی ، د فکر او عمل په ډګر کې یې سره یو موټی کړی او واحد او خپلواکه ملت ورځنی جوړ
کړی او په همدې منظوریې قلم او توره دواړه راواخېستل او تر پایه یې د خپلې سپېڅلې
موخې لپاره په نه ستړی کېدونکې توګه وچلول :
دافغـــان په ننـــــــګ مـــې وتــــړله توره ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم
خوشحال بابا د پښتنو په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره هڅه وکړه ، چې د واحد ملیت او
واحدې ژبې پر بنسټ دپښتنو له خورو ورو قبیلو څخه یوواحد ملت جوړ کړی . دملت مفکوره
نه یوازې دا چې په پښتنو کې نوې وه ، بلکې دنړۍ په تاریخ کې یوه نادره او تازه خبره
وه او لکه ډاکتر راج ولی شاه خټک چې وایی : � دنشنلزم مفکوره په اروپا کې یوازې
دفرانسې له انقلاب وروسته راپیدا شوه ... خوشحال خټک هغه وړومبی عالم دی چا چې په
وړومبی ځل دپښتون نشنلزم تصور وړاندې کړ � . خوشحال بابا دملت جوړونې داساسی شرط په
توګه دملی ژبې په اهمیت پوه و ، نو ځکه سره له دې چې ده کولی شول دهغه وخت په مسلطو
او مقبولو ژبو قلم ازمایی وکړی او ځان شهرت ته ورسوی ، خو بیا هم ده مټې راونغاړلې
، چې پښتانه به ددوی پخپله ژبه راویښوی او خپل پیغام به په پښتو ژبه ورته رسوی .
دخوشال بابا ماغزه دعلومو ګنج او زړه یې داحساساتو چینه وواو ده غوښتل داهر څه په
ډېر سخاوت خپلو خلکو ته ورسوی . خو له بده مرغه پښتو لا ددې جوګه نه وه ، چې دده هر
اړخیز پیغام په ځان کې ونغاړی ، نو ځکه تر هر څه دمخه یې هوډ وکړ چې پښتو ژبه دومره
غنی کړی چې له ګاونډیو ژبو سره د سیالۍ په مقام کې ودریږی :
که تازی ژبــــه هــــرګـــــــوره ښه ده فارسی هم ډېره په خوند خوږه ده
چایې پلـــو دجمـــــال وانه خېست پښتــــــــو لا هسې بکـــــره پرته ده
کوم کار ته چې خوشحال بابا ملا وتړله د عادی انسان له وسه پورته و . تر دې دمه پښتو
ژبې درسمی ژبې په توګه هېڅ دربار ته لار نه وه موندلې او پښتو لیکلی آثار تقریباً
په نشت شمېر وو . که څه هم پښتنو اوپښتو ډېر لرغونی تاریخ درلود خو دهمدغه لرغونی
تاریخ په اوږدو کې دغلیمانو له بې شمېره یرغلونو او چپاوونو سره مخامخ شوی او پښتنو
د خپل خصلت له مخې له هریوه سره تر ورستی وسه ډغرې وهلی وې او ډېر ځله یې په دغه
لار کې خپلې هستۍ دنېستۍ باد ته سپارلی وې . نو په دې توګه ، که په پښتو کې کوم
آثار موجود هم وو ، نو دهمدغو چپاوونو په ترڅ کې به اکثره له منځه تللی وی . لکه
څنګه چې تر اسلام دمخه دفارس له ډېر لوی مدنیت سره سره بیا هم له ډبر لیکونو پرته
دفارسی ژبې کوم یاد اثر نه دی پاتې ،همدا حال د پښتو ژبې هم دی . دامیر کروړ سوری (
139 هـ ) له حماسی شعره داسې ښکاری ، چې پښتو ژبې باید تر دې دمخه دودې ډېر پړاوونه
وهلی وی ، خو په دې لړ کې کوم اثر لاس ته نه دی راغلی . له خوشحال بابا نه یوه پېړۍ
دمخه روښانی غورځنګ هم له ځان سره یو شمېر باارزښته آثار زېږولی وو ، خو دغه آثار
له یوې خوا اکثراً پر یوې واحدې موضوع ( دین او تصوف ) چورلېدل او له بلې خوا د
غورځنګ له ځپل کېدو سره دآثارو یو زیات شمېر د ملایانو دفتوی له مخې په اوبو کې ډوب
او یا په اور کې وسوځول شول . نو ځکه وایو ، چې په دغه وخت کې پښتو لیکلی آثار په
نشت شمېر وو او دپښتو شعر او نثر دواړه په ډېره خواره ورځ کې وو . مګر خوشحال بابا
پښتو ژبې ته دومره ډېر کار وکړ ، چې ښایی د نړۍهېڅ عالم ، مفکر او ژبپوه خپلې ژبې
ته نه وی کړی . خوشال بابا پخپله وایی :
چایې پلـــو دجمـــــال وانه خېست پښتــــــــو لا هسې بکـــــره پرته ده
که د نظــــم که د نثــــر که د خـــــــط دی په پښتو ژبـــه مې حـــق دی بې حسابه
نه پخوا پکې کتاب و نه یې خــــــط و دادی ما پکې تصنیف کړل څو کتابه
او ډکتر راج ولی شاه خټک پدې هکله داسې لیکی : � هغه ( خوشحال بابا ) دخپل مثالی
علمیت او قابلیت په وجه په ډېرو سنګینو او نا اوزګارو حالاتو کې دومره څه تصنیف کړل
او داسې یې تصنیف کړل چې پښتو یې په یو دم دتکمیل بام ته وخېژوله که څه هم خوشحال
بابا له ډېرې ځوانۍ څخه قلمی مبارزه پیل کړې وه ، خو د پښتنو د خپلواکۍ لپاره یې
هغه وخت تورې ته لاس کړ ، چې د مغولی حکومت له جېل څخه راخلاص شو او ځینی خلک همدغه
خبرې ته ګوته نیسی او وایی چې دخوشحال مبارزه یوازې د انتقام پر بنسټ ولاړه وه ،
مګر دا نیوکه سمه نه ده . دخوشحال بابا کورنۍ له پلارپلاره دمغولو جاګیرداره او
منصبداره وه . خوشحال خان داوه ویشتو کلو و ، چې پلار یې په یوه جګړه کې زخمی او مړ
شو . دقوم سر داری او دمغولو جاګیر داری ده ته پاتې شوه . مغولی حکومت د خوشحال په
نوم سند جاری کړ او داټک په لار د راهدارۍ او محصول اختیار یې هم ده ته ورکړ .
خوشحال خان ته دشاه جهان په دربار کې دوهزاری منصب ورکړ شو او دشاه جهان د توجه او
عنایت وړ وګرځېد . له مغولو سره د خوشحال خان دوستانه اړیکی د کورنۍ قبیلې او د هغه
وخت د غوښتنو له مخې ډېرې طبیعی وې . په هغه وخت کې پښتنو دخپل ریاست او ملی
خپلواکۍ مفکوره نه درلوده . دپښتونخوا زیاته برخه د مغولی هند یوه برخه ګڼل کېده ،
یوازې کندهار به د مغولی هند او صفوی فارس تر منځ لاس په لاس کېده . د مغولی دربار
مخالفت ته د اولوالامر پر ضد د بغاوت په سترګه کتل کېدل . ځینی پښتنی قبیلو ، چې
کومې جګړې کولې دهغوی موخې هم زیاتره اقتصادی او قبیلوی ګټې وې .
نه پخوا پکې کتاب و نه یې خــــــط و دادی ما پکې تصنیف کړل څو کتابه
په اکوړه خټک کې د خوشحال خان خټک ارامځاى
دفساد که یو بڅــــــــری و مــــــــــــا اور کړ اور ما پورې داورنګ بادشاه په
کور کړ
دی مغولو ته په خپلو کړو خدمتونو سخت پښېمان و او د راتلونکی لپاره یې د پښتنو د
خپلواکۍ په لیاره کې د مبارزې کلک هوډ وکړ :
ومغل ته به هسې کـــــار ورښکاره کــــړم چې راضی راڅخـــه روح دفرید خان شی
په جهان د ننګیـــــالی دی دا دوه کــــــاره یا به وخوری ککرۍ یا به کامـــــران شی
که څه هم مغولی دربار تر دې وروسته ډېرې هڅې وکړې ، چې خوشحال بابا پخلا او له ځان
سره ملګری کړی ، خو د ده په فکرکې داسې ژور بدلون راغلی و ، چې بیا یې هېڅکله نه
غوښتل تېرې خطاوې تکرار کړی :
په جهان د ننګیـــــالی دی دا دوه کــــــاره یا به وخوری ککرۍ یا به کامـــــران شی
چې پښتون شوم په دا هسې سپینه ږیــــــره نور مې خدای مه کړه مغل ، وایم په ځیره
دا پوهېــــــــږم چې مغـــــــل لره کـــه ورشــــم تر اولـــــــه به زه لا په چـــــار بهـــــتر شـــــــــم
په ورتله به بیا خــــــدمت راڅخــــه غواړی پښتانه چې ســــره وژنو ، دېو پرې ویاړی
پدې توګه خوشحال بابا د قلم تر څنګه تورې ته هم لاس اچوی او نور پښتانه دمغولو پر
ضد پاڅون ته را بولی :
دا پوهېــــــــږم چې مغـــــــل لره کـــه ورشــــم تر اولـــــــه به زه لا په چـــــار بهـــــتر شـــــــــم
په ورتله به بیا خــــــدمت راڅخــــه غواړی پښتانه چې ســــره وژنو ، دېو پرې ویاړی
پښتانه چې نور څه فکـر کا ناپوه دی بې د تورې خلاصۍ نشته په بل کار
بله هېڅ لیــــدله نه شی په دامنــځ کې یا مغل دمنځــه ورک یا پښتون خوار
او په دغه لار کې شپه او ورځ سره یو کوی ، هره خوا سفرونه کوی او پښتانه یووالی او
پاڅون ته هڅوی . که څه هم خوشحال بابا ځینی بریالیتوبونه ترلاسه کړل ، ځینی قبیلې
یې له ځان سره ملګری کړې او داېمل خان او دریا خان په څېر کلک هوډیالی ملګری یې
بیاموندل ، په څو جګړو کې یې سوبې هم راوړې ، خو سره له دې پښتانه له خپل قبیلوی
طرز تفکرڅخه لا نه وو راوتلی او ملی یووالی ته لاهم ډېره لار پرته وه . اورنګزېب هم
د پښتنو دنفاق لپاره له هرې وسیلې څخه کار اخېست ، تر دې چې ان د خوشحال خان خپل
زوی بهرام خان یې هم دده پر ضد استعمال کړ او پدې توګه ظاهراً د خوشحال ملی غورځنګ
بریالی نه شو . نو ځکه په ډېرې ناهیلۍ سره وایی :
بله هېڅ لیــــدله نه شی په دامنــځ کې یا مغل دمنځــه ورک یا پښتون خوار
زه یې چا لره وهم قــدر یې چازده په اور وسېزه داتـــورې قلمــــونه
او هم په ډېر حسرت سره ارمان کوی چې :
هره چـــــــار د پښتانــــه تر مغـــــل ښه ده اتفـــــاق ورســــــره نشته ډېـــر
ارمــــــــان
که توفیـــــــق داتحاد پښتانــــــــه مومی زوړخوشحال به دوباره شی په دا ځوان
د خوشحال بابا ملی غورځنګ دملی مفکورې پر بنسټ لومړنی غورځنګ و ، چې په پښتنو کې
پیل شو . که څه هم دغه غورځنګ د ده په ژوند بریالی نه شو ، مګر دا د پښتنو دملی
خپلواکۍ پیلامه وه ، چې وروسته یې د میرویس نیکه او احمد شاه بابا په وجود کې دعمل
جامه واغوسته . که د خوشحال توره په خپل وخت کې بریالۍ نه شوه ، مګر د خوشحال قلم
چې کوم څه پښتنو او پښتو ته وکړل تر اوسه یې ساری نه دی لیدل شوی . پروفیسر محمد
نواز طائر پدې هکله داسې لیکی : � د خوشحال خان حیثیت دیو پښتون ملی مشر ، مفکر ، د
تورې او قلم د خاوند په حیث منل شوی دی . که په حقیقت کې اوکتی شی نو که په
پښتونخوا کې چرې هم څوک نابغه زېږېدلی وی نو هغه هم دغه خان علیین مکان ذات دی . �
خوشحال بابا غوښتل له یوې خوا پښتانه راویښ کړی ، سره یو یې کړی او دخپلواکۍ لپاره
یې پاڅوی او له بلې خوا یې غوښتل پښتانه باسواده شی ، علم ته مخه کړی او جهل ته شا
. ده غوښتل ټولې هغه وړتیاوې چې دیوه قوی ملت د جوړولو لپاره ضروری دی په پښتنو کې
وروزی . د ده په اند تر ټولو مهمه وسیله داوه ، چې پښتانه پخپله مورنۍ ژبه ددین او
دنیا علوم زده کړی او په دغه منظور یې شعر او نثر دواړو ته لاس واچاوه او هره هغه
مفکوره چې د ده ذهن ته ورتله هغه یې پکې بیان کړه او ښه په خوند او رنګ یې بیان کړه
. انګریزی لیکوال مسټر راورټی لیکی : � دمغرب د شاعرانو په رنګ داسې هېڅ مضمون
نشتته چې د ده دپاره نابلد وی . � خوشحال بابا یو رسالتمند شاعر او لیکوال و . ده
توره او قلم دواړه د پښتنو لپاره چلول او داسې ښکاری چې شعر هم ده دوسیلې په توګه
استعمالوه :
که توفیـــــــق داتحاد پښتانــــــــه مومی زوړخوشحال به دوباره شی په دا ځوان
زه دشعر په کار هېڅ نه یم خوشحال ولې خدای مې کړو په غاړه دا مقال
ده غوښتل په پښتو کې داسې یو ادب وزېږوی ، چې دپښتنو دهویت هر اړخ پکې خوندی شی .
ده په پښتنی ادب کې په فکری او هنری لحاظ یو انقلاب راوست . په شعر کې یې له عربی
او فارسی څخه د فورم له مخې غزل ، قصیده ، رباعی ، مخمس ، مسدس ، معشر ، ترکیب بند
او نور راواخېستل او دشعری صنایعو له مخې یې تجنیس ، حسن تعلیل ، طباق الاضداد ،
ایهام ، ترجیع ، تنسیق الصفات او لف ونشر په پښتو شعر کې داخل کړل . مګر ده هر څه
ته پښتنی رنګ ورکړ او هر څه یې په پښتنی کالبوت کې واچول .
په وزن په مضمون په نزاکت په تشبیه کې پښتو ویل مې عین تر پارسی دی رسولی
اویا :
په پښتو ژبــــــــــه چې ما علــــم بلند کــړو دخبــرو ملک مې فتــــــــح په
سمنـــد کړو
همدارنګه :
ما خوشحال چې په پښتو شعر بیان کـړو د پښتو ژبــه بــــه اوس پــه آب وتاب شی
د ده کلیات چې کابو څلوېښت زره بیته لری د مفکورو ، فورمونو ، ، شعری صنایعو او
لغاتو بډای مخزن دی . د ده په اشعارو کې د عربی ، فارسی ، هندی او ترکی لغاتو او هم
د پښتو د بېلا بېلو لهجو د لغتونو غنی زېرمه لیدل کیږی . مګر دا لغات یې داسې
استعمال کړی ، چې د ده شعر ته یې ښایست وربښلی خو ثقلت نه .
درست دیوان مې لکه باغ دعلم ګنج دی پکې هـــــر رنګــــــه ګلــــــونه هـــــر
نهـــــال
دخوشحال بابا په نوم مشهوره کتابخانه
هسې ملک ، هسې هوا ، هسې جویونه نــه ځـــایونه ، نــه باغـــونـه ، نــه بویـــونه
د اقتصادی سېستم په لړ کې ، د (شیخ ملی ) دوېش پر بنسټ به هر پنځه کاله او کله کله
اوه یا لس کاله وروسته ځمکه له سره د سړی پر سر وېش کېدله او دوېش همدا سېستم و ،
چې د ډېرې ابادۍ مخه یې نیوله . خوشحال بابا پر دغه سېستم انتقاد کوی او هغه د ځان
تباهی ګڼی :
کال په کال د ملک په هېسک کاندی باختونه بې لښکـــــرو په خپـــــل ځــان کــــاندی
تاختونه
له دې څخه وروسته په سواتنامه کې د خلکو کړه وړه ، دودونه او رواجونه ، د خلکو
عقیدې ، ذهنیتونه او اجتماعی مؤسسې تشریح شوی . خوشحال بابا په ډېر جرئت سره هر
ناوړه دود ته ګوته نیسی او داصلاح لارې یې هم په نښه کوی او ځکه خو لوی مفکر اوشاعر
علامه اقبال د ده په هکله داسې وایی :
آن حکیـــــم ملــــــت افغــــانیـــــان آن طبیــــب علـــــت افغـــــانیــــان
راز قومی دید و بې باکانه ګفت حرف حـق با شوخی رندانه ګفت
راز قومی دید و بې باکانه ګفت حرف حـق با شوخی رندانه ګفت
