د مېوند ملالۍ او دوېم افغان انګرېز تاريخي جنګ



 د ميوند ملالۍ

( په ٢٧جوﻻئي ١٨٨٠ء د ميوند ( کندهار) په ډګر کې  دوېم افغان انګرېز تاريخي جنګ شوي وۀ. د دې جنګ تاريخي اهميت دا هم دے چې په دې جنګ کښې د ملالۍ په نوم يو تاريخي او مثالي کردار هم راپورته شوي دي.  د زنانو د نړېوالي ورځ په مناسبت سره دا ليک لوستونکو ته وړاندې کوم او ټولو پښتنو ميرمنو ته يې ډالۍ کوم.

يو خوا کۀ د پښتون (افغان) تاريخ د افغانانو زلمو د ننګ و ناموس دپښتنې مړاني نه ډک پروت  دي نو و بل خوا د پښتون (افغان) پېغلو او ميرمنو هم د خپلو شازلمو سره څنګ په څنګ د وطن په ناموس ځانونه قربان کړي دي او دا يواځيني پښتون قام دے چې د دې قام زلمي څۀ چې پېغلې هم د جنګ تود ميدان ته راغلي دي، خپلو لوپټو نه يې پټکي جوړ کړي دي او وطن يې ګټلې دي. مونږ کۀ د پښتون (افغان) د مېرمنو تاريخ ته وګورو نو په دې ټولو کښې د ميوند (کندهار) ملاله هغه کردار دي چې خپل يو خاص ځانګړتيا لري او په تاريخي توګه يو ډېر مشهور کردار دي  او اوس وخت کښې چې کومه پيغله هم څۀ خاص کارنامه وکړي نو اکثر په تاريخ پوهه يې ملالۍ ګڼي او پيغلې هم ځان ته په فخر سره ملالۍ وائي او ډېر خلق په فخر سره خپلو بچو له دا نوم ايږدي . ملالۍ د ميوند څوک وه؟ او د هغې داسې څۀ کردار وۀ چې د هغې نوم د افغان وطن څۀ چې دنيا په تاريخ کښې وځليدو ؟

ملالۍ په ١٨٦١ء کښې دميوند په تاريخي سيمه د يو شپون کره وزېږېده دا هغه وخت وۀ چې انګرېز په هند په پوره ډول قابض وۀ او د هندوستان ټول واک او اختيار يې په لاسو کښې وۀ د هندوستان د بادشاهۍ اخستلو نه پس د انګرېز سترګې په لوے افغانستان ورښخې شوې او د افغان وطن د قبضې خوبونه يې ليدل د دې مقصد دپاره انګرېز د سيکانو په سازشونو په افغان وطن چپاؤنه شورو کړل وړومبي جنګ د اول انګرېز افغان جنګ په نوم يادېږي خو افغانانو پرله پسې انګرېزانو ته غاښ ماتونکې ماتې ورکړې، خو انګرېز چرته صبرېدو او په افغانستان يې حملې جاري وساتلې دا هغه وخت وۀ چې امير شيرعلي خان د افغانستان رهبر وۀ د هغۀ د مرګ نه پس د افغان وطن حالات ډېر خراب شو، سردار يعقوب خان چې په بندي خانه کښې وۀ او له بنده خلاص شو نو د افغانستان باچا شو، امير يعقوب خان يو ناتجربه کار سردار وۀ نو هغۀ په ١٨٧٩ءکښې د انګرېز سره داسې لاس ليکونه وکړل چې ډېره افغان خاوره يې د لاسه ورکړه په دې لاس ليکونو کښې د ګندمک معاهده ډېره د اهميت وړ او د افغان ملت په تاوان وه، ګندمک چې د کابل او جلال اباد تر مېنځه يوه سيمه ده دا معاهده د افغان وطن په تاريخ کښې يوه خرابه معاهده يادېږي د ګندمک د معاهدې له مخه پشين (جنوبي پښتونخوا) کرمه او خېبر د انګرېز په قبضه کښې راغلل او هم د دې معاهدې په بنياد انګرېز په کابل پښه مضبوطوله "ياده دې وي چې دا سيمه د ډيورنډ لائن د معاهدې د لاندې د هندوستان سره په ١٨٩٣ءکښې ګاڼه شوې چې اوس دا سيمې د پاکستان په حصه کښې دي" د ګندمک معاهده د افغانانو په ضد وه، نو ځکه هغه افغانانو چې په قام او وطن مئين وو د دې معاهدې خلاف وو او په زړونو کښې يې د انګرېز خلاف سخته کرکه وه د افغان وطنپاله مړنو سخت مزاحمت شورو کړو د انګرېز يو نمائنده کيوناري يې د ټولو ملګرو سره په بالا حصار کښې مړ کړو او هم دغه وجه وه چې د افغان انګرېز دوېم لوي جنګ ته فضا جوړه شوه، د کندهار په مېوند نومې تاريخي سيمه کښې د اميرشيرعلي خان د ځوي غازي ايوب خان په مشرۍ کښې وطن د ازادۍ دپاره ميدان ته راوتي وو د جولائي مياشت وه جنګ انښتې وۀ ټکڼه غرمه وه د ميوند ميدان ګرم وۀ اوبۀ هم نۀ وې انګرېز او افغان فوج په يو بل حلمې کولې د افغان لښکر سره د انګرېز په مقابله کښې د وسلې کمې وۀ او ښکارېده داسې چې د پښتنو لښکر ماتي سره مخ کيږي ځکه چې مخالف قوت ډېر تازه او مضبوط وۀ او د يوې ډېرې خطرناکې حملې په جوش کښې وۀ چې هم په دغه وخت کښې يوه پېغله مېدان ته راووتله د وطن ملي بيرغ يې په خپلو سرو لاسونو له زمکې پورته کړو او دا ټپې يې وکړې

 


خال به ديار له وينو کيږدم

 چې شينکي باغ کښې ګل ګلاب وشرموينه

 کۀ په مېوند کښې شهيد نۀ شوې 

خدائېګو لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه


د دې پيغلي دا غږ تر اسمانه پورته شو په دې ټپو کښې دومره زور او طاقت وۀ چې افغان شاه زلمي يې داسې رابيدار او روان کړل چې د الله اکبر په نعرو يې د مېوند ميدان ودرزوۀ د ميوند دا ټپې د افغاني شاه زلمو زړونو کښې داسې تيرې شوې چې د تورو خلې يې ورله داسې تيرې کړې چې بيا څۀ وو د افغان بهادرو زلمو په دښمن يرغل شورو کړو دا پيغله څوک وه چې په خپلو ټپو يې د افغانانو په زړونو کښې جوش او ولوله پيدا کړه او جنګ کښې بريالي شول دا پيغله د ميوند ملالۍ وه چې د خپل چنغول سره د وطن په جنګ کښې وجنګيده او هم په دې جنګ کښې شهيده شوه کۀ دا ووئيلي شي چې د ميوند مېدان ملالۍ فتح کړو نو دا به مبالغه نۀ وي بلکې حقيقت به وي د ملالۍ نه علاوه په دې جنګ کښې نورې ميرمنې هم شاملې وې چې هغوي به مېدان ته اوبۀ راوړلې او زخميانو له به يې مرهم پټۍ لګولې او بارود به يې هم راوړل، مورخين ليکي چې په دې جنګ کښې انګرېز ته ډېر غټ تاوان رسيدلي وۀ او په زرګونو فوج کښې يې صرف ٢٥ تنان ژوندي تښېدلي وو نور ټول وژلي شوي وو کله چې ميوند فتح شو نو دغه وخت غازي محمد ايوب خان تپوس وکړو چې داپېغله څوک وه چې په داسې کړکيچن حال کښې يې په خپلو ټپو په ځوانانو کښې د جنګ قوت پيدا کړو دغه وخت ورته جواب ورکړي شو چې دا د يو شپونکي لور وه او د ميوند اوسيدونکې وه او ډېره زړه وره وه په تود جنګ کښې ميدان ته راغله بيرغ يې وچت کړو او ملي غورځنګ سره يې ټپې وکړې غازي محمد ايوب خان ووې چې بايد ملالۍ د مېوند د شهيدانو سره يو ځاي ښخه کړې شي او هم داسې وشول ملالۍ يې سره د ميوند د نورو شهيدانو د ميوند په مقبره کښې ښخه کړه د هغه وخت عالمانو ورته دعا وکړه او اوس هم د ملالۍ مزار له په زرګونو خلق زيارت له ځي د مېوند دا جنګ په ٢٧جولائي ١٨٨٠ءکښې شو‌ي وۀ ،د ملالۍ د شهادت ورځ هم ٢٧ جولائي ١٨٨٠ده

د ملالۍ نوم د افغانانو په تاريخ کښې په ځلېدونکي لفظونو سره ليکلے شوے دے چې تر څو د افغان وطن تاريخ وي او پښتون (افغان) ژوندے وي نو د ملالۍ نوم به ورسره ژوندي وي . د ملالۍ دکردار او په دغه جنګ کښې د نورو مېرمنو دکردار نه دا ثابتيږي چې پښتانۀ (افغانان) ميرمنې او سړي په ګډه د خپل وطن په  خپلواکۍ ازادۍ کښې کردار لري او د ملالۍ د تاريخي کردار سره هغه تاثر غلط ثابتيږي کوم تاثر چې د پښتنو په حقله داسې جوړ شوې دي چې پښتانۀ د ميرمنو حقونه نۀ منلو واله دي، د ملالۍ ژوندي کردار کۀ يو خوا پښتنو مېرمنو ته يو سبق دي نو بل خوا دنيا ته هم يو ښکاره جواب دي چې د پښتنو ميرمنو په انساني تاريخ کښې غير معمولي کردار دي.

 

حواله جات

١:زمونږ غازيان ليکوال محمد ولي زلمي صفحه ٤٥٣ نوټ په دغه کتاب د افغانستان د ورسير تاريخ چې ليکوال يې مير غلام محمد غبار دے چې يو تاريخي حواله راخستې ده.

 ٢:انګريزي استعمار او افغانستان ليکوال اوليار اېډوکېټ

٣:پښتانۀ دتاريخ په رڼا کښې بهادر شاه ظفر کاکاخېل (نوټ : په دې کښې صرف د مېوند د جنګ يوړ مختصر ذکر شوے دے چې ٢٧ جولائي تاريخ ترې راووځي )

 ٤: افغان حکمران ( اردو) حاوي اعظم ص٢١٨

:Afghan women history (research paper)by Abdullah qazi ٦:Malalai of Mewand Afghanistan .Com:The second Anglo_Afghan War 1878-1880 ٨ :W W W Anglo_Afghan War Info malalai ٩:W W W Wikipedia.Com

خيرمحمد ترين 



Share this

0 Comment to "د مېوند ملالۍ او دوېم افغان انګرېز تاريخي جنګ "

Post a Comment